د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

عاجل خبر

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې؛ د نن سهارپه انتحاري حمله کې دیارلس ملکیان ټپيان شوي

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې؛ د نن سهارپه انتحاري حمله کې دیارلس ملکیان ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیوته وویل، چې د دې حملې هدف د بهرنیو د موټرو کاروان وو، خو هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

حمله لس باندې اته بجې د کابل د نړېوال هوایي ډګرپه سړک د سترې محکمې او امریکا سفارت ته نږدې فاصله کې شوې ده.

تر دا مهاله د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخستې.

پخواني:

نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل په مسعود څلور لاري کې د امریکا سفارت ته نږدې یوه چاودنه شوې ده.

د پېښې په اړه جزیات وروسته وړاندې کږي.

د نورستان په دواب ولسوالۍ طالبانو حمله کړې، جګړه لا هم دوام لري

د نورستان پردواب ولسوالۍ لسګونو وسله والو طالبانو حمله کړې چې د افغان ځواکونو وسله والو ترمنځ په نښته کې تر دې مهاله پنځه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

چارواکي وايې چې جګړه لاهم دوام لري او دوه تنه پولیس هم په نښته کې وژل شوي دي.

افغان کاندیدان د انتخاباتو په اړه یوه تفاهم ته ورسیدل

د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اعلان وکړ یوې موافقې ته رسیدلي چې له مخې به یې په راتلونکي کې په ګډه کار وکړي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په حضور کې وویل، یوه ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې چې له مخې یې د دواړو ټیمونو ترمنځ د ګډ کار موافقه شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري دا موافقه د یوې افغاني لانجې لپاره افغاني حل لاره وبلله او ویې ویل چې په دې موافقه کې هیڅ شی هم د اساسي قانون پرخلاف نه دي.
پخواني:

د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدان د انتخاباتو د نتایجو او د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه یوه تفاهم ته رسیدلي.

دغه دواړو کاندیدانو د تیرو دوو ورځو د مذاکراتو په پایله کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په منځګړیتوب ترسره شول اعلان وکړ، د هغه تاریخي مسولیت له مخې چې ده د افغانستان د خلکو په وړاندې يي درلود ګډ تفاهم ته رسیدلي.

افغان کاندیدانو ویل، چې د رایو د تفتیش وروسته د انتخاباتو نتایج دوی ته د منلو وړ دي.

نور جزیات وروسته..............

کابل: په انتحاري حمله کې د ملي اردو دوه تنه مامورین وژل شوي

د کابل د سیمنټ خانې په سیمه کې د ملي اردو په بس انتحاري حمله کې د ملي اردو دوه مامورین وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، چې دغه حمله په سیمه کې د موټر سایکل په وسیله شوې ده.

د کابل امنیي قومندان جنرال ظاهر ظاهر بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په ټپيانو کې دوه میرمنې هم شاملي دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسئولیت په غاړه اخسیتی.

پخواني معلومات:

د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو د مامورینو په یوه موټر چاودنه شوې.

د ملي امنیت یوې معتبرې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه د دریو بجو په شااوخوا کې د زړو مکروریانو او قلعه زمانخان سړک ترمنځ شوې.

تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او له دې امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسئولیت هم نه دی منلی.

خوست: يوه بهرنۍ خبرياله وژل شوې بله ټپي ده

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د اسویشیټډ پریس خبري اژانس یوه خبریاله ووژل شوه او بله ټپي ده.

راپورونه وايي، دغه پېښه نن سهار د ولسوالۍ په ودانۍ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د پولیسو په یونیفورم کې یوتن پر دوی ډزې وکړې.

ویل کیږي، وژل شوې خبریاله پنځوس کلنه انجا نیدرينګاوس (
Anja Niedringhaus) نومېده او ټپي شوې خبریاله کیټي ګنن (Kathy Gannon) نومیږي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ډاکټران وايي، چې د ټپي خبریالې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي..


پخواني:

په افغانستان کې پر دوو بهرنيو خبريالانو ډزې شوي، چې يوه يې وژل شوې بله ټپي ده.


ويل کېږي ډزې هغه وسلوال سړي کړي، چې د پوليسو درېشي يې په تن کړې وه.

دغه پېښه د پاکستان پولې ته څېرمه شوې ده. د ازادۍ راډيو خبريال رحمت الله افغان وايي دغه پېښه په خوست کې شوې ده.

د خوست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې وويل، چې دغه پېښه نن سهار څه کم يوولس بجې شوې ده.

اعلاميه زياتوي، په تڼيو ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه بلوک قوماندان پر دغو خبريالانو ډزې کړي چې د اسوشېټېډ پرېس اژانس جرمنۍ فوټوژورناليسته ووژل شوه او خبرياله کېتي ګانن چې د کاناډا ده ټپي شوه.

راپورونه وايي دغه خبريالانې د ټاکنو خپلواک کميسيون له کاروان سره دې ولسوالۍ ته ورغلې وې او غوښتل يې له دغو سيمو د انتخاباتو د تياريو په اړه راپور ورکړي.


ويل کېږي د پوليسو دغه قوماندان نيول شوى او تحقيقات ورڅخه کېږي.

صدیقي: په انتحاري حمله کې څلور پولیس وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت تایید کړل، چې د دې وزارت اړوند د پیژنتون ریاست په دروازه کې په انتحاري حمله کې څلور پولیس وژل شوي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې انتحار کوونکي پوځي یونیفورم اغوستی وو او ځان یې د مراجعه کوونکو په ډله کې ور ګډ کړی وو.

دا پیښه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا دوه نیمې بجې وشوه.

د ښاغلي صدیقي په خبره په دې پیښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کورنیوچارو وزارت د پیژنتون ریاست په دروازه کې په انتحاري حمله کې څلور پولیس وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت تایید کړل، چې د دې وزارت اړوند د پیژنتون ریاست په دروازه کې په انتحاري حمله کې څلور پولیس وژل شوي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې انتحار کوونکي پوځي یونیفورم اغوستی وو او ځان یې د مراجعه کوونکو په ډله کې ور ګډ کړی وو.

دا پیښه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا دوه نیمې بجې وشوه.

د ښاغلي صدیقي په خبره په دې پیښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه سیمه یېز دفتر حمله شوې

د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه سیمه یېز دفتر حمله شوې.

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په یولسو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو د دې دفتر او د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي د دفتر مخې ته چاودنه وشوه.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي وویل، چې وروسته څو تنه وسلوال د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر ته ور ننوتي دي.

هغه وویل، غرمه مهال وویل چې د امنیتي ځواکونو او حمله کوونکو ترمنځ نښته دوام لري.

ستانکزي وویل، چې تر اوسه د حمله کوونکو شمېر نه دی معلوم. نوموړي وویل، چې د تلفاتو په اړه هم اوس معلومات نه شي ورکولای.

په کابل کې وسلوالو د انتخاباتو د کمیسیون پر یوه سیمه ييز دفتر حمله کړې

د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه سیمه یېز دفتر حمله شوې.

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په یولسو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو د دې دفتر او د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي د دفتر مخې ته چاودنه وشوه.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي وویل، چې وروسته څو تنه وسلوال د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر ته ور ننوتي دي.

هغه وویل، غرمه مهال وویل چې د امنیتي ځواکونو او حمله کوونکو ترمنځ نښته دوام لري.

ستانکزي وویل، چې تر اوسه د حمله کوونکو شمېر نه دی معلوم. نوموړي وویل، چې د تلفاتو په اړه هم اوس معلومات نه شي ورکولای.

په کونړ کې د کابل بانک پر څانګه وسلوال بريد شوى

په کونړ کې د کابل بانک پر څانګه وسلوال بريد شوى دى.

د کونړ امنيه قوماندان ازادۍ راډيو ته وويل، بريد کوونکو د بانک ساتونکي وژل او په پېښه کې د بانک دوه کارکوونکي هم ټپيان شوي دي.

دغه بريد په داسې حال کې شوى، چې ملي اردو، ملي او محلي پوليس د معاشونو د اخيستلو لپاره دغه بانک ته ورغلي وو

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG