د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د وخت د شوروي اتحاد د یرغلګرو ځواکونو د وتلو، له ورځې سره سمه ده.
افغان حکومت وايي، د شوروي ځواکونو یرغل او د جنګونو دوام، ډېرې زېربناوې ویجاړې او افغانستانیې د اقتصادي پرمختګ له کاروانه وروسته کړ.
۲۹ کاله وړاندې، د وخت د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه له افغانستانه ووتل، خو ترخې کیسې او ترخه یادونهيې لا پاتې دي.
افغان حکومت وايي، د دغو ځواکونو یرغل او ورپسې د جنګونو دوام، د دې لامل شو چې افغانستان درانه مادي او معنوي زیانونه وویني.
د افغانستان د اقتصاد د وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، په دغې موده کې د افغانستان لوی جوړښتونه لکه پوهنه، روغتیا او پوځ لهمنځه ولاړ او دغه هېواد یې اوس هم تاوانونه ګالي.
نوموړي زیاته کړه:
"په خواشینۍ سره د وخت د شوروي اتحاد له یرغل وروسته او ورپسې د جنګونو دوام لامل شو چې مواصلات، اقتصادي فعالیتونه او لویې فابریکې لکه ګلبهار، جبلالسراج، بست، د کور جوړونې تصدۍ او جنګلک لهمنځه لاړ شي."
تر اوسه څرګنده نهده چې د وخت د شوروي اتحاد له یرغل وروسته او ورپسې د جنګونو دوام، افغانستان ته څومره زیانونه اړولي، خو د اقتصادي چارو ځیني پوهان وايي، د دغو زیانونو اندازه میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.
د دغه یرغل په نتیجه کې شااوخوا یو میلیون افغانان ووژل شول، درې میلیونه معلول او څه باندې پنځه میلیونه نورو هېوادونو ته کډه شول.
د ویلو ده چې د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه، افغانستان ته راننوتل او د افغانانو د ۱۰ کلن وسلهوال مخالفت وروسته، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې پر ۲۶مه له دې هېواده ووتل.
افغانستان ته د شوروي پوځونو له راتګ سره سم، د دې هېواد جمهور رئیس حفیظالله امین ووژل شو او ببرک کارمليې ځای ونیو.
په همدې وختونو کې د افغانستان خلکو د هېواد په هره څنډه کې پاڅونونه وکړل.
له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته، ډاکتر نجیبالله د دغه هېواد جمهور رئیس شو.
له ده وروسته، سره له دې چې د مجاهدینو حکومت جوړ شو، خو په دغه هېواد کې جنګ پای ته ونهرسېد او ویجاړتیاو، لا پسې دوام وموند.
د اقتصادي چارو پوهان وايي، افغانستان د پانګونې لپاره ډېرې زمینې لري او بهرني پانګهوال هم لېواله وو چې په دغه هېواد کې پانګې واچوي، خو د شوروي یرغل، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ خنډ شو.
د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل:
"د روسانو راتګ د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی، ټول تأسیسات د دوی د جګړې له امله، لهمنځه لاړل، که په افغانستان کې له هماغه وخته جګړه نهوی، نن به هغو نړیوالو کمپنیو چې په هندوستان کې پانګونې کوي، په افغانستان کې بهیې کولې."
پخوانی جهادي قوماندان قاضي محمد امین وقاد وايي، جنګ له روسانو څخه په میراث پاتې شو، خو د مجاهدینو مشران هم د یوې واحدې مفکورې د نشتوالي له امله ونهتوانېدل چې د جنګ بدمرغۍ لهمنځه یوسي.
نوموړي زیاته کړه:
"د روسانو له وتلو نه وروسته هم مجاهدین په لنډ وخت کې بریالي نهشول څرنګه چې لازمه وه، یوه مستقله اداره جوړه کړي، د هېواد پوځي تأسیسات صفر او په کابل کې یو ځل بیا کورني جنګونه پیل شول او اقتصاد ترې زیان ولید."
افغانستان له ۱۳۵۷ لمریز کال را پدې خوا، له شوروي پلوه حکومتونو لکه د نور محمد ترهکي، حفیظالله امین، ببرک کارمل او ډاکتر نجیبالله څخه رانیولې، بیا د مجاهدینو، طالبانو او تر نن نه پورې کابو ۴۰ کاله په جنګ کې ښکېل دی.
افغان چارواکي وايي، پخوا تر دې هېواد یوازې له روسانو سره په جنګ و، خو په دې وروستیو کلونو کې له شااوخوا ۲۰ سیمهییزو او نړیوالو ترورېستې ډلو سره لاس او ګرېوان دی.
دغه چارواکي ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه به په دغه جنګ کې بریالي کېږي.
راپور: خان محمد سیند