د انصاف په لټه کې دا خپرونه د لغمان او بدخشان ولایت دوو نجونو زده کوونکو ته ځانګړې شوې چې وایې، د بېلابېلو عواملو له کبله له زده کړې پاتې دي دا چې ولې دا به د حمیده هارون عثمان په دې خپرونه کې واورئ.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د ملي دفاع د وزارت یوه اجیر کارکوونکي ته ځانګړې شوې چې د خپل اجیر ماموریت تقاعدی پسې سرګردانه دی.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه هغه موټر چلوونکي ته ځانګړې شوې چې څلور کاله کیږي د خپل ملګري په لایسنس موټر چلوي دی په دې برخه کې د ترافیکو له ریاسته شکایت لري.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د یوه ښوونځي موضوع ته ځانګړې شوې، چې د سیمي اوسیدونکي وایي امنیتي ځواکونو په کې پوستې جوړې کړي او زده کوونکي نه شي کولای په ارامه فضا کې درس ووايي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه هغه پخواني سندرغاړي ته ځانګړې شوې چې وایې د اطلاتو او کلتور وزارت د اعزازي تنخوا له لسته غورځولی دی.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې به واورې چې د هلمند ولایت یو اوسیدونکی وایې، پولیسو ترې د کوکنارو د نه اړولو په بدل کې پیسې اخیستي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه بیا هم د ننګرهار ولایت د کامې د ولسوالۍ هغو اوسیدونکو ته ځانګړې شوې چې وایې، د ملي امنیت د ریاست یوه مشر د دوې ځمکې په جعلي قبالو خپلې کړي.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کندهار د قول اردو د هغه بریدمل په اړه ده چې وايې، دوی ته هغه امتیازونه چې پوځي افسران یې لري نه ورکول کیږي.
په دې خپرونه کې به د هغه سرتیري د ستونزو په اړه واورئ، چې د ماین په چاودنه کې یې خپلې سترګې له لاسه ورکړي او د ننګرهار ښاروالۍ هغه ځمکه نه ورکوي چې د ملي دفاع وزارت ورته په پام کې نیولې ده.
په دې خپرونه کې د پروان ولایت د کوۀ صافي د ولسوالۍ د هغه اوسیدونکي ستونزه څیړو چې وایي ورور او وراره یې دده ځوانه لور وژلې ده، میرمن یې ټپي کړي او اوس مهال هم د ده د وژلو هڅه کوي دی وایي، کورنۍ یې په تیښته کې ده او هیڅوک یې غږ نه اوري.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو هغه کس ته ځانګړې کړې چې وایې، په کندز کې یې زراعتي ځمکه کې محلي پولیسو امنیتي پوسته جوړه کړې او اجاره یې هم نه ورکوي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لوګر ولایت د سواد زده کړې هغه ښوونکي ته ځانګړی کړی چې وایې، شاوخوا یوکال د مخه یې ازموینه هم ورکړې خو امتیازي تنخوا یې نه ده اخیستې.
نور راوښيه