د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۲

عاجل خبر

د کابل د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې دا یوه انتحاري حمله ده.

که څه هم امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وايي چې په دې حمله کې څلورملکيان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په وینا دا حمله د بهرنیانو په یوه موټرشوې خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په تیرو دوو اونیو کې دا په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو نهمه پیښه ده چې څلور یي په نهمې امنیتي حوزې پورې په مربوطو سیمو کې شوي دي.

د دغه پېښې مسوولیت طالبانو په غاړه اخستی او ویلي یې دي چې په دغه حمله کې یې ډېر شمېربهرنیان وژلي دي.

پخواني:

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې دا یوه انتحاري حمله ده.

که څه هم امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وايي چې په دې حمله کې څلورملکيان وژل شوي او یو شمېرنور ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په وینا دا حمله د بهرنیانو په یوه موټرشوې خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په تیرو دوه اونیو کې دا په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو نهمه پیښه ده چې څلور یې په نهمې امنیتي حوزې پورې په مربوطو سیمو کې شوي دي.

هرات: په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي

د هرات په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي او اته ملکیان ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې د حمله کوونکو هویت او کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی.

نن غرمه مهال یوه ډله وسله وال د هرات د زوړ ښار اړوند د لیلامیو په کوڅه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او په حکومتي ودانیو ډزې کوي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې پولیس له دې وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د حمله کوونکو مشخص هدف څه دی؟

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندز په څارنوالۍ څلورو وسله والو ډله ییزه حمله وکړه، چې څارنوالانو او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پخوانی:

په هرات ښارکې یوه ډله وسله وال د لیلامیو کوڅې په سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځآیه په حکومتي ودانیو ډزې کوي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د هرات د چارواکو په حواله وایي، چې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او داسې ښکاري، چې د وسله والو شمیردې څلور تنه وي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د حمله کوونکو مشخص هدف څه دی؟

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندز په څارنوالۍ څلورو وسله والو ډله ییزه حمله وکړه،چې څارنوالانو او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله کوونکي د پولیسو له جامونه په ګټې اخیستو دې ودانۍ ته ننوتلي دي.

حسیني وویل، چې د حمله کوونکو شمیر درې تنه دی، چې یوه یې انتحاري حمله کړې او دوه نور یې څارنوالۍ ته ننوتلي، چې پولیس ورسره په جګړه بوخت دی.

که څه هم ښاغلي حسیني د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو عیني شاهدان وایي، چې تراوسه یې د درې کسانو جسدونه لیدلي دي.

د دې حملې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

کندز: وسله والو مخالفینو د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله کوونکي د پولیسو له جامونه په ګټې اخیستو دې ودانۍ ته ننوتلي دي.

حسیني وویل، چې د حمله کوونکو شمیر درې تنه دی، چې یوه یې انتحاري حمله کړې او دوه نور یې څارنوالۍ ته ننوتلي، چې پولیس ورسره په جګړه بوخت دی.

که څه هم ښاغلي حسیني د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو عیني شاهدان وایي، چې تراوسه یې د درې کسانو جسدونه لیدلي دي.

د دې حملې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

دفاع وزارت: د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وایي، چې چاودنه نن سهار د ۷ بجو په شااوخوا کې د چهلستون اړوند د اقای علي شمس په سیمه کې د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټرشوې ده.

دغه ماین د سړک په غاړه کې ځاې پرځای شوی وو.

د دفاع وزارت ویاند وایي، چې په چاودنه کې شپږملکیان هم ټپیان شوي دي.

د چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

عظیمي: د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وایي، چې چاودنه نن سهار د ۷ بجو په شااوخوا کې د چهلستون اړوند د اقای علي شمس په سیمه کې د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټرشوې ده.

دغه ماین د سړک په غاړه کې ځاې پرځای شوی وو.

د دفاع وزارت ویاند وایي، چې په چاودنه کې شپږملکیان هم ټپیان شوي دي.

د چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند اقا علي شمس په سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ټپيانوکې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی:

″د چاودنې هدف د دفاع وزارت د مامورینو موټر و، د هغه معلوماتو له مخې چې موږ ترلاسه کړي دي لس تنه ټپیان شوي دي چې، د دوو تنو حالت یې د اندیښنې وړ دی.″

ویل کیږي چې د پیښې ټول ټپیان د ملي اردو منسوبین دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې، چاودنه د ریمونټ کنټرول ماین په واسطه شوې ده.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخستې.

"حبیب ستالف او د پغمان د پېښې ۵ عاملان سبا اعدامیږي"

د افغانستان یوه عدلي او قضایي منبع وایي؛ سبا به حبیب ستالف او هغه پنځه تنه اعدام شي، چې په پغمان ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ پر ښځینه غړو جنسي تیر کړی دی.

دې منبع چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي؛ د سه شنبې په ورځ له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا و نه ویل؛ چې دغه کسان څنګه او د کابل په کوم ځای کې اعدامیږي.

د پغمان د پیښې پنځو عاملینو ته د استیناف محکمې د اعدام سزا واوروله؛ چې وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په وروستیو ورځو کې هغه حکم توشیح کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل له ولسمشر اشرف غني احمدزي نه غوښتي؛ چې د دغو کسانو د اعدام حکم لغو کړي.

دفاع وزارت: د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د کابل ښارپه نننۍ انتحاري حمله کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه حمله د اومې امنیتي حوزې اړوند د دوغ آباد په سیمه کې د ملي اردو د عملې پر موټر شوې ده.

دفاع وزارت دغه حملې غندلې او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسولیت منلی او ویلې یي دي، چې په موټرکې سپاره اکثره سرتیري یې وژلي او ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت: په کابل کې نن په دووانتحاري حملو کې د ملي اردو اووه سرتیري وژل شوي

دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن په دووانتحاري حملو کې د ملي اردو اووه سرتیري وژل شوي او اولس نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې، په دغو پيښو کې دوه ملکیان هم ټپيان شوي دي.

د اعلامیې له مخې، لومړنی انتحاري حمله د کابل په دریمه ناحیه کې د کارته چهارپه سیمه کې شوې چې په کې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شول.

دوهمه حمله د کابل ښارد تنګي تره خیل په سیمه کې وشوه چې په کې دوه د ملي اردو سرتیري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دواړوحملو مسولیت منلی دی.

کابل: په دوو انتحاري حملو کې د ملي اردو ۷ سرتیري وژل شوي

دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن سهار په دووانتحاري حملوکې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او د دووملکیانو په ګډون نولس تنه ټپیان دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې لومړې حمله د کابل ښارد کارتې چهارپه سیمه کې وشوه چې په کې اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شول.

نوموړی وایې، دوهمه حمله د ده سبز ولسوالۍ مربوط په تنګي تره خیل کې شوې چې په کې دوه د ملي اردو سرتیري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د یو بل خبرله مخې، د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادۍ راډيوته وویل چې، نن سهارپه میوند ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې څلور پولیس ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د کابل او کندهار د پیښو مسولیت منلی دی.

اخوا د کندزد امنیې قومندانۍ چارواکو هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن ترغرمې مخکې د کندزپه ښارکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي.

د کونړ امنیتي مسولین هم وایې چې، له تیرې شپې راهیسي پردغه ولایت د پاکستان له خاورې څه باندې څلویښت توغندي توغول شوي خو تلفات نه لري.

پخواني:

دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن په دووانتحاري حملو کې د ملي اردو اووه سرتیري وژل شوي او اولس نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې، په دغو پيښو کې دوه ملکیان هم ټپيان شوي دي.

د اعلامیې له مخې، لومړنی انتحاري حمله د کابل په دریمه ناحیه کې د کارته چهارپه سیمه کې شوې چې په کې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شول.

دوهمه حمله د کابل ښارد تنګي تره خیل په سیمه کې وشوه چې په کې دوه د ملي اردو سرتیري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دواړوحملو مسولیت منلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG