حاجی مومن خان چې ځان د کونړ د پیچ د درې اوسیدونکی راپیژني خپلې د عسکرې او د تیرو جنګونو کیسې راته کوي وا به يي ورو:
جعفرخان چې د کابل په ښار کې د چرګانو یخني ،هګی او د ورنونو پلورونکی دی وايي له خپله کاره راضي دی او وايي ګزاره مو پرې روانه ده:
عبدالنافع همت په دې وروستیو کې د متلونو یوه ټولګه چمتو کړې ده چې په دې کې يي ځینې د متلونو کیسې هم رانغاړلي دي دی وايي زما راټولې شوې کیسې د ۷۰۰یا ۸۰۰په شاوخوا کې دي نور به يي له ده واورو:
شاعر پیرمحمد کاروان خپل د شعري ټولګو په اړه غږیږي او ویل کیږي چې په دې وروستیو کې يي کومه شعري ټولګه نه ده راوتلې
خدای نذر چې د پوخ عمر لرونکی سړی دی له کټواز څخه کابل ته راغلی، دی دلته نصورا خرڅوي دا چې کوم ډول نصوار خرڅوي له ده څخه به یې واورو
عابد الله هغه ځوان دی چې په ښار کې د هوايي شرکتونو نمایندګۍ لري، دی وايي، چې دوی ټکټونه او وزیرې پلوري.
کریم الله چې په کابل ښار کې د څپلیو او بوټونو دکان لري، وايي، چې خپل ډېري مالونه له چین څخه راوړي، دی وايي په ژمي کې یې کاروبار ډېر ښه نه دی.
زر محمد چې د لغمان اوسېدونکی دی، د کابل ښار په یوې مطبعه کې کار کوي او تر ډېره دکاندارانو ته کارتونه چاپوي، دا چې ولې یې په پاکستان کې چاپوي، له ده څخه به یې واورو.
فرید له پکتیا څخه کابل ته د کار او بار لپاره راغلی دی، دلته یې دکان پرانیستلی او هغه فیتې خرڅوي چې په ګنډ کالیو کې ترې کار اخیستل کیږي، دی وايي چې په ښار کې د زده کړې لپاره ښه زمینه برابره ده.
عمران چې اوه کاله عمر لري، په کابل ښار کې ژاولې خرڅوي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.
محمد علم چې په کابل ولایت کې اوسیږي او په یوه دفتر کې کار کوي، وروسته له وخته په یوه خصوصي پوهنتون کې درس هم لولي.
یوه مېرمن چې سپوږمۍ نومیږي، وايي، چې د ژمي په موسم کې ډېري خلک له لرګیو، ګازي او داسې نورو بخاریو څخه د کوټو د ګرمولو لپاره کار اخلي، خو په دې وروستیو کې د ګاز ډبې ډېر خطرناکې شوي
نور راوښيه