د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د بارک ملي یووالي ټولنې د نوي حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د بارک ملي یووالي ټولنې په افغانستان کې د ملي یووالي له حکومته ملاتړ اعلان کړ.د دې ټولنې غړیو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې د جمهوري ریاست د لومړې دورې کاندید ګل اغا شیرزی او یو شمېرسیاستوالو او ملي شخصیتونو په کې برخه اخیستی وه.

دوی د ملي یووالي حکومت د خلکو او هېواد په ګټه وباله او هیله یې وکړه د دې حکومت واکمنان دې له خلکو سره په کړو ژمنو عمل وکړي.

د بارک د ملي یووالی د ټولنې غړیو په هېواد کې د ملي وحدت د حکومت جوړول د اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله د ښه نیت، پوهې او نیک احساس نتیجه وبلله او دا حکومت یې په هېواد کې د ملي یووالي او د سولې او ثبات د ټینګښت پیلامه وګڼله.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د لومړې دورې انتخاباتو کاندید او د ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شیرزي وویل، نوی افغان حکومت به وکولای شي د افغانانو ترمنځ ژبني، سیمه ییز او قومي تعصبونه له منځه یوسي.

ده وویل، دغو تعصبونو په تیرو څه کم څلویښتو کلونو افغان ولس ته درانه زیانونه واړول او له نوي حکومته یې هیله وکړه، چې په غوڅه د دې ستونزو اواری ته هڅې پیل کړي:

″دواړه مشران باید لاس یو کړي او د هېواد د امنیت، ترقۍ او سوکالۍ په خاطر د ملي یووالي حکومت پیاوړی کړي.

د هېواد خلکو ډیرې ستونزې ګاللي دي او نوی حکومت باید هغه څه چې خلکو ته په لومړې ورځ وویل، پرهغو عمل وکړي.

زه باورلرم چې د دې ویناګانو په عملي کېدو سره له هېواده نفاق ورکېږي، موږ یې ملاتړکوو.″

د بارک په نامه د ملي یووالی ټولنه لومړې مدني ټولنه ده چې د ملي وحدت د حکومت له اعلانیدو وروسته غوڼده کوي او خپل ملاتړ ورسره اعلانوي.

په دې غونډه کې د ځینو سیاسي ګونډونو او د مرکز او ولایتونو د مدني ټولنوپه لسګونو استازیو ګډون کړی و.

اکثرو وینا والو د جمهور ريیس اشرف غني احمدزی د تحلیف د ورځې وینا ته اشاره کوله او ویل یې چې؛ که نوی حکومت يې د خلکو په مرسته عملي کړي، هېواد به په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او پراختیايي برخو کې له اوسنیو ستونزو ووځي.

د غونډې په پاې کې د ویناو پریکړه لیک د غونډې د یوه ګډونوال حسرت بارکزي له خوا ولوستل شو چې، نوي حکومت ته په کې یو لړپیشنهادونه شوي دي:

″قانون باید پرټولو یو شان پلی شي چې یو واکمن ترې هم ځان خوندي احساس نه کړي، له اداري فساد سره باید مبارزه جدي شي، اردو باید تجهیز او له سیاسته لیرې وساتل شي او په کې له زیاتو لګښتونو مخه ونیول شي.″

په افغانستان کې د ملي یووالی حکومت د دوشنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي په مشری جوړ شو.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د تحلیف د مراسمو پرمهال په خپلی وینا کې د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره، نوی پالیسۍ بیان کړه چې د اکثرو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د منلو وړګرځیدلی دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG