د انصاف په لټه کې دغه خپرونه کې مو د هلمند ولایت د هغو اوسیدونکو ستونزه څیړلې چې له امنیتي ځواکونو شکایت کوي.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې به د پولیسو د هغه ځوان افسر ستونزه واورئ چې وایې، د هلمند د سنګین د ولسوالۍ په جګړه کې یې خپلې دوه پښې له لاسه ورکړي خو دولت ان د هغه تنخوا هم نه ورکوي:
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د پکتیا ولایت د پولیسوهغه افسر ته ځانګړې شوې چې وایې، د لوی اخترله رارسیدو سره سره څلور میاشتې کیږي چې دولت تنخوا نه ده ورکړې.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د هغه ناروغ ماشوم په هکله دی چې په جګړه کې ټپي شوی او په ستونې کې یې ډاکټرانو تنفسي پایپ...
د انصاف په لټه کې دا خپرونه هغه پلار ته ځانګړې شوې چې وایې، لور یې د هلمند ولایت په یوه موټربم چاودنه کې وژل شوې خو هغه پیسې چې جمهوري ریاست ده ته د ده د لورترمړینې وروسته ځانګړې کړې وې د هلمند د مستوفیت له خوا نه دې ورکړل شوې.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کابل د موسهي ولسوالۍ د خلکو استازي ته ځانګړې شوې چې وایې څلور کاله کیږي دغه ولسوالۍ ته د بریښنا د راوستلو لپاره هڅه کوي خو د بریښنا شرکت دغې ولسوالۍ ته بریښنا نه ورکوي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د اوزبین د کلي د بریښنا ستونزې ته ځانګړې شوې ده.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې دهغه ځوان پخواني پولیس قضیه څيړو چې وایې، د یوه بندي د تښتیدو په توریې د قطعې مقاماتو دومره ډبولی چې په ناروغی اخته او تقاعد ته سوق شوی.
د انصاف په لټه کې د دې اونۍ خپرونه هغه چاته ځانګړې شوې چې ادعا کوي د تره زوی یې د ملي اردو د یوه افسرپه وسیله وژل شوی دی.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې د دایکندي ولایت د یوه اوسیدونکي ستونزه څیړو، چې وایې د سیمي یوه زورواکي چې له یوه حزب سره اړیکي لري د دوی د ځمکو د غصبولو پرمهال د ده پلار ډبولی دی.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کونړ ولایت د هغه معلول ځوان په هکله ده چې وایې، د کانکور په ازموینه کې یې لوړه نومره اخیستې خو غواړي چې؛ د لوړو زده کړو وزارت په بهر کې د زده کړې یو بورس ورکړي.
د دې اونۍ د انصاف په لټه کې د خپرونې موضوع د لوګر ولایت د هغه ښوونځي په اړه ده چې ویل کیږي ملي پولیسو په کې امنیتي پوسته جوړه کړې ده.
نور راوښيه