د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

عاجل خبر

کندز: وسله واله نښته د پنځو انتحاري حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ په نوې ودانۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته د پنځو انتحاري حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده.

دغه نښته نن سهارلس بجې پیل شوې وه.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه پنځو تنوحمله کوونکوله ډلې لومړي یو انتحاري حمله وکړه او بیا نوریې د قومندانۍ په دروازه کې له پولیسو سره ونښتل.

ښاغلي حسیني وویل چې په دغه نښته کې یو پولیس ټپي شوی او په ملکیانو کې چاته مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.

د دغې حملې مسوولیت طالبانو په ځان منلی دی.

پخواني:

د کندز چارواکي وایي، چې د حکومت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د امنیې قومندانۍ په نوې ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.

د کندز د والي ویاند عبدالواسع باصل ازادۍ راډيو ته وویل، چې حمله کوونکي امنیې قومندانۍ ته دننه شوي او لا هم حمله روانه ده.

ښاغلي باصل د حمله کوونکو د شمیر او د حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې د امنیې قومندانۍ دا ودانۍ په دې وروستیو کې جوړه شوې، چې د کندز د امنیې قومندانۍ نیم پرسونل دلته او نیم په پخوانۍ ودانۍ کې اوسي.

حمله د لسو بجو په شااوخوا کې پیل شوې ده.

تر اوسه چا ددې حملې مسولیت نه دی اخیستی.

لغمان: د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان په جنازه کې انتحاري حمله وشوه

په لغمان ولایت کې نن شاوخوا درې بجې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان په جنازه کې انتحاري حمله وشوه.

د دې ولایت د سرپرست والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ځواک په وینا یوه انتحاري ځانته چاودنه ورکړې او بل انتحاري ژوندی نیول شوی دی.

ملي امنیت د کورنیو چارو پر وزارت د یوې ډله ییزې حملې مخه نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې د کورنیو چارو پر وزارت یې د یوې ډله ییزې حملې مخه نیولې ده.

د دې ریاست خبرپاڼه وایي، چې یوې پنځه کسیزې وسله والې ډلې غوښتل، چې له جعلي کارتونو او پوځي یونیفورم څخه په استفادې په یوه زره موټرکې کورنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو په اتمه امنیتي حوزه کې ونیول شوه.

خبرپاڼه وایي، چې له نیول شوو کسانو څخه د انتحاري حملې وسایل، دوه میله تفنګچې، شل لاسي بمونه او دوه جوړې پوځي جامې ترلاسه شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وایي، حمله کوونکو غوښتل، چې په کورنیو چارو وزارت کې د یوې جلسې پر مهال انتحاري حمله وکړي.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې انتحاري حملې ۲تنه وژلي او ۱۲ نور ټپیان کړي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې چې د کابل ښار د نهمي امنیتي حوزې اړوند قابل بای په سیمه کې د انتحاري حملې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دې انتحاري حملې اکثره قربانیان عام وګړې دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې د کابل ښار د قابل بای په سیمه کې د نن ورځې د انتحاري حملې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

نوموړي وویل چې د دې حملې هدف د بهرنیو ځواکونو موټر و چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و.

ښاغلي دانش د حملې تلفات داسې بیان کړل:

"په خواشینۍ سره کوم راپور چې موږ له سېمې څخه ترلاسه کړی دی؛ د دې انتحاري حملې له امله دوه عام وګړي وژل شوي؛ نهه ملکي وګړي ټپیان دي چې درې پولیس هم په ټپیانو کې شامل دي او ټول ټپیان روغتون ته انتقال شوې دي."

له بلې خوا په کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو دفتر بیا ویلي چې د حملې هدف د دوی د پولیسو موټر و؛ خو زیاته کړې یې ده چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په عین حال کې د پیښې یو شمیر عیني شاهدانو ازادي راډيو ته په دې اړه وویل.

"۱- نوم مې بریالی دی، د دې سیمې اوسیدونکی یم. په دې پېښه کې تر ډيره ملکي خلک وژل شوي دي؛ زموږ درې خپلوان ټپیان شوي او یو په کې مړ دی.

۲- زما نوم محمد قاسم دی. په ناڅاپې ډول د چاودنې غږ شو چې راغلو دلته ډيرو خلکو زیان اوښتی و؛ خو بهرنیو ځواکونو موټر هیڅ نه و تخریب شوی."

له بلې خوا وسله والو طالبانو د دې حملې مسولیت اخیستی او بهرنیو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د ۲۰۱۵ م کال له پیل راهیسې دا په کابل کې لومړنۍ انتحاري حمله ده چې کیږي.

دا حمله په داسې حال کې کیږي چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په نوم ماموریت پیل کړی او د امنیتي چارو ټول مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

پخواني معلومات:

د کابل امنیې قومندانۍ وایي، چې د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتوکې انتحاري حملې یوملکی وګړی وژلی او پنځه نور یي ټپیان کړي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډيوته وویل، چې حمله د ماسپښین په یوې نیمې بجې د قابل بای په سیمه کې وشوه او هدف یې هم د بهرنیو ځواکونو موټر وو:

″زموږ د راپورونو له مخې په پیښه کې لومړی شپږ ملکي کسان ټپیان شو چې وروسته روغتون ته انتقال شول چې وروسته یوه تن روغتون ته پرلار ساه ورکړه یعنې یو وژل شوی او پنځه ټپیان شوي چې ټول ملکيان دي.″

په همدې حال کې د اروپایي ټولنې پولیسوپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د حملې هدف د دوی د پولیسو موټر وو، خو زیاته کړې ده، چې زیان نه دی ورته اوښتی.

طالبانو د دې حملې مسولیت اخستی او بهرنیو ځواکونوته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د یوه بل خبرله مخې د ننګرهارپه بهسودو ولسوالۍ کې هم نن د بهرنیو ځواکونو پرموټرانتحاري حمله شوې، چې د دې ولایت د سرپرست والي د ویاند په حواله د بهرنیو یو ټانک په کې ویجاړ شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

پخوانی:

د کابل امنیې قومندانۍ وایي، چې د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حملې یو ملکی وګړی وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډيوته وویل، چې حمله د ماسپښین په یوې نیمې بجې د قابل بای په سیمه کې وشوه او هدف یې هم د بهرنیو ځواکونو موټر وو.

ستانکزي بهرنیوته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل.

ځینو لویدیځو اژانسونو ویلي، چې د حملې هدف د اروپایي ټولنې د پولیسو موټر وو.

طالبانو د دې حملې مسولیت اخستی او بهرنیو ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د کندهار د میوند ولسوالۍ پرامنېي قومندانۍ د وسله والو حمله پای ته ورسیده

د کندهار د میوند ولسوالۍ پرامنېي قومندانۍ د وسله والو حمله پای ته ورسیده.

د کندهار د میوند ولسوالۍ پرامنېي قومندانۍ د وسله والو حمله د پنځو حمله کوونکو د پولیسو د یوه افسر او څلور ملکیانو په وژل کیدو پای ته ورسیده.

د کندهارد پولیسو ویاند ضیا دراني ازادۍ راډیوته وویل چې نن یوولس نیمې بجې پنځو تنو حمله کوونکو د میوند ولسوالۍ پر امنېي قومندانۍ حمله وکړه چې ترشاوخوا یو ساعت مقاومت وروسته ټوله حمله کوونکي د پولیسو له خوا ووژل شول.

د دراني په وینا یوه حمله کوونکي لومړی د موټربم چاودنه کړې او څلورو نورو حمله کوونکو د پولیسو سره مقاومت کړی.

د پولیسو د ویاند په خبره په حمله کې د پولیسو یو افسر او درې ملکیان وژل شوي درې پولیس او څلور ملکیان ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا حمله کوونکو د پولیسو د نظامي یونیفورم څخه استفاده کړې.

د پیښې عني شاهدان او په پیښه کې ټپیان شوي کسان د کندهار میرویس روغتون را انتقال شوي، دوی ازادۍ راډیوته د پیښې په اړه وویل، چې حمله کوونکي په فلډر موټرکې راغلل څلور وسله وال ځیني راکښته شول او یو تن چې په موټرکې ناست وو ځان ته چاودنه ورکړه.

په عین حال کې د دولت وسله وال مخالفین چې د پیښې مسوولیت يې منلی د زیات شمېر پولیسو د وژل کیدو ادعا کوي.

دا په تیرو دوو میاشتو کې تر نسبي ارامي وروسته په کندهارکې د وسله والو طالبانو لومړنی حمله ده.

راپور - محمدصادق رښتینی – کندهار

پخواني:

د کندهار چارواکي وایي، د میوند ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ د طالبانو ډله ییزه وسله واله حمله د څلورو حمله کوونکو په وژنې پای ته ورسېده.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادۍ راډیو ته وویل، حمله نن له غرمې مخکې د یوې موټربم چاودنې په وسیله پيل او وروسته څلورتنه وسله وال د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته ننوتل.

نوموړی وايي، په دې جګړه کې د میوند د امنیې قومندانې د جنايي جرمونو مرستیال او څلور ملکیان وژل شوي او دغه راز درې سرتیري او څلور نورو ملکیان ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، حمله د دوی ملګرو کړې ده.

پخواني

د کندهارچارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ پرامنیې قومندانۍ ډله ییزه وسله واله حمله کړې ده.

د کندهار د سرپرست والي ویاند صمیم خپلواک ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله نږدې دولس بجې د یوې موټر بم چاودنې په وسیله پيل او وروسته څو تنه وسله وال امنیې قومندانۍ ته ننوتل.

صمیم وایي، چې تر اوسه د حمله کوونکو کره شمېرنه دی معلوم خو وایي، امنیتي ځواکونو یې تر اوسه درې کسان وژلي دي.

حمله کوونکي د امنیې قومندانۍ دننه د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.

تر اوسه امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، حمله د دوی ملګرو کړې ده.

د کابل د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې دا یوه انتحاري حمله ده.

که څه هم امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وايي چې په دې حمله کې څلورملکيان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په وینا دا حمله د بهرنیانو په یوه موټرشوې خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په تیرو دوو اونیو کې دا په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو نهمه پیښه ده چې څلور یي په نهمې امنیتي حوزې پورې په مربوطو سیمو کې شوي دي.

د دغه پېښې مسوولیت طالبانو په غاړه اخستی او ویلي یې دي چې په دغه حمله کې یې ډېر شمېربهرنیان وژلي دي.

پخواني:

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې دا یوه انتحاري حمله ده.

که څه هم امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وايي چې په دې حمله کې څلورملکيان وژل شوي او یو شمېرنور ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په وینا دا حمله د بهرنیانو په یوه موټرشوې خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په تیرو دوه اونیو کې دا په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو نهمه پیښه ده چې څلور یې په نهمې امنیتي حوزې پورې په مربوطو سیمو کې شوي دي.

هرات: په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي

د هرات په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي او اته ملکیان ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې د حمله کوونکو هویت او کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی.

نن غرمه مهال یوه ډله وسله وال د هرات د زوړ ښار اړوند د لیلامیو په کوڅه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او په حکومتي ودانیو ډزې کوي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې پولیس له دې وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د حمله کوونکو مشخص هدف څه دی؟

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندز په څارنوالۍ څلورو وسله والو ډله ییزه حمله وکړه، چې څارنوالانو او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پخوانی:

په هرات ښارکې یوه ډله وسله وال د لیلامیو کوڅې په سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځآیه په حکومتي ودانیو ډزې کوي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د هرات د چارواکو په حواله وایي، چې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او داسې ښکاري، چې د وسله والو شمیردې څلور تنه وي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د حمله کوونکو مشخص هدف څه دی؟

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کندز په څارنوالۍ څلورو وسله والو ډله ییزه حمله وکړه،چې څارنوالانو او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله کوونکي د پولیسو له جامونه په ګټې اخیستو دې ودانۍ ته ننوتلي دي.

حسیني وویل، چې د حمله کوونکو شمیر درې تنه دی، چې یوه یې انتحاري حمله کړې او دوه نور یې څارنوالۍ ته ننوتلي، چې پولیس ورسره په جګړه بوخت دی.

که څه هم ښاغلي حسیني د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو عیني شاهدان وایي، چې تراوسه یې د درې کسانو جسدونه لیدلي دي.

د دې حملې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

کندز: وسله والو مخالفینو د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله کوونکي د پولیسو له جامونه په ګټې اخیستو دې ودانۍ ته ننوتلي دي.

حسیني وویل، چې د حمله کوونکو شمیر درې تنه دی، چې یوه یې انتحاري حمله کړې او دوه نور یې څارنوالۍ ته ننوتلي، چې پولیس ورسره په جګړه بوخت دی.

که څه هم ښاغلي حسیني د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو عیني شاهدان وایي، چې تراوسه یې د درې کسانو جسدونه لیدلي دي.

د دې حملې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

دفاع وزارت: د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وایي، چې چاودنه نن سهار د ۷ بجو په شااوخوا کې د چهلستون اړوند د اقای علي شمس په سیمه کې د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټرشوې ده.

دغه ماین د سړک په غاړه کې ځاې پرځای شوی وو.

د دفاع وزارت ویاند وایي، چې په چاودنه کې شپږملکیان هم ټپیان شوي دي.

د چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG