د انصاف په لټه کې دا خپرونه بیا هم د ننګرهار ولایت د کامې د ولسوالۍ هغو اوسیدونکو ته ځانګړې شوې چې وایې، د ملي امنیت د ریاست یوه مشر د دوې ځمکې په جعلي قبالو خپلې کړي.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کندهار د قول اردو د هغه بریدمل په اړه ده چې وايې، دوی ته هغه امتیازونه چې پوځي افسران یې لري نه ورکول کیږي.
په دې خپرونه کې به د هغه سرتیري د ستونزو په اړه واورئ، چې د ماین په چاودنه کې یې خپلې سترګې له لاسه ورکړي او د ننګرهار ښاروالۍ هغه ځمکه نه ورکوي چې د ملي دفاع وزارت ورته په پام کې نیولې ده.
په دې خپرونه کې د پروان ولایت د کوۀ صافي د ولسوالۍ د هغه اوسیدونکي ستونزه څیړو چې وایي ورور او وراره یې دده ځوانه لور وژلې ده، میرمن یې ټپي کړي او اوس مهال هم د ده د وژلو هڅه کوي دی وایي، کورنۍ یې په تیښته کې ده او هیڅوک یې غږ نه اوري.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو هغه کس ته ځانګړې کړې چې وایې، په کندز کې یې زراعتي ځمکه کې محلي پولیسو امنیتي پوسته جوړه کړې او اجاره یې هم نه ورکوي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لوګر ولایت د سواد زده کړې هغه ښوونکي ته ځانګړی کړی چې وایې، شاوخوا یوکال د مخه یې ازموینه هم ورکړې خو امتیازي تنخوا یې نه ده اخیستې.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لغمان ولایت د مریم کلي هغو اوسیدونکو ته ځانګړې کړې، چې وایې د بریښنا د ریاست مشر ترې د بریښنا د مزو د غزولو په بدل کې د بډې په توګه پیسې غوښتي او دوي اوس مهال د دغو پیسو د راټولولو توان نه لري.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې مو د کونړ د مرکزي محبس د بندیانو ستونزه څيړلې ده دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰ کسو دوه وارې اعتصاب کړی خو ستونزې یې اوارې شوې نه دي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو هغو اوسیدونکو ته ځانګړې کړې چې له محلي پولیسو څخه شکایت کوي دوي ادعا کوي محلي پولیسو یې کسان وژلي دي.
د کندز د امام صاحب دا اوسیدونکې وایې چې؛ خاوند یې د وسلې په وسیله د مرګ ګواښ ورته کوي.
چې د یوه درملتون خاوند وایي چې؛ د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې د فعالیت جواز یې ورکړی فعالیت ته یې نه پریږدي دا چې ولې دا به همدې خپرونه کې واورئ چې حمیده عثمان هارون یې وړاندې کوي:
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو هغه ځوان ته ځانګړې کړې چې؛ یوکال مخکې د پوهنې وزارت د تدارکاتو د ریاست له یوې څوکۍ ګوښه شوی او تر دې دمه وزګار دی.
نور راوښيه