د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کابل د موسهي ولسوالۍ د خلکو استازي ته ځانګړې شوې چې وایې څلور کاله کیږي دغه ولسوالۍ ته د بریښنا د راوستلو لپاره هڅه کوي خو د بریښنا شرکت دغې ولسوالۍ ته بریښنا نه ورکوي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د اوزبین د کلي د بریښنا ستونزې ته ځانګړې شوې ده.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې دهغه ځوان پخواني پولیس قضیه څيړو چې وایې، د یوه بندي د تښتیدو په توریې د قطعې مقاماتو دومره ډبولی چې په ناروغی اخته او تقاعد ته سوق شوی.
د انصاف په لټه کې د دې اونۍ خپرونه هغه چاته ځانګړې شوې چې ادعا کوي د تره زوی یې د ملي اردو د یوه افسرپه وسیله وژل شوی دی.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې د دایکندي ولایت د یوه اوسیدونکي ستونزه څیړو، چې وایې د سیمي یوه زورواکي چې له یوه حزب سره اړیکي لري د دوی د ځمکو د غصبولو پرمهال د ده پلار ډبولی دی.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کونړ ولایت د هغه معلول ځوان په هکله ده چې وایې، د کانکور په ازموینه کې یې لوړه نومره اخیستې خو غواړي چې؛ د لوړو زده کړو وزارت په بهر کې د زده کړې یو بورس ورکړي.
د دې اونۍ د انصاف په لټه کې د خپرونې موضوع د لوګر ولایت د هغه ښوونځي په اړه ده چې ویل کیږي ملي پولیسو په کې امنیتي پوسته جوړه کړې ده.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د لوګر ولایت د انتخاباتو د کمیسیون هغه ساحوي کارکوونکي ته ځانګړې شوې چې وایې، د دې ولایت د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو د ده او د ده د کارکوونکو پر تنخوا سترګې پټې کړي.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې د لوګر ولایت د مس عینک د کان د لسګونو هغو روزمزده کارګرانو ستونزه څیړل کیږي، چې له پنځو میاشتو را پدیخوایې تنخوا نه ده اخیستې.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې به د کندز د ولایت د هغه اوسیدونکي شکایت واورئ چې وایې د دوی کورونو ته څیرمه د ملي پولیسو پوسته کې د کاریدونکي بریښنا پیسې د دوی کلیوال ورکوي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د لغمان او بدخشان ولایت دوو نجونو زده کوونکو ته ځانګړې شوې چې وایې، د بېلابېلو عواملو له کبله له زده کړې پاتې دي دا چې ولې دا به د حمیده هارون عثمان په دې خپرونه کې واورئ.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د ملي دفاع د وزارت یوه اجیر کارکوونکي ته ځانګړې شوې چې د خپل اجیر ماموریت تقاعدی پسې سرګردانه دی.
نور راوښيه