په وراسا کې د ناټو مشرانو غونډې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره ناسته رلرل، په ځانګړي ډول په دې ناسته کې پر کومو موضوعاتو بحث وشو؟ په دې اړه د ازادي راډيو خبریال احمد شیبر د افغانستان د جمهوري ریاست له ویاند هارون چخانسوري سره
معمولاٌ د اختر په ورځو کې افغان ځوانان تل د مېلو جوړولو لپاره پلمې جوړوي خو د ورځنیو بوختیاوو له امله نشي کولای چې میلو ته وخت پیدا کړي، دا ورځې تل د اخترونو ورځې وي چې ملګري سره راټولیږي او خپلې خوښۍ سره شریکوي. ددې یوې میلې انځوریز راپور محمد کمالپوري برابر کړی دی.
د کابل پوهنتون یو شمېر محصیلینو له تېرو درېیو کلنو راپه دېخوا له بې وزلو کورنیو سره د زړو او دوهم لاس کالیو او نورو اړینو موادو د مرستو لړۍ پېل کړې ده. د دغو محصیلینو په خبره په لومړي سر کې دغه کار د دوو بااحساسه محصلینو له خوا پیل او اوس یې تعداد مخ په ډېرېدو دی. ویډیو: ابراهیم صافی
نن چهارشنبې په افغانستان او ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال محمد صادق ریښتیني دا انځوریز راپور رالیږلی.
په کندهار کي يوه خصوصي روغتون د روژې په مياشت کي شپږ سوه وړیا عملیاتونه کړي. د مهمند په نوم دغه خصوصي روغتون چې د یوه ملي سوداګر حاجي محمدصديق مهمند دی خپل ټول خدمات يي په روژه کې وړیا کړي وه او د زرګونو کسان وړیا درملنه يي کړې. محمدصادق رښتینی په دې اړه دا ویډيويي راپور برابر کړی:
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه ریس عبدالله عبدالله، د ملي شورا غړېو او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو د کابل په عیدګاه جومات کې د هغو ۳۲ وژل شوېو پولیسو د فاتحې په مراسمو کې برخه واخېسته چې تېره اوونۍ په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول. ددې مراسمو فاتحې ویډیويي راپور ابراهیم صافي برابر کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ظرفیتونو کموالی، د نړیوالې ټولنې نه همکاري او په جګړه کې د نشه يي توکو د مبارزي د پولیسو بوختیا هغه لاملونه دي چې په ناامنو سیمو کې یې د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده. ویدیو او ایدیت: تمیم اخګر
په کندهار کې د ملي سوداګرو یوې اتحاديي د دغه ولایت له زندانیانو سره د اړینو موادو مرسته وکړه، په دې اړه په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال محمدصادق رښتیني دا ویډیويي راپور برابر کړی.
د کندهار ښار اوسيدونکو، مدني فعالانو، مېرمنو، ديني عالمانو او د بېلا بېلو ګوندونو استازو نن غونډه وکړه او د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والو حمله وغندل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په خپل پوره توان سره دې داعش له منځه يو سي.
تورخم دروازه لاهم تړلې ده ويډيويي راپور دلته وګوری
د اروپايي اتلولیو د جمعې ورځې تر مسابقو مخکې
د پرتګال او ایسلنډ ټیمونو مينه وال پر پرونۍ مسابقه خبرې کوي
نور راوښيه