د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، چې ولسمشراشرف غني احمدزي د بېلابېلو فرمانونو له مخې محمد حنیف اتمر د جمهورریس د ملي امنیت سلاکار اوعبدالسلام رحیمي د خپل دفتر مشر ټاکلی دی.
ټاکل شوې چې؛ نن به د افغانستان او امریکې ترمنځ امنیتي او دفاعی قرار داد لاسلیک شي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوید لودین د دغه امنیتي تړون لاسلیکیدل حتمي ګڼي.
د سعودي عربستان چارواکي وایي، چې له نوي افغان حکومت سره د سولې د ټینکښت سربیره په نورو برخو کې هم همکارۍ ته چمتو دي.
د بارک ملي یووالي ټولنې په افغانستان کې د ملي یووالي له حکومته ملاتړ اعلان کړ.د دې ټولنې غړیو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه ...
پاکستان هیله لري چې د افغانستان له نوي ولسمشر، اشرف غني، سره به ښې اړيکې ولري.د پاکستان د صدراعظم د امنيت او بهرنيو چارو د سلاکارسرتاج عزيز په وينا، د پاکستان او افغانستان...
د افغانستان مشرانو جرګې د لوړې د مراسمو په ورځ د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي څرګندونې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې نوی حکومت خپلې طرحې عملي کړي.