شاولي کاکا وايي موږ د تیږو موټر چلوو بیا هغه چې خرڅ شي پر پیسو يي بیا د کور خرڅ اخلو که خوراکي توکي وي او یا پوښاک وي.
د کابل په صدیق عمر ماررکیټ کې مو یو دوکاندار غږولی چې د وارد شوو تلویزونونو په اره غږیږي :
دا چې افغاني سوداګر خرما څنګه راوړي هېواد ji او له کومو هېوادو يي را وردوي دا به ګل محمد دوکاندار نه د ژوند په رنګونو کې واورو چې خرما له کومو هېوادو افغانستان ته را واردیږي او څو ډولونه لري
عمراخان مسعودي د افغانستان د ملي میوزیم مسوول دی ښاغلی مسعودي مو دا ځل د ژوند په رنګونو کې د افغانستان د ملي میوزیم پر تاریخچې خبروي:
د لغمان ولایت یو اوسېدونکی طاووس وايي، چې د کابل ولایت په پروان۲ سیمه کې ګلدانۍ جوړوي؛ دی وايي ګلدانۍ بېلابېل نومونه لري لکه سطل، کوکنار او داسې.
عطا محمد چې له کونړ ولایت څخه کابل ته راغلی، شاوخوا پنځه کاله کیږي کې چې په کابل ولایت برګر او چپس خرڅوي.
احمد الله چې د کابل ولایت په پل تخنیک کې زده کړه کوي؛ یوه پارک ته د تفریح لپاره راغلی او دلته درس هم لولي. دی وايي، په تازه او ازاده فضا کې ښه درس لوستلی شي.
د وردګو ولایت اوسېدونکی نیک محمد وايي، چې ږیره یې په بزګرۍ کې سپینه شوه. له ډېره پخوا راهیسې پردۍ ځمکه کري او اوس هم پردۍ مزدوري کوي، چې د ورځې ورته ۲۸۰ افغانۍ ورکوي.
د زابل ولایت اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي، د زابل ولایت اصلاً توجه نه ده شوې او په دې ولایت کې ډېرې ستونزې موجودې دي، په ځانګړي توګه په امنیتي برخه کې، دا چې دا ستونزې څوګ ایجادوي...
د پکتیکا ولایت اوسېدونکی حاجي حبیب ځدراڼ کابل ته راغلی څو د خپل ولایت ستونزه له مرکزي دولت سره شریکې کړي او هغوی ورسره په دې برخه کې مرسته ورکړي، دا چې دوی په کومو برخو کې ستونزې لري د ژوند ...
یوه کونډه چې خپل د ژوند د ناخوالو سر ټکوي او د ډوډی د پیداکولو لپاره خپلې هلې ځلې په خپلو خبرو کې بیانوي.
رزما ځاځی یوه افغان ژورنالیسته چې له خپلې ټولنې شکایت کوي او وايي چې ځینې حساسیتونه دي چې د سړي په مقابل کې دریږي، نور به يي دده په خبرو کې واورو.
نور راوښيه