د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لغمان ولایت د مریم کلي هغو اوسیدونکو ته ځانګړې کړې، چې وایې د بریښنا د ریاست مشر ترې د بریښنا د مزو د غزولو په بدل کې د بډې په توګه پیسې غوښتي او دوي اوس مهال د دغو پیسو د راټولولو توان نه لري.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې مو د کونړ د مرکزي محبس د بندیانو ستونزه څيړلې ده دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰ کسو دوه وارې اعتصاب کړی خو ستونزې یې اوارې شوې نه دي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو هغو اوسیدونکو ته ځانګړې کړې چې له محلي پولیسو څخه شکایت کوي دوي ادعا کوي محلي پولیسو یې کسان وژلي دي.
د کندز د امام صاحب دا اوسیدونکې وایې چې؛ خاوند یې د وسلې په وسیله د مرګ ګواښ ورته کوي.
چې د یوه درملتون خاوند وایي چې؛ د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې د فعالیت جواز یې ورکړی فعالیت ته یې نه پریږدي دا چې ولې دا به همدې خپرونه کې واورئ چې حمیده عثمان هارون یې وړاندې کوي:
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو هغه ځوان ته ځانګړې کړې چې؛ یوکال مخکې د پوهنې وزارت د تدارکاتو د ریاست له یوې څوکۍ ګوښه شوی او تر دې دمه وزګار دی.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې مو د لوګر ولایت د هغه اوسیدونکي ستونزه څیړلې چې؛ د کابل په یوه موټرشویې کې یې لکونه افغانی بندې دي او د ملي بس د تصدۍ د پخواني ریس په منځګړیتوب یې دغه موټر شويې تړلې ده.
په دې خپرونه کې به د مزارشریف د یوه داسې اوسیدونکي د ستونزې په اړه واورئ چې وایې یوه امریکایې شرکت د یوې ساختماني پروژې تر پیل وروسته ورسره درغلي کړې.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو د پکتیکا ولایت د یوه ښوونځي ښوونکي ته ځانګړې کړې چې؛ وایې درې کاله مخکې یې د اداري اصلاحاتو ازموینه ترسره کړې خو د هغې له لارې تنخوایې نه ده اخیستې.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو هغې میرمنې ته ځانګړې کړې چې د ماشوم زیږولو پر مهال د روغتون روغتیایې کارکونکو د دې په وینا پرې ګوزارونه کړي او په داسې حال کې چې له یوې لرې سیمې نه دغې روغتون ته راغلې وه غواړي چې؛ له میندو سره دې په روغتونونو کې سم چلند وشي.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې به د یوه وژل شوي پولیس د ورور ستونزه واورئ چې؛ د خپل ورور د تنخوا د اخیستو لپاره په دولتي ادارو کې ګرځي خو څوک یې غږ نه اوري.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه هغه محصل ته ځانګړې شوې چې؛ له لیرې پراته ولایت فراه څخه کابل ته د زده کړې لپاره راغلی خو وایې چې د بې وزلۍ له امله د زده کړې لپاره د دولت له لورې ټاکلۍ فیس یا پیسې نشي ورکولای.
نور راوښيه