عاجل خبر
د امریکا په باسټن ښار کې دوو بمي چاودنو لسګونه تنه ټپیان کړل
د امریکا په باسټن ښار کې پرون غبرګو چاودنو د ځغاستې د یوې ډله ییزې مسابقې لوبغاړو او نندارچیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
پولیس وايي، چې چاودنه د دوو زور ورو بمونو په وسیله شوې ده.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما که څه هم دا پېښه یو تروریستي عمل نه دی بللی، خو ژمنه یې کړې چې عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې کارپوهانو د هغو تصویرونو په اړه څېړنه پیل کړې، چې په باسټن ښار کې د ځغاستې په پرونۍ لوبه کې د بمي چاودنو پر مهال د خلکو له خوا اخیستل شوي، څو د دې چاودنې عاملان ومومي.
په باسټن کې د ډله ییزې ځغاستې یا ماراتون د لوبې په جریان کې دوو پرله پسې بمي چاودنو درې تنه ووژل او ۱۳۰ یې ټپیان کړل.
پولیس وايي، چې چاودنه د زورور بمونو په وسیله شوې. چاودنې د باسټن واټونه په وینو ولړل، د قربانیانو د بدن غړي یې والوزول او ځینې یې پرځمکه غوځار کړل. د راپورونو له مخې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل و.
دا بمونه د لوبې په وروستۍ کرښه کې په داسې حال کې وچاودېدل چې لوبغاړي د امریکا په ډېر نامتو ماراتون کې د ځغاستې په حال کې او د پېښې په ځای کې هم زرګونه نندارچیان راټول شوي وو.
د چاودنو مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي، چې تر اوسه یې د دې برید په تړاو څوک نه دي نیولي.
ولسمشر بارک اوباما ژمنه وکړه، چې چارواکي به د چاودنو عاملان معلوم کړي او عدالت ته به یې وسپاري.
اوباما چې له پېښې درې ساعته وروسته خبرې کولې دا چاودنه تروریستي عمل ونه باله خو ویې ویل، چې په اړه یې تحقیقات روان دي:
(موږ تر اوسه نه پوهېږو چې دا کار چا او ولې کړې او خلک هم له دې مخکې چې حقایق معلوم شي باید په منډه قضاوت ونه کړي خو په یاد ولرئ چې موږ به ځان په حقیقت پوه کړو او معلومه به کړو چې دا کار چا کړی او معلومه به کړو چې ولې یې کړی. مسوول کسان یا ډلې به د عدالت وزن احساس کړي.)
اوباما زیاته کړه، چې چارواکي به د اړتیا په صورت کې د هېواد په کچه امنیتي تدابیر زیات کړي.
ده همدا راز خپلې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې او د چاودنو په برخه کې له تحقیقاتو سره ضروري همکاري وکړي.
د امریکا د ملکي چلند فدرال ادارې د چاودنې په ساحه کې پر الوتنو ممانعت اعلان کړ او په نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، لندن او نورو ښارونو کې عاجل امنیتي تدابیر ونیول شول.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په باسټن کې یوبل موندل شوی مشکوک بم د امنیتي چارواکو له خوا شنډ شو.
د باسټن د پولیسو کمېشنر اېد دیوېس Ed Davis خبریالانو ته وویل چې د دې زورورو بمي چاودنو د ټپیانو زخمونه جدي وو. نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل:
(د ماسپښین په دوو بجو او پنځوسو دقیقو د باسټن د ماراتون د لیکې په اوږدو کې د پای ټکي ته نژدې غبرګې چاودنې وشوې. چاودنو یو له بله پنځوس ګزه واټن درلود او د دواړو له وجې خلکو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته. تردې دمه ټول قربانیان له صحنې څخه لیرې شوي دي.)
د نړۍ له څو هېوادو څخه څه باندې شل زره کسانو د دوه څلوېښت کیلومترو په واټن په باسټن کې د ځغاستې په پرونۍ لوبه کې چې له ډېرو پخوانیو کلنیو ماراتون لوبو څخه ده ګډون کړی و.
سږنی ماراتون هغو شپږویشتو کسانو ته د درناوي په مناسبت جوړ شوی و چې په ډسمبر میاشت کې د کونیتیکت په نیوټاون کې د یوه وسله وال کس په ډزو ووژل شول.
دا مسابقه هرکال د وطنپالنې د ورځې په مناسبت چې د متحدوایالاتو د آزادۍ د جګړې کلیزه او په ماساچوست ایالت کې رسمي رخصتي ده ترسره کېږي.

په کابل کې یوې ځان وژونکې حملې لس تنه ټپیان کړل
افغان امنیتي چارواکي وایي، چې په کابل کې دریمې حوزې ته څیرمه د نن سهار په ځان وژونکې حمله کې لس تنه ټپیان شوي دي.
د درېمې حوزې جنايي امر زیړګل هلمندي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې په ټپیانو کې شپږ تنه د ملي اردو سرتیري او څلور ملکیان شامل دي.
بل خوا د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري هم ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د ملي اردو د سرتیرو ټپي کیدل تایید کړل:
"شپږ تنه ټپیان شوي دي، چې پنځه تنه زموږ د ملي اردو پرسونل دي او یو تن هم ملکي کس دی دغه شپږ تنه موږ تاييدو چې ټپیان شوي دي."
وسلوالو طالبانو د پيښې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د ملي اردو د ۱۷ عسکرو د وژل کیدو ادعا یې کړې، خو چارواکو د دوی ادعا رد کړې ده.

په کابل کې يوې پوليسې يو امريکايي سلاکار وواژه
د کابل پولیس وایي، چې له هغې پولیسې نه یي تحقیقات پیل کړي، چې د دوشنبې په ورځ یي د کابل په امنیي قومندانۍ کې يي یو امریکایي سلاکار وواژه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه ښځینه پولیسه نرګس نومیده، چې د جندر د حقوقو په څانګه کې یې کار کاوه.
د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داود امین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت یوه تحقیقاتي ډله هم د څیړنو لپاره ورغلې:
"اوس په دې اړه د قومندانۍ څیړنې روانې دي، د وزارت د څیړلو ټیم هم راغلی دی، جرم دلته شوی او د قانون له مخې همدلته څیړل کیږي.
دا به زموږ د مشرانو خبره وي زه څه کوم چې زما نظر اوري هغه به وروسته نظر وي، چې څه قوانین وي د قوانینو له مخې اجرات کیږي."
دا په افغانستان کې د کورنیو ځواکونو له لوري پر بهرنیانو د هغو حملو لړۍ ګڼل کیږي، چې په تیرو کلونو کې یي زور اخیستی و.
د کورنیو چارو وزارت ځینو سرچینو ویلي دي، چې د امریکایي ځواکونو یوه تحقیقاتي ډله هم امنیې قومندانۍ ته رسیدلې، څو له دې میرمنې پوښتنې ګرویږنې وکړي.
په دا ډول حملو کې تر ډیره بهرني ځواکونه هڅه کوي، چې خپله تحقیقات وکړي او د کیدونکو حملو لاملونه څرګند کړي.
که امریکایي ځواکونه د دې میرمنې د ورسپارلو غوښتنه وکړي، نو په دې صورت کې به د کابل پولیسو غبرګون څه وي؟ جنرال داؤد امین وویل، چې په دې برخه کې به له قانون سره سم چلند وکړي.
بل خوا د سیاسي چارو شنونکی او د کورنیو چارو د وزارت پخوانې مرستیال عبدالهادی خالد په دې باور دی، چې باید هغه سیاسي او رواني عوامل په ګوته شي، چې د هغې لپاره دغې میرمنې دا ګواښ منلی دی:
"دردونکې پیښه ده، يوه افغانه ميرمن چې حاضره ده خپل هېواد ته خدمت وكړي بالاخره فکر یې بدلون مومي او وسله پر خپل متحدینو استعالوي، دا یو خطر دی او دا باید جدي وڅيړل شي.
د دې ښځې رواني مسایل هم باید مطالعه شي، چې دا میرمن په رواني ناروغۍ اخته نه وي، په هر صورت که چېرې په رواني ستونزو هم اخته وي، نو ولې بهرني او بیا یو سلاکار په نښه کیږي او بل څوک نه ویشتل کیږي.
دا هغه څه دي، چې مسله سیاسي کوي او جواب یې موږ باید له افغانانو سره د بهرنیانو په چلند، کلتوري مسایلو، تربګنۍ او د مخالفینو نفوذ ټول باید مطالعه شي.
حتمأ باید یو له دې مسایلو یا د دې فکتورو مجموعه په دې مسله کې داخل وي."
د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د دوي په بهرنیو همکارانو حملو په وروستیو کلونو کې زور اخیستې دې.
دې مسلې نه یوازې د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه پراخې انديښنې زیږولي، بلکه د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د باور فضا هم زیانمنه کړې ده.
پخواني معلومات:
د کابل په امنیه قومندانۍ کې نن سهار یوې ښځینه پولیسي پر یوه امریکایې سلا کار ډزې وکړې او هغه يي وواژه.
د ناټو یوه ویاند تايید کړه، چې دا امریکایي سلا کار د یوې ښځينه پولیسې په حملې کې وژل شوی.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایې جرمنو د تحقیقاتو د برخې مسئول جنرال محمد ظاهر ظاهر دا د هغو حملو یوه برخه وبلله، چې د افغان ځواکونو له لیکونه په بهرنیو سرتیرو کیږي.

ننګرهار: په چپرهار کې ټولې وژل شوې نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې
نن سهار شاوخوا اته بجې د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو په سیمه کې هغه مهال دولس تنه وړې نجونې؛ چې عمرونه يې له نهو نه تر دیارلسو پورې وو؛ د ماين د چاودنې ښکار شوې، چې غوښتل يې، خپلو کورنو ته د سون توکي راټول کړي.
د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې چاودنه کې لس تنه نجونې وژل شوي او دوه تنه نورې سختې ټپیانې دي.
"سهار مهال دولس تنه نجونې، چې غوښتل خپلو کورنو ته خس او خشاک راټول کړي، ماین پرې الوتی، په پایله کې لس تنه نجونې په شهادت رسیدلې او دوه نورې ټپي نجونې د درملنې لاندې دي."
بل خوا د چپرهار ولسوال حاجي محمد صدیق وايي؛ چې وژل شوې او ټپي شوې نجونې ټولې د ښوونځي زده کوونکې وې او نن د ښوونځي پرځای د خس او خشاکو د ټولولو په موخه له کوره وتلې وې.
"دغه ماین ډیر پخوانی په دې سیمه کې و او په دې پېښه کې ټولې وژل شوې نجونې د ښوونځي زده کوونکې وې."
ولسوال وايي، چې چاودلی ماین اوسنی بلکې پخوانی په یاده سیمه کې پروت و.
خو دا چې دا ماین څنګه پر ماشومو نجونې الوتې دی د ننګرهار د امنيې قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقي وال وايي؛ چې په یاده سیمه کې د درب په نامه یو ډول بوټي دي، چې کورني ورڅخه د سوځېدو په برخه کې ګټه اخلي.
نوموړی وايي، دغو ماشومانو غوښتل، چې د تیشې په وسیله یاد بوټي غوڅ کړي، چې په همدې مهال د تیشې څوکه پر ماین لګیدلی او پرې چاودلی دی.
"په یاده سیمه کې، کله چې دغو نجونو دا ماین لیدلی دی، په تیشه يې وهلی، چې په همدې وخت کې پرې چاودلی دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده."
بل خوا د چپرهار ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي، په یاده پېښه خواشينې ښکاره کوي او په خبره يې، دولت دې د دا ډول ماینونو په راویستلو کې هڅه وکړي؛ چې تل يې عام وګړي قرباني کیږي.
"ادریس: موږ د افغانستان غریب خلک یو، دا چې په خشاکو پسې ووځو دا ډول پيښې رامنځته کیږي؛ اوس نه موږ په ډاډه زړه وتلی شو، ډاریږو او نه زموږ ماشومان له کوره وتلی شي.
خانزاده: په دې موږ ډير خفه یو له دولت نه زموږ دا غوښتنه ده، چې باید دا ډول ماینونه شنډ کړي او سیمې د دې ماینونو نه پاکې کړي."
که څه هم له پخوانه د ماین پاکي موسسه د ماینونو په ویستلو بوخته ده؛ ولې اوس هم ډيرې سیمې شته، چې هلته دغه ډول ماینونه د بې ګناه وګړو ژوند اخلي.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
پخواني معلومات:
راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د سرګلولې د چاودنې له کبله لس تنه نجونې وژل شوې دي.
د چپرهار ولسوال حاجي محمد صديق وايي نن سهار د دې ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې دوولس تنه وړې نجونې د خسو په راټولولو بوختې وې، چې د سرګلولې چاودنه ورباندې وشوه، په نتيجه کې لس تنه وژل شوي او دوې نورې ټپيانې دي.
ولسوال وايي دغه چاودنه د يوې پخوانۍ سرګلولې له کبله شوې، چې د روسانو له وخت څخه پاتې وه.

په فاریاب کې یو څلویښت تنه ووژل شول
د فاریاب د والي مرستیال وايي چې په میمنه کې نن ۴۱ تنه په چاودنه کې ووژل شول او تر شلو زیات ملکی کسان زخیمان شوي دي.
د فاریاب د والي مرستیال عبدالصمد بارز نن ازادي راډيو ته وویل چې په حمله کې زیات ملکي خلک وژل شوي دی.
ښاغلي بارز وویل : موږ تر اوسه ۴۱ تنه شهیدان لرو ، چې په هغه کې پولیس ، عامه نظم ، ملي اردو، ملي امنیت او ملکي خلک شامل دی. ۲۳ تنه پوځیان او ۳۴ ملکي کسان زخمیان دي.
په میمنه کې د ازادي راډیو خبریال چې د چاودنې پرمهال په سیمه کې وو ، وايي په لسګونو کسان یې لیدلي چې تر چاودنې وروسته په ماتوګوډو کې مړه او زخمي پراته وو.
چارواکو دا د حکومت د وسلوالو مخالفینو کار بللی دی . پرون سهار د فاریاب په پښتون کوټ پر ولسوالي طالبانو برید وکړ، دا ولسوالي یې د دوو ساعته په مخه ونیوله چې بیا د افغان ځواکونو په برید کې د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو او تر شو ډیر نور طالبان هم ووژل شول. طالبانو د خپل والي وژنه تایید کړه.

په ارزګان کې دوه تنه قومي مشران په یوه چاودنه کې ووژل شول
په ارزګان کې نن سهار په یوه چاودنه کې دوه قومي مشران ووژل شول.
د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دولت وسله والو مخالفینو د قومي مشر او د اصلاحي شورا د غړي ډاکټر نعمت الله د کور تر څنګ د ریموټ کنټرول ماین چاودنه کړې؛ چې په پیښه کې نوموړی د یوه بل قومي مشر حاجي مجید سره وژل شوی.
د همت په وینا په پیښه کې د قومي مشر نعمت الله دوه زامن هم ټپیان شوي دي .
د دې پیښی مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی

په بادغيس کې ١٠ پوليس مسموم شوي
په بادغيس کې لس تنه سيمه ييز پوليس مسموم شوي چې چارواکي وايي څلور کسان په دې تړاو نيول شوي دي.
بله خوا په جلا پېښه کې د ماين چاودنې څلور تنه پوليس وژلي دي.
د دغو پېښو نور جزئيات له شرف الدين ستانکزي اورئ

د پکتیکا په یحیی خیلو کې شپږ حمله کوونکي او یو پولیس وژل شوی
د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، چې د يحيى خېلو ولسوالۍ بازار کې د نن ورځې په ډله ایزو حملو کې شپږ حمله کوونکي او یو پولیس وژل شوي او دوه ملکي وګړي او یو پوليس ټپيان دي.
د پکتيکا والي محب الله صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې ۶ ځان وژونکي او دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خو د دې ولایت د ولایتي شورا وکیل بیا ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په دې پیښه کې دوه سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي او اوس جګړه پاى ته رسېدلې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې جګړه اوس هم روانه ده او د دوي شپږ ځان وژونکې حمله کوونکي د ولسوالۍ انګړ ته ننوتي او ګڼ شمېر چارواکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

اپډېټ شوی
پکتیکا: د تیرې شپې په بریدو کې یواځې ۴تنه ځانمرګي وژل شوي
د پکتیکا چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د تیرې شپې په ځان وژونکو حملو کې یوازې څلورتنه حمله کوونکي وژل شوي دي.
د دغه ولایت والي محب الله صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې حمله کوونکي د سرحدي پولیسو په جامو کې راغلي وو، چې د شپې د دو بجو په شااوخوا کې له منځه ولاړل:
"دوي د سرحدي پولیسو په یونیفورم کې راغلي وو او له ځانه سره يي انتحاري واسکټونه درلودل او همدارنګه له دوي راکټ او کلاشینکوفونه هم ول، هیڅ یو ملکي ته مو زیان نه دی رسیدلی او زموږ امنیتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی."
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې د وسله والو کسانو هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
تیر ماښام څلور وسله وال طالبان چې د ځان وژونکو حملو واسکټونه او وسلې ورسره وې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یوې سوداګریزې ودانې ته ننوتل او له هغه ځایه یې په امنیتي کسانو او حکومتي ادارو ډزې پيل کړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستان په باجوړکې ځانمرګي ۲۰تنه ووژل
په باجوړ کې په انتحاري حمله کې ۲۰ تنه وژل شوي دي او تر څلویښت زیات زخمیان دي.
په سیمه کې د ازادۍ راډيو خبریالان د چارواکو په حواله وايي، چې انتحاري حمله نن سهار د باجوړ ایجنسۍ په مرکز خار، په يوه بازار کې شوې ده.
د سیمې یوه اوسیدونکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې حمله په داسې وخت کې وشوه، چې د ملیشه ځواکونو یوه ډله له سیمې تیریده.
په سیمه کې تر نامعلومو وخت پورې په ګرځيدو بندیز اعلان شوی دی.
په سیمه کې د پاکستاني طالبانو یوه ویاند، احسان الله احسان د حملې مسولیت اخیستی دی.