عاجل خبر
په شمالي وزيرستان کې د طالبانو يو مهم قوماندان ووژل شو

د راپورونه وايي چې د شمالي وزیرستان په کې د ډرون په یوه برید کې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی دی.
د ازادۍ راډيو د مشال څانګې له راپور سره سم د پاکستاني طالبانو سرچينو تاييد کړه، چې د دوى مشر حکيم الله محسود د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.
له سیمې څخه د مشال راډیو خبریال وايي، برید نن ماښام ناوخته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې په ډنډې درپه خېل کې وشو.

په کابل کې انتحاري حمله شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د قابل بای په سیمه کې یوه انتحاري حمله تایيد کړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي شیبه مخکې ازادی راډیو ته وویل، چې تر اوسه ددې حملې په اړه پوره جزیات نه لري.
د ازادی راډیو د خبریال د خبر له مخې چې دا انتحاري پیښه د یوه موټربم په واسطه شوې او وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
ویل کيږي، چې دا پیښه د مازدیګر د ۵بجو په شاوخوا کې د ګرین ویلیج کمپ سره نژدې شوې ده.
د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته وویل، چې څلور تنه ملکیان ټپیان دي او د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
د ښاغلي ظاهر په خبره دا حمله د نوموړي کمپ مخې ته د بهرنیو ځواکونو یوه ولاړ موټر ته نږدې شوې ده.
د دې انتحاري حملې مسولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
نور جزیات وروسته...

د ولسي جرګې يوه وکيله وتښتول شوه

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فريبا احمدي کاکړ وسله والو طالبانو تښتولې ده.
د غزني يوې باوري دولتي سرچينې ازادۍ راډيو ته ومنله چې، اغلې کاکړه تېره ورځ ناوخته د غزني ښار ته څېرمه د ناني او شهباز دوکانونو په سيمه کې طالبانو ته په لاس ورغلې ده.
دغه سرچينه وايي، دولت هڅه کوي، چې په يوه نه يوه توګه تښتول شوې وکيله د طالبانو له منګولو راخوشې کړي.
د کندهار چارواکو هم دا پېښه تاييد کړې ده.
طالب وسله اورپکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ننګرهار چاودنې۱۶تنه ټپیان کړل

په ننګرهار کې یوې چاودنې د څارنوال قیوم په ګډون شپاړلس تنه ټپیان کړل.
نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د قبایلو ریاست ته څېرمه د ننګرهار د څارنوال قیوم پر موټر چاودنه وشوه.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر معصوم خان هاشمي وايي، چې په دې چاودنه کې خپله څارنوال قیوم له درې تنو ساتوونکو سره زخمي شوی او دارنګه دولس تنه نور عام خلک هم ټپیان شوي دي.
دی وايي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان او دوه میرمنې هم شاملې دي.
د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

کابل: انتحاري حملې د لسو تنو ژوند واخیست

راپور:رحمت الله "افغان"
وسله والو مخالفانو نن سهار د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې اړوند د سرک نو په سیمه کې د بهرنیانو پر یوه لوژستیکي شرکت انتحاري او وسله والو حمله وکړه.
امنیتي مسوولان وايي چې؛ په دې حمله کې د سوپریم په نامه شرکت یو شمېر نیپالي ساتونکي او څو تنه افغان موټرچلوونکي وژل شوي دي.
د کابل امنیتي چارواکي تاییدوي چې؛ په دې پیښه کې ټول لس تنه وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي د پیښې په ځای کې خبریالانوته وویل چې؛ په وژل شوو او ټپیانو کې بهرنیان ،ملکي افغانان او حمله کوونکي شامل دي.
ده څرګنده کړه چې؛ د سوپریم شرکت څلور نیپالي ساتونکي،دوه افغان موټرچلوونکي او څلورحمله کوونکي په وژل شوو کې شامل دي:
"په دې پېښه کې څلور نیپالیان چې د همدې کمپنۍ ساتونکي وژل شوي ،د دوو ډریورانو مړي موږ له سیمې راوا یستې ،خلکو،کمپنیو اوشرکتونو ته ډیر زیان اوښتی ،په سیمه کې یوشمېر ډریوران اوکیلینران ټپیان شوي هم دي چې زه یې تاسو ته دقیق ارقام نه شم ښودلی."
وسله والو طالبانو نن سهار څلورنیمې بجې د کابل ښار د صنعتي پارکونو په سیمه کې بګرام ته پر غځیدونکي سړک سرک نو کې د سوپریم پر لوژستیکي شرکت حمله وکړه.
د کابل امنیتي مسوولان وایی چې؛ حمله کوونکو په لومړي سرکې له چاودیدونکو موادو بار لارۍ د دې شرکت له دروازې سره وجنګوله او وروسته نورو حمله کوونکو د دې شرکت پرامنیتی ساتونکو ډزې پیل کړې.
د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین ازادۍ راډیوته وویل چې؛ په دې حمله کې پنځه افغان ملکیان ټپیان شوي دي.
د تیرې سې شنبې په ورځ هم وسله والو طالبانو د ارګ پر ختیځه امنیتي دروازه انتحاري او ډله ایزه وسله واله حمله وکړه چې په کې د حمله کوونکو ترڅنګ درې افغان ساتونکي هم ووژل شول او یوشمیر نور ټپیان شول.
د پېښې په ځای کې عیني شاهدانوازادۍ راډیوته وویل چې؛ چاودنه ډېره زوره وره وه او د شااوخوا کورونو ښیښې یې ماتې کړې او سیمې ته نږدې شرکتونو ته یې هم زیات مالي زیانونه اړولي دي.
وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دوی ادعا کړې چې په دې حمله کې له دیرشو زیات بهرنیان وژل شوي او له څلویښتو زیات نورتپیان شوي خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.
وسله والو طالبانو په دې وروستیو څومیاشتو کې پر کابل حملې زیاتې کړي،په تیرو نږدې دوو میاشتوکې دا اومه انتحاري او وسله واله حمله ده چې په کابل ښارکې ترسره کیږي او د بهرنیانوپه ګډون لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.
که څه هم د کابل امنیتي چارواکي وایی چې دوی د وسله والو مخالفانو ډیرې حملې شنډې کړي خو خلک په کابل ښارکې دې پرله پسې حملو ته په پام اندیښمن شوي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې په کابل ښارکې د امنیت د ټینګښت لپاره تدابیرلا زیات او جدي کړي.
په کابل کې د ماین چاودنې ۳تنه وژلي او ۳۰ يي نور ژوبل کړي

په کابل ښار کې د ولسي جرګې د غړي محمد محقق د موټرو پر کاروان د ماین چاودنه وشوه، چې درې کسان په کې ووژل شول.
د کابل امنیتي مسئولین وايي، ماین د سړک پر غاړه ښخ شوی و، چې خپله ښاغلي محقق ته په کې زیان نه دی رسیدلی، خو د نوموړي د شپږو ساتوونکو په ګډون دیرش تنه په کې ټپيان شوي.
که د کابل ښار په یوه څنډه کې افغان ځواکونو ته د ټولو پوځي عملیاتو د مشري د سپارلو مراسیم تر سره کېدل، خو د دې ښار لویدیځه څنډه بیا یوې چاودنې ولړزوله.
د کابل امنیتي مسئولین وايي، د دریمې کارتې په سیمه کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین هغه وخت وچاودید، چې له سیمي د ولسي جرګې د غړي محمد محقق موټرونه تېریدل.
د کابل د امنیې قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس جنرال ظاهر ظاهر د چاودنې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې خپله محقق ته په چاودنه کې زیان نه دی رسیدلی، خو درې تنه په کې وژل شوي او دیرش نور ټپيان دي:
“کله چې د استاد محقق او ساتوونکو موټرونه یې په دریمه کرته کې د بشري حقونو د دفتر له مخې تیرېدل، د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی ماین پر وچاودید، چې د ساتونکو وروستی موټر یې زیانمن شوی دی.
درې تنه وژل شوي او 30 ژوبل شوي، چې 6 تنه ژوبل کسان د محقق ساتوونکې او 24 ولسي خلک دي.”
د عیني شاهدانو په خبره، چې چاودنه ډیره زوروره وه او د چاودنې له سیمې په لیري فاصله کې یې هم د کورونو او دکانونو دروازې او هیندارې ماتي کړي دي.
د ماین دې چاودنې انسانانو ته د زیان رسولو ترڅنګ په ونو کې ناست مرغان هم وژلي وه.
په سیمه کې یوه عیني شاهد د سترګو لیدلی حال له خبریالانو سره داسې شریک کړ:
“زه د شپږمي ناحیې مامور یم او د چاودنې سیمې ته نژدې وم، چاودنې د پولیسو یو رینجر موټر ویجاړ کړی وو او شا او خوا یې درې ـ څلور تنه پراته وه.
وژل شوي کسان مې نه دي لیدلي؛ خو څلور کسان چې ژوبل وه یوه په کې ښځه وه او امنیتي کسانو په موټر کې یووړه،”
دا په تیرو دوو اونیو کې په کابل ښار کې دریمه حمله ده، لومړۍ د وسله والو کسانو ډلیزه حمله وه، چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې د بهرنیو ځواکونو پر یوه مرکز وشوه.
دوهمه ځان وژونکې حمله وه، چې د ستري محکمې په دروازه کې وسوه او 17 کسان یې ووژل او 39 نور یې ژوبل کړه.
په کابل ښار کې د دارنګه حملو دوام خلک اندیښمن کړي دي.
معصوم میوند- کابل

کابل کې انتحاري حملې "۶" تنه وژلي او" ۳۵"يي ټپیان کړي

د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې په نننۍ انتحاري حملې کې شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا پنځه دېرش تنه نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو رییس جنرال ظاهر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې پیښې ډیر قربانیان ملکیان په تېره بیا ماشومان دي:
(د ټپیانو شمیر خو زیات دی ځکه چې دا د هستوګنې یوه سیمه وه تر اوسه پورې مونږ ته له روغتونونو څخه د 35 ټپیان راپور راغلی او په دې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي هم دغو روغتونونو ته وروړل شوي دي.)
چارواکي وايي، چې د کابل ښار د شاه شهید په دویم سړک کې د دې حملې هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان و.
د حزب اسلامي مخالفې وسلوالې ډلې د دې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا په حملې کې د دوی سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

بمي چاودنې د ايساف پنځه سرتېري ووژل

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې د افغانستان په جنوب کې يې نن يوې بمي چاودنې پنځه سرتېري ووژل.
دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
خو د امريکايي ځواکونو يوه وياند رويټرز اژانس ته ويلي، چې وژل شوي پنځه واړه سرتېري امريکايان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې درې بريتانوي پوځيان هغه وخت ووژل شول، چې موټر يې په هلمند کې پر يوه بمي وسيله وربرابر شو.
په افغانستان کې معمولاً د سړک د غاړې بمونه افغان او بهرنيو سرتېرو ته زيات زيان اړوي.
دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
خو د امريکايي ځواکونو يوه وياند رويټرز اژانس ته ويلي، چې وژل شوي پنځه واړه سرتېري امريکايان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې درې بريتانوي پوځيان هغه وخت ووژل شول، چې موټر يې په هلمند کې پر يوه بمي وسيله وربرابر شو.
د امریکا په باسټن ښار کې دوو بمي چاودنو لسګونه تنه ټپیان کړل

د امریکا په باسټن ښار کې پرون غبرګو چاودنو د ځغاستې د یوې ډله ییزې مسابقې لوبغاړو او نندارچیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
پولیس وايي، چې چاودنه د دوو زور ورو بمونو په وسیله شوې ده.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما که څه هم دا پېښه یو تروریستي عمل نه دی بللی، خو ژمنه یې کړې چې عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې کارپوهانو د هغو تصویرونو په اړه څېړنه پیل کړې، چې په باسټن ښار کې د ځغاستې په پرونۍ لوبه کې د بمي چاودنو پر مهال د خلکو له خوا اخیستل شوي، څو د دې چاودنې عاملان ومومي.
په باسټن کې د ډله ییزې ځغاستې یا ماراتون د لوبې په جریان کې دوو پرله پسې بمي چاودنو درې تنه ووژل او ۱۳۰ یې ټپیان کړل.
پولیس وايي، چې چاودنه د زورور بمونو په وسیله شوې. چاودنې د باسټن واټونه په وینو ولړل، د قربانیانو د بدن غړي یې والوزول او ځینې یې پرځمکه غوځار کړل. د راپورونو له مخې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل و.
دا بمونه د لوبې په وروستۍ کرښه کې په داسې حال کې وچاودېدل چې لوبغاړي د امریکا په ډېر نامتو ماراتون کې د ځغاستې په حال کې او د پېښې په ځای کې هم زرګونه نندارچیان راټول شوي وو.
د چاودنو مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي، چې تر اوسه یې د دې برید په تړاو څوک نه دي نیولي.
ولسمشر بارک اوباما ژمنه وکړه، چې چارواکي به د چاودنو عاملان معلوم کړي او عدالت ته به یې وسپاري.
اوباما چې له پېښې درې ساعته وروسته خبرې کولې دا چاودنه تروریستي عمل ونه باله خو ویې ویل، چې په اړه یې تحقیقات روان دي:
(موږ تر اوسه نه پوهېږو چې دا کار چا او ولې کړې او خلک هم له دې مخکې چې حقایق معلوم شي باید په منډه قضاوت ونه کړي خو په یاد ولرئ چې موږ به ځان په حقیقت پوه کړو او معلومه به کړو چې دا کار چا کړی او معلومه به کړو چې ولې یې کړی. مسوول کسان یا ډلې به د عدالت وزن احساس کړي.)
اوباما زیاته کړه، چې چارواکي به د اړتیا په صورت کې د هېواد په کچه امنیتي تدابیر زیات کړي.
ده همدا راز خپلې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې او د چاودنو په برخه کې له تحقیقاتو سره ضروري همکاري وکړي.
د امریکا د ملکي چلند فدرال ادارې د چاودنې په ساحه کې پر الوتنو ممانعت اعلان کړ او په نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، لندن او نورو ښارونو کې عاجل امنیتي تدابیر ونیول شول.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په باسټن کې یوبل موندل شوی مشکوک بم د امنیتي چارواکو له خوا شنډ شو.
د باسټن د پولیسو کمېشنر اېد دیوېس Ed Davis خبریالانو ته وویل چې د دې زورورو بمي چاودنو د ټپیانو زخمونه جدي وو. نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل:
(د ماسپښین په دوو بجو او پنځوسو دقیقو د باسټن د ماراتون د لیکې په اوږدو کې د پای ټکي ته نژدې غبرګې چاودنې وشوې. چاودنو یو له بله پنځوس ګزه واټن درلود او د دواړو له وجې خلکو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته. تردې دمه ټول قربانیان له صحنې څخه لیرې شوي دي.)
د نړۍ له څو هېوادو څخه څه باندې شل زره کسانو د دوه څلوېښت کیلومترو په واټن په باسټن کې د ځغاستې په پرونۍ لوبه کې چې له ډېرو پخوانیو کلنیو ماراتون لوبو څخه ده ګډون کړی و.
سږنی ماراتون هغو شپږویشتو کسانو ته د درناوي په مناسبت جوړ شوی و چې په ډسمبر میاشت کې د کونیتیکت په نیوټاون کې د یوه وسله وال کس په ډزو ووژل شول.
دا مسابقه هرکال د وطنپالنې د ورځې په مناسبت چې د متحدوایالاتو د آزادۍ د جګړې کلیزه او په ماساچوست ایالت کې رسمي رخصتي ده ترسره کېږي.

په کابل کې یوې ځان وژونکې حملې لس تنه ټپیان کړل

افغان امنیتي چارواکي وایي، چې په کابل کې دریمې حوزې ته څیرمه د نن سهار په ځان وژونکې حمله کې لس تنه ټپیان شوي دي.
د درېمې حوزې جنايي امر زیړګل هلمندي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې په ټپیانو کې شپږ تنه د ملي اردو سرتیري او څلور ملکیان شامل دي.
بل خوا د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري هم ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د ملي اردو د سرتیرو ټپي کیدل تایید کړل:
"شپږ تنه ټپیان شوي دي، چې پنځه تنه زموږ د ملي اردو پرسونل دي او یو تن هم ملکي کس دی دغه شپږ تنه موږ تاييدو چې ټپیان شوي دي."
وسلوالو طالبانو د پيښې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د ملي اردو د ۱۷ عسکرو د وژل کیدو ادعا یې کړې، خو چارواکو د دوی ادعا رد کړې ده.