د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۹

عاجل خبر

د جلال اباد په پېښه کې د۷حمله کوونکو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

نن سهار وختي شاوخوا پینځه بجې درنو چاودنو د جلال اباد ښار ولړزاوه، چې وروسته وسله واله نښته هم پيل شوه.

دا درنه چاودنه د لومړی امنيتي حوزې په دروازه کې د یوه موټر بم په وسیله وشوه او نور وسله وال حوزې ته ننوتل، چې او د امنيتي ځواکونو سره وسله واله نښته پيل کړه.

دغې نښتې تر درې نیم ساعتو پورې دوام وکړ.

د پيښې پای ته رسیدو وروسته د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي او د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد په ګډه خبرې کنفرانس ورکړ.

فضل احمد شیرزاد وویل، په دې پېښه کې د اوو تنو ځان وژونکو برید ګرو په ګډون اتلس تنه وژل شوي او څوارلس پولیس زخميان دي:

"دغه برید سهار پینځه بجې شروع شو، زه خپله هماغه وخت ورته رغلی وم، زموږ امنيتي موظفینو قوي مقاومت وکړ، دا اووه تنه بریدګر و، ټول وژل شوي او زموږ د امنيتي ځواکونو لس تنه وژل شوي او څوارلس تنه نور زخمیان دي او یو ملکي کس هم وژل شوی دی"

د قومندان د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې د لومړی حوزې امر او یو ملکي وګړی هم په کې شامل دی.

دا، چې د دې برید څخه هدف څه و، د ننګرهار والي ویاند احمدضياعبدالزی يې په اړه وايي:

"داسې تصور کیږي، چې د حوزې ترڅنک ځيني نور تاسیسات د دوی هدف و، چې ولایت هم په کې دی، خو دوی په لومړی نقطه کې پاتې شول او هلته له منځه لاړل"

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی او په خبره يې، چې په دې پېښه کې په لسګونو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادونې وړ ده، چې لومړی امنيتي حوزه د ولایت شاهي ماڼۍ سره دیوال شریکه ده او دا رنګه مخامخ ورته د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون ودانۍ ده، چې د دې برید له امله یاده ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.

ننګرهار : شاه محمود شینواری

پخواني:
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې، په جلال اباد کې د لومړۍ امنیتي حوزې او د ولایت پرمقام د وسله والو په حمله کې د یوه ملکي وګړي په ګډون لس پولیس او اووه حمله کوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل الاحمد شیرزاد نن خبریالانو ته وویل، چې په پيښه کې څوارلس پولیس ټپیان هم دي.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو درې ساعته مقاومت وکړ او اوس سیمه په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

دا پيښه نن سهار پنځه بجې وروسته له هغې پيل شوه، چې طالبانو د جلال اباد ښارد لومړۍ امنیتي حوزې مخې ته یوه موټر بم چاودنه وکړه.


وسله والو طالبانو د دې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.


پخواني:

د کورنیو چارو وزارت وایې، په جلال اباد کې په لومړۍ امنیتي حوزې او د ولایت مقام باندې حمله کوونکي له منځه تللي او نښته پای ته رسیلې ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادی راډيو سره په مرکه کې که څه هم د دې نښتې د تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل، چې امنیتي ځواکونه اوس سیمه تصفیه کوي.

د جلال اباد د مرکزي روغتون چارواکو د معلوماتو له مخې د نښتې له سیمې دوی ته دوه مړي او شل ټپیان ور وړل شوي دي.

دا پيښه نن سهار پنځه بجې وروسته له هغې پيل شوه، چې طالبانو د جلال اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې مخې ته یوه موټر بم چاودنه وکړه.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات:
د جلال اباد ښار پرلومړۍ حوزه او شاهي ماڼۍ وسلوال بريد او درنې چاودنې شوي.

نن سهار شا او خوا پنځه بجې د جلال اباد ښار پر لومړۍ حوزه لومړى درنې چاودنې او له هغې وروسته وسلواله نښته پيل شوه.

عيني شاهدان وايي، چې له چاودنې وروسته وسلوالو د شاهي ماڼۍ پر دروازې هم بريد وکړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

د ملکي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير وايي، چې تردې دمه د پېښې له سيمې ورته ١٢ پوليس ور وړل شوي دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

ويل کيږي، چې يادو چاودنو کې د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

د يادې پېښې په اړه تر دا مهاله ولايتي چارواکو رسنيو ته څۀ نه دي ويلي.

خو د وسله والو ‌طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راديو ته په ټليفوني اړيکه کې د دې بريد مسوليت په غاړه اخيستی او په خبره يي، چې ملګرو يي لومړي د موټر بم په وسيله پر لومړي حوزه انفجار کړي، وروسته يوه ډله وسله وال ورننوتي او د ولايت مقام او شاهي ماڼى يي تر بريد لاندې راوستې.

مجاهد وايي، نښته اوس هم روانه ده، دي وايي ګڼ شمېرامنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شمېره نه ده معلومه.

د يادونې وړ ده، چې په جلال اباد ښار کې لومړۍ امنيتي حوزه او شاهي ماڼۍ دوه خوا په خوا ودانۍ دي.

په جلال اباد کې لاهم د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

په جلال اباد ښارکې اوس هم د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې جګړه سهار پنځه بجې وروسته له هغې پیل شوه چې طالبانو د جلال اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې مخې ته یوه موټر بم چاودنه وکړه.

زموږ خبریال وایي، چې طالبان له لومړۍ امنیتي حوزې څخه د ولایت په مقام د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.

تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ولایت روغتیایي چارواکو ویلي، چې تر اوسه روغتونونو ته ۱۷ ټپيان او یو جسد ور وړل شوی.

معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان امنیتي ځواکونه دي، که ملکیان هم په کې شامل دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسئولیت په غاړه اخیستی.

فاریاب: په انتحاري حمله کې د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته لوړ شو

په فاریاب کې سیمه ییز چارواکي وايي چې؛ د نن سهار په انتحاري حملې کې ۱۶ملکي وکړي وژل شوي دي.

دا انتحاري حمله د فاریاب په مرکز میمنه ښارکې په یوې څلور لارې کې وشوه.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالعلي حلیم ازادي راډيو ته وویل چې؛ له دې پیښې څخه ۵۰ ټپیان هم روغتون ته انتقال شوي دي.

خو د فاریاب امنیه قومندان توريالي عبدیاني ازادي راډيو ته وویل چې؛ تراوسه د تلفاتو دقیق شمېر نه دی، معلوم خو دا یې تایید کړل چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

لا تراوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

پخواني معلومات:

د فاریاب په مرکز میمنه کې نن سهار یوه ځان وژونکې حمله وشوه چې د چارواکو په وینا یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس عبدالعلي حلیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ولایت ملکي روغتون ته له دې حملې څخه د پنځلسو کسانو مړي ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وینا یو دیرش ټپیان هم ور رسیدلي دي، چې د ځینو یې روغتیايي حالت نازک دی.

د فاریاب د امنیې قومندان مل پاسوال توریالي ازادۍ راډيو ته وویل، چې ځان وژونکی حمله کوونکی په ریکشا کې سپور و.

هغه وویل چې؛ حمله د میمنې ښار په میسره څلور لارې کې له یوې امنیتي پوستې سره شوې ده.

ښاغلي توریالي وویل، امنیتي کسانو غوښتل چې حمله کوونکی تالاشي کړي خو هغه خپلو چاودیدونکي موادو ته چاودنه ورکړه.

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان په شمال کې له وسلوالو طالبانو سربیره د ازبکستان د اسلامي تحریک ځیني غړي هم فعالیت کوي.

د کندهار د ملي امنیت د تحقیق پرڅانګه حمله شوې

د کندهار د ملي امنیت د تحقیق پرڅانګه په وسلواله حمله کې درې حمله کوونکي وژل شوي.

نن ترغرمې مخکې لس بجې یو شمېر حمله کوونکو د کندهار د ملي امنیت د ادارې د تحقق پرڅانګه وسلواله حمله وکړه.

د کندهار د امنېي قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چې د حمله کوونکو شمېر درې تنه وو، چې د پولیسو له خوا وژل شوي .

د ضیا دراني په وینا حمله پای ته رسیدلې او د ملي امینیت یو سرتیری په دغه حمله کې ټپي شوی.

بل خوا ددې حملې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی، قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي ایمیل کې ادعا کړې چې ګڼه مرګ ژوبله يي اړولې.

نور جزیات وروسته....

راپور: محمدصادق رښتینی

د کابل په وزير محمد اکبرخان مېنه کې پر يوه رستورانټ بريد وشو

د کابل د وزير محمد اکبرخان مېنې پر څوارلسم سړک پر يوه رستورانټ Lebanese چې بهرنيان هم ورته راځي، بريد شوى دى.

لومړني راپورونه وايي چې په پېښه کې دوه کسان ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي وويل، چې ښايي د ټپيانو شمېر تر دې زيات وي او په هغو کې موټرچلوونکي او هغه کسان هم شامل دي، چې له رستورانټ دباندې يې انتظار کاوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي د يوې زورورې چاودنې ږغ يې اورېدلى دى. تر چاودنې وروسته له سيمې د نيم ساعت لپاره ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي. له چاودنې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه ورسېدل او سيمه يې کلابنده کړه.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو رئيس سيد ګل اغا هاشمي د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د چاودنې او وروسته د ډزو راپور تاييد کړ.

د کابل وزير محمد اکبرخان مېنه هغه سيمه ده چې د بهرنيانو دفترونه، سفارتونه، مېلمستونونه، ځينې هوټلونه او شرکتونه په کې دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى دى.


د کابل په پلچرخي کې د نړېوالو ځواکونو پر پوځي کتار انتحاري حمله وشوه

د کابل په پلچرخي سیمه کې نن د نړېوالو ځواکونو پر پوځي کتار یوه انتحاري موټربم حمله وکړه.

دا برید د کابل د ګمرک دروازې ته نژدې په داسې حال کې وشو چې د نړېوالو ځواکونو پوځي کتار له سیمې د تېرېدو په حال کې و.

ناټو په یوه بیان کې تایید کړې چې؛ په دې حمله کې یې درې پوځیان وژل شوي او د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي وویل چې؛ په پېښه کې شپږ افغانان ټپیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي په یوه بیان کې دا یوه موټربم انتحاري حمله بللې او ادعا یې کړې چې دولس تنه بهرني پوځیان یې وژلي او څو موټر یې ویجاړ کړي دي.

نن سهار شاوخوا لس بجې او پنځلس دقیقې په کابل ښار کې چاودنه وشوه

نن سهار شاوخوا لس بجې او پنځلس دقیقې په کابل ښار کې چاودنه وشوه.

چاودنه د کابل په شش درک سیمه کې وشوه چې؛ شاوخوا سیمې یې هم ولړزولې.

لومړی خلکو فکر وکړ چې؛ د وسلوالو طالبانو حمله به وي خو وروسته د ملي امنیت عمومي ریاست وویل چې؛ دا حمله نه وه.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند جنرال فرید ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دې ریاست د شش درک په تاسیساتو کې د وسلو او مهماتو یوه ډیپو چاودلې ده.

ښاغلي فرید وویل چې؛ دا مهمات او وسلې له وسلوالو مخالفینو نیول شوي وي او په یوې ډيپو کې ساتل کیدې، چې د تخنیکي ستونزې له امله په کې چاودنه وشوه.

هغه وویل چې؛ د اوس لپاره د تلفاتو راپور نه لري، خو مالي زیانونه لري.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې؛ د پيښې په اړه به تحقیق وشي.

عیني شاهدان وايي چې؛ له چاودنې وروسته ډزې هم واوریدل شوې.

د دوي په وینا د چاودنې له ځایه لوګې پورته کیده.

دې چاودنې د کابل ښار خلک په ویره کې واچول.

په کابل کی چاودنې دوه کسان ټپيان کړل

د کابل امنیتي چارواکي وایي چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یوې چاودنې دوه کسان ټپيان کړي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه ماښام د شپږو بجو په شااوخوا کې د قمبر څلور لارې په سیمه کې شوې ده.

د ستانکزي په خبره چاودنه د ځای په ځای شوي ماین له امله شوې ده او د ټپیانو هویت هم تراوسه نه دی څرګند.

د امنیې قومندانۍ وایي، چاودنه د یوه دکان مخې ته شوې او تراوسه یې هدف هم نه دی معلوم

تراوسه چا ددې چاودنې مسولیت نه منلی.

په شمالي وزيرستان کې د طالبانو يو مهم قوماندان ووژل شو

د راپورونه وايي چې د شمالي وزیرستان په کې د ډرون په یوه برید کې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی دی.

د ازادۍ راډيو د مشال څانګې له راپور سره سم د پاکستاني طالبانو سرچينو تاييد کړه، چې د دوى مشر حکيم الله محسود د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

له سیمې څخه د مشال راډیو خبریال وايي، برید نن ماښام ناوخته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې په ډنډې درپه خېل کې وشو.

په کابل کې انتحاري حمله شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د قابل بای په سیمه کې یوه انتحاري حمله تایيد کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي شیبه مخکې ازادی راډیو ته وویل، چې تر اوسه ددې حملې په اړه پوره جزیات نه لري.

د ازادی راډیو د خبریال د خبر له مخې چې دا انتحاري پیښه د یوه موټربم په واسطه شوې او وروسته په سیمه کې د ‌ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

ویل کيږي، چې دا پیښه د مازدیګر د ۵بجو په شاوخوا کې د ګرین ویلیج کمپ سره نژدې شوې ده.

د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته وویل، چې څلور تنه ملکیان ټپیان دي او د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د ښاغلي ظاهر په خبره دا حمله د نوموړي کمپ مخې ته د بهرنیو ځواکونو یوه ولاړ موټر ته نږدې شوې ده.

د دې انتحاري حملې مسولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

نور جزیات وروسته...

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG