عاجل خبر
اپډېټ شوی
په موسى کلا کې ځانمرګي ٨ تنه پوليس ووژل

دهلمند ولايت په موسى كلا ولسوالۍ كې دځانمرګو بريد كوونكو يوې ډلې د امنيه قوماندانۍ دفتر په نښه كړ، چې اته پوليس يې ووژل او دهغې ولسوالۍ امنيه قوماندان كوكه يې سخت ټپي كړ.
دهلمند د والي وياند داود احمدي رسنيو ته ويلي دغه پيښه نن يوولس بجې شوې ده. اول بريد كوونكو دچاوديدونكو توكو نه ډك موټر ته د امنيه قوماندانۍ مخې ته منفجر کړى، وروسته بريد كوونكي په امنيه قوماندانۍ ننوتلي دي او اته پوليس يې وژلي دي او د ولسوالۍ امنيه قوماندان يې ټپي كړى دى، چې د بهرنيو ځواكونو په نظامي اډه ښوراب كې تر تداوۍ لاندې دى.
احمدي وويل تراوسه دپيښي ډير جزئيات نه شته خو دوه ځانمرګي بريد كوونكي چې وسلې يې په لاس كې وې وژل شوي دي او بل تن يې د خپل موټربم سره له منځه تللٰى دى.
تراوسه ددي پيښي په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

امریکا: ٧ تنه د کلفورنیا ایالت په یوه عیسوي پوهنتون کې په ډزو وژل شوي
په امريکا کې پوليس وايي، لږ تر لږه اووه کسان د کلفورنيا ايالت په يوه عيسوي پوهنتون کې د ډزو په نتيجه کې وژل شوي دي. پوليس وايي درې کسان په پېښه کې ټپيان شوي دي.
د پوليسو په حواله الاميدا ته نژدې يو مشکوک کس نيول شوى دى. د يوه ټلويزيون د راپور له مخې حمله کوونکى يو محصل دى چې په ټولګي کې يې پر نورو محصلينو ډزې وکړې، ګومان کېږي بريدګر به کوريايي الاصله امريکايي وي.

په هلمند ولایت کې د ماین چاودنې ۸ تنه ملکیان ووژل

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن له غرمې وروسته په مارجې ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور ازادي راډیوته وویل، چې د سړک غاړې دا ماین په ریګي څلورلارې سیمه کې په یو ټونس ډوله موټر چاودلی دی.
ده وویل، چې په دې پیښه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي، خو څرګنده یې کړه چې لاتراوسه د وژل شویو هویت نه دی، معلوم خو ښایي، چې د یوې کورنۍ غړي وي.
لاتراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د بګرام د هوايي ډګر پر جنوبي دروازې ځانمرګی برید شوی

د پروان ولایت چارواکي وايي، چې د نن ماښام په ځان وژونکې برید کې، چې د بګرام د هوايي ډګر پر جنوبي دروازه شوې دوه تنه ملګیان وژل شوي دي.
د پروان ولایت د امنیه قومندان جنرال محمد اکرم بیکزاد ازادي راډیو ته وویل، چې برید نن ماښام شاوخوا شپږ بجې او شل دقیقې وشو، چې دوه امریکايي عسکر او درې تنه ملیکان یې هم ټپیان کړل.
د پېښې مسوولیت طالب وسله والو پر غاړه واخیست.

په جلال ښار کې بمي چاودنې یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

نن دوشنبه د مازیګر په درې نیمو بجو د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې.
د ننګرهاردوالي ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته د پيښې د پخلي په وخت وویل، فکر کیږي برید ځانمرګي کړی وي، چې ژوبله یې اړولې او شمېر یې تراوسه نه شي ښودلی چې څو کسه دي.
پښتونستان واټ دوالي دفتر ته په څه ناڅه دوه نیم سوه مترۍ کې موقعیت لري او له بلې خوا تیره ورځ ننګرهار ته د کورنیو چارو وزارت د مرستیال جنرال رحمان په مشرۍ امنیتي هیات هم راغلی، چې هدف یې د امنیتي حالاتو ښه کول ښودلي او له دې امله د ښارپه واټونو کې ناقانونه موټرو ګرځيدل بند شوي، تورې ښیښې سپينیږي او نورترتیبات هم کتل کیدل، خو له دې سره سره دا پیښه رامنځته شوه، نورجزییات ښايي وروسته معلوم شي.

د ننګرهارپه هوايي ډګرکې ځانمرګي ۹تنه ووژل

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ننګرهار په نننۍ ځان وژونکې حملې کې نهه کسان وژل شوي او دولس ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې په وژل شوېو کسانو کې شپږ ملکي کسان، یو عسکر او د هوايي ډګر دوه ساتونکي شامل دي او په ټپیانو کې هم لس ملکي کسان او دوه نظامیان دي.
دغه ځان وژونکې حمله سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار د هوايي ډګر په دروازه کې وشوه.
وسلوالو طالبانو یې مسئولیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې له چاودیدونکو موادو بار موټر په وسیله شوې.
د دې ډلې په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې په حملې کې په لسګونو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو چارواکي د دوې ادعا نه مني.
د ننګرهار د هوایي ډګر په دروازه کې ځان وژونکې برید شوی

په کندهار کې ځانمرګي بریدګر دوه ملکیان ووژل

په کندهار کې یوې ځان وژونکې حملې د دو ملکېانو په ګډون څلور تنه مړه اوټپیان کړل، ځان وژونکې حمله د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د پولیسو د تالاشی د پوستې نږدې دی شوې.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاودید فیصل وایې، په پیښه کې یو پولیس وژل شوې یو پولیس او دوه ملکېان زخمیان شوي.
د فیصل په وینا ځان وژونکي د پولیسو د تالاشی پوستې ته نږدې خپل کرولا ډول موټر ته چاودنه ورکړې:
"نن لس بجې او شل دقیقي یوه ځان وژونکي خپل کرولا موټر زموږ د پوستې سره نږدې چولې چې د بده مرغه یو ملي پولیس شهید دوه ملکېان او یو پولیس زخمي لرو."
په ورته وخت کې د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران وایې، چې د پیښې څخه یو مړی او درې زخمیان ور وړل شوي.
د محمد داود په نوم یو کس چې په دغه چاودنه کې زخمي شوی ازادۍ رادیو ته د پیښې کېسه داسې وکړه:
"زه د پیپو کار کوم، روان وم چې یوار درب شو اول نه پوهیدم بیا چې مې وکتل تر دیوال لاندې وم شاوخوا وسپنې راته پرتې وې."
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او د ۱۲ داخلي او بهرنیو سرتیرو د وژلو ادعا کوي.
دا چاودنه په داسې حال رامنځ ته کېږي، چې دا مهال په کندهار کې تر بل هر وخت د پولیسو تالاشی او ګزمې ډیرې شوي.
محمدصادق رښتینی

په کندهار کې ځانمرګي بریدګر د دوو ملکیانو ژوند واخیست