د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۵

ځانګړی راپور

یو شمېر دیني عالمان جګړه او وینه تویونه په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې ناروا بولي.

دوی وايي، د اختر ورځې د محبت، یو بل منلو او له بغض د لیرېوالي خاصې ورځې دي.

د اختر ورځې د محبت، مینې، صمیمت او پخلاینې لپاره یو ښه فرصت دی.

دغه ورځې شپې مسلمانان د یو جشن، ښادۍ، پاکۍ او په خدای باندې د ایمان درلودو په نوم لمانځنه کوي.

یو شمېر دیني عالمان جنګ جګړې او تاوتریخوالی په ټولو ورځو په ځانګړې توګه په اختر او نورو مذهبي ورځو کې له الهي احکامو او نبوي سنت سره په ټکر کې بولي.

یو تن دیني عالم بابه جان سیغاني یې په اړه ازادي راډیو ته وايي:

"په ټولو ورځو کې د انسان وینه تویونه ناروا ده، په ځانګړې توګه په مذهبي ورځو کې، مسلمان باید د روزې او اختر ورځو شپو ته درناوی ولري، زیات ایاتونه موجود دي چې وايي، څوک چې یو مسلمان په ناحق ووژني، لکه ټول انسانان‌یې چې وژلي وي."

دیني عالمان داسې مهال جنګ جګړې او د انسان وینه تویېدنه نارواه بولي چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د ډېری قتلونو او ناحقه وژنو شاهد و.

همدا شان د اختر ورځې شپې داسې مهال له جنګ او جګړو پاکې بلل کېږي چې افغانان په تېرو کلونو کې د انتحاري حملو، چاودنو او وژنو قربانیان و.

ویل کېږي چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د فاریاب مرکز میمنې په ښار کې د لمونځ کوونکو په ځای کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شااوخوا ۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

همدا شان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د لوګر د وخت والي ارسلا جمال د لوی اختر په لومړۍ ورځ د مرکز پل علم د ښار په جامع جومات کې د لمانځه د ادعا کولو پر مهال په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

په دې وروستیو کې په کابل کې نږدې درې نیم زره دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له دواړو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

په پایله کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اته ورځنی اوربند اعلان کړ، یاد یو اوربند د روژې میاشتې له ۲۷مې نه د اختر تر ۵مې دوام کوي.

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

ورپسې وسله‌والو طالبانو هم د اختر درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

له بلې خوا یو شمېر دیني عالمان له هغې ډلې شمس‌الرحمن فروتن په قران‌کریم کې د انسان د وینې د تویېدو په اړه داسې وايي:

"متعال خدای فرمایلي، و لا تقتلو النفس التی حرم الله الا بالحق «تاسې مه‌وژنئ، هغه نفس مه‌قتلوئ چې خدای (ج) هغه قتل ناروا او حرم ګرځولای، مګر په حق سره، خدای (ج) فرمایلي تاسې اختلاف مه‌کوئ، که مو اختلاف وکړ الله (ج) مو قوت له‌منځه وړي."

یو شمېر عام افغانان هم وايي، د دیني مسئلې له مخې له موجب پرته په ناحقه د انسان وینه تویونه د خدای د قهر سبب ګرځي او پر هېواد باندې د بدبختۍ د نزول باعث ګرځي.

د عبدالصبور خسرو او قسیم سمندري په نومونو دوه تنه وايي، باید د اختر په ورځو کې د جګړې او کرکې پر ځای مسلمانان یو بل ته غېږ ورکړي.

دوی وايي:

"د یو بل منل باید یوازې تر اختر محدود نه‌شي، زموږ دین وايي مسلمانان سره وروڼه دي، په ځانګړې توګه د اختر په ورځو شپو کې دې د جګړې او انسان وژنې ګلیم ټول شي."

"د اختر په ورځو کې باید ټول مسلمانان لکه د وروڼو په څېر یو بل په غېږ کې ونیسي، ځکه اسلام وايي د اختر په ورځو کې باید جګړې او تاوتریخوالی یوې خوا ته شي که په کور دننه، بهر یا په سیاست او یا هم ټولنیز ډګر کې وي."

عام افغانان په جګړه کې له ښکېلو خواو غواړي چې کوچني اختر ته په احترام د سولې خبرې پيل کړي جنګ او انسان وژنه پای ته ورسوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د وخت د شوروي اتحاد د یرغلګرو ځواکونو د وتلو، له ورځې سره سمه ده.

افغان حکومت وايي، د شوروي ځواکونو یرغل او د جنګونو دوام، ډېرې زېربناوې ویجاړې او افغانستان‌یې د اقتصادي پرمختګ له کاروانه وروسته کړ.

۲۹ کاله وړاندې، د وخت د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه له افغانستانه ووتل، خو ترخې کیسې او ترخه یادونه‌يې لا پاتې دي.

افغان حکومت وايي، د دغو ځواکونو یرغل او ورپسې د جنګونو دوام، د دې لامل شو چې افغانستان درانه مادي او معنوي زیانونه وویني.

د افغانستان د اقتصاد د وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، په دغې موده کې د افغانستان لوی جوړښتونه لکه پوهنه، روغتیا او پوځ له‌منځه ولاړ او دغه هېواد یې اوس هم تاوانونه ګالي.

سهراب بهمن
سهراب بهمن

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره د وخت د شوروي اتحاد له یرغل وروسته او ورپسې د جنګونو دوام لامل شو چې مواصلات، اقتصادي فعالیتونه او لویې فابریکې لکه ګلبهار، جبل‌السراج، بست، د کور جوړونې تصدۍ او جنګلک له‌منځه لاړ شي."

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې د وخت د شوروي اتحاد له یرغل وروسته او ورپسې د جنګونو دوام، افغانستان ته څومره زیانونه اړولي، خو د اقتصادي چارو ځیني پوهان وايي، د دغو زیانونو اندازه میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

د دغه یرغل په نتیجه کې شااوخوا یو میلیون افغانان ووژل شول، درې میلیونه معلول او څه باندې پنځه میلیونه نورو هېوادونو ته کډه شول.

یو افغان معلول
یو افغان معلول

د ویلو ده چې د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه، افغانستان ته راننوتل او د افغانانو د ۱۰ کلن وسله‌وال مخالفت وروسته، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې پر ۲۶مه له دې هېواده ووتل.

افغانستان ته د شوروي پوځونو له راتګ سره سم، د دې هېواد جمهور رئیس حفیظ‌الله امین ووژل شو او ببرک کارمل‌يې ځای ونیو.

په همدې وختونو کې د افغانستان خلکو د هېواد په هره څنډه کې پاڅونونه وکړل.

له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته، ډاکتر نجیب‌الله د دغه هېواد جمهور رئیس شو.

له ده وروسته، سره له دې چې د مجاهدینو حکومت جوړ شو، خو په دغه هېواد کې جنګ پای ته ونه‌رسېد او ویجاړتیاو، لا پسې دوام وموند.

په دغه هېواد کې جنګ پای ته ونه‌رسېد.
په دغه هېواد کې جنګ پای ته ونه‌رسېد.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، افغانستان د پانګونې لپاره ډېرې زمینې لري او بهرني پانګه‌وال هم لېواله وو چې په دغه هېواد کې پانګې واچوي، خو د شوروي یرغل، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ خنډ شو.

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل:

"د روسانو راتګ د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی، ټول تأسیسات د دوی د جګړې له امله، له‌منځه لاړل، که په افغانستان کې له هماغه وخته جګړه نه‌وی، نن به هغو نړیوالو کمپنیو چې په هندوستان کې پانګونې کوي، په افغانستان کې به‌یې کولې."

پخوانی جهادي قوماندان قاضي محمد امین وقاد وايي، جنګ له روسانو څخه په میراث پاتې شو، خو د مجاهدینو مشران هم د یوې واحدې مفکورې د نشتوالي له امله ونه‌توانېدل چې د جنګ بدمرغۍ له‌منځه یوسي.

قاضي محمد امین وقاد
قاضي محمد امین وقاد

نوموړي زیاته کړه:

"د روسانو له وتلو نه وروسته هم مجاهدین په لنډ وخت کې بریالي نه‌شول څرنګه چې لازمه وه، یوه مستقله اداره جوړه کړي، د هېواد پوځي تأسیسات صفر او په کابل کې یو ځل بیا کورني جنګونه پیل شول او اقتصاد ترې زیان ولید."

افغانستان له ۱۳۵۷ لمریز کال را پدې خوا، له شوروي پلوه حکومتونو لکه د نور محمد تره‌کي، حفیظ‌الله امین، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب‌الله څخه رانیولې، بیا د مجاهدینو، طالبانو او تر نن نه پورې کابو ۴۰ کاله په جنګ کې ښکېل دی.

افغان چارواکي وايي، پخوا تر دې هېواد یوازې له روسانو سره په جنګ و، خو په دې وروستیو کلونو کې له شااوخوا ۲۰ سیمه‌ییزو او نړیوالو ترورېستې ډلو سره لاس او ګرېوان دی.

دغه چارواکي ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه به په دغه جنګ کې بریالي کېږي.

راپور: خان محمد سیند

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG