چې د یوه درملتون خاوند وایي چې؛ د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې د فعالیت جواز یې ورکړی فعالیت ته یې نه پریږدي دا چې ولې دا به همدې خپرونه کې واورئ چې حمیده عثمان هارون یې وړاندې کوي:
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو هغه ځوان ته ځانګړې کړې چې؛ یوکال مخکې د پوهنې وزارت د تدارکاتو د ریاست له یوې څوکۍ ګوښه شوی او تر دې دمه وزګار دی.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې مو د لوګر ولایت د هغه اوسیدونکي ستونزه څیړلې چې؛ د کابل په یوه موټرشویې کې یې لکونه افغانی بندې دي او د ملي بس د تصدۍ د پخواني ریس په منځګړیتوب یې دغه موټر شويې تړلې ده.
په دې خپرونه کې به د مزارشریف د یوه داسې اوسیدونکي د ستونزې په اړه واورئ چې وایې یوه امریکایې شرکت د یوې ساختماني پروژې تر پیل وروسته ورسره درغلي کړې.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو د پکتیکا ولایت د یوه ښوونځي ښوونکي ته ځانګړې کړې چې؛ وایې درې کاله مخکې یې د اداري اصلاحاتو ازموینه ترسره کړې خو د هغې له لارې تنخوایې نه ده اخیستې.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو هغې میرمنې ته ځانګړې کړې چې د ماشوم زیږولو پر مهال د روغتون روغتیایې کارکونکو د دې په وینا پرې ګوزارونه کړي او په داسې حال کې چې له یوې لرې سیمې نه دغې روغتون ته راغلې وه غواړي چې؛ له میندو سره دې په روغتونونو کې سم چلند وشي.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې به د یوه وژل شوي پولیس د ورور ستونزه واورئ چې؛ د خپل ورور د تنخوا د اخیستو لپاره په دولتي ادارو کې ګرځي خو څوک یې غږ نه اوري.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه هغه محصل ته ځانګړې شوې چې؛ له لیرې پراته ولایت فراه څخه کابل ته د زده کړې لپاره راغلی خو وایې چې د بې وزلۍ له امله د زده کړې لپاره د دولت له لورې ټاکلۍ فیس یا پیسې نشي ورکولای.
د انصاف په لټه کې دې پروګرام کې د هغه سپین ږيري ستونزه څیړو چې د پولیسو د وژل شوي افسر زوی د تنخوا اخیستو لپاره له یوه کال څخه را په دیخوا کله د کارو او ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزارت او کله هم بانک کې سرګردانه ګرزي.
د انصاف په لټه کې د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې یو کس کلونه کلونه د دولت له خوا ورکړ شوې ځمکې پسې سرګردانه دی. دغه خپرونه حمیده هارون عثمان وړاندې کوي:
د انصاف په لټه کې دا خپرونه په کابل کې د اغا خان له یوه بانک څخه د یوه پور اخیستونکي د ستونزې په اړه ده.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه موهغه کس ته ځانګړې کړې چې؛ وایې ۴۰ کاله کیږي چې د خپل استملاک شوي کور په بدل کې له کابل ښاروالۍ ځمکه غواړي خو ښاروالۍ یې په نن سبا غولوي.
نور راوښيه