د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۹

ځانګړی راپور

ارشیف.
ارشیف.

'کووایډ-۱۹' یا کرونا ویروس څنګه خپرېږي او څنګه ځانونه ترې ساتلی شئ؟

د کرونا ویروس یا 'کووایډ-۱۹' مثبتې پېښې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په چین کې ثبت شوې.

دا ویروس د کرونا ویروسونو د کورنۍ یوه نوې ډله ده چې د انسانانو په تنفسي سیستم برید کوي او په سخت حال کې د ناروغ په مرګ تمامېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دا ویروس له یوه انسانه بل انسان ته هغه وخت انتقالېږي کله چې په دې ویروس ککړ انسان ټوخېږي، پرنجېږي یا غږېږي.

  • د روغتیا د نړیوال سازمان معلوماتي وېډیو

خطر هغه وخت زیات دی چې د ناروغ له خولې او پوزې باد شوي د اوبو واړه څاڅکي د مخامخ یا شاوخوا خلکو په خولو یا پوزو کېني.

د اوبو دا واړه څاڅکي درانه دي او په هوا کې ډېر نه‌پاتې کېږي. ایله تر یوه متره ولاړ شي او بیا په ځمکه غورځي، نو ځکه هم له ناروغ سره نږدې تماس په ویروس د ککړېدو یو اصلي علت بلل کېږي.

په بېلابېلو سطحو باندې د ویروس د پاتې کېدو موده لا نه‌ده مشخصه شوې، نو دا به ښه وي چې په منظمه توګه بېلابېلې سطحې لکه د کار مېز، دروازې او کړکۍ د عفونت ضد اوبلنو موادو، ژېل یا سپرې باندې پاکې شي.

پاسنۍ سپارښتنه هغه ځای کې چې کوم څوک په‌کې په ویروس اخته شوی وي اشد ضرورت بلل کېږي.

د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي وسایل، ماسکونه او اوبلن مواد.
د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي وسایل، ماسکونه او اوبلن مواد.

د ویروس د انتقال بله لویه لار د انسان خپل لاسونه دي.

په داسې وضعه کې چې کرونا ویروس ټول انسانان ګواښي ښه ده چې لاسونه بېرته سترګو، پوزې او خولې ته ورنه‌وړل شي ځکه که چېرته لاس په ویروس ککړ سطحه لګېدلی وي مستقیماً ویروس انسان ته انتقالوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سپارښتنو له مخې بهتره ده چې د ټوخي یا پرنجي په وخت خپله څنګله قات کړئ او پرنجی یا ټوخی وکړئ په دې سره تر ډېره په فضا کې د ویروس د خپرېدو مخه نیول کېږي.

بله ښه لار دا ده چې کله ټوخېږئ یا پرنجېږئ له کاغذي دستماله کار واخلئ او کله مو چې ټوخی یا پرنجی ختم شو دستمال سمدستي په یو سرتړلي سطل کې غوځار کړئ.

د 'کووایډ-۱۹' یا کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بله لار دا ده چې لاسونه په منظمه توګه د عفونت ضد اوبلنو موادو، صابون او ګرمو اوبو باندې ووینځئ.

د ماسک کارول هم یو له وقایوي تدابیرو څخه دی
د ماسک کارول هم یو له وقایوي تدابیرو څخه دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ښه ده لاسونه مو تر یوې دقیقې په اوبو او صابون باندې ووینځئ.

د دغه سازمان رئیس ډاکتر تدروس ادهانم په خپله د لاسونو د وینځلو یوه وېډیو ډکه کړې او خلکو ته‌یې ویلي چې څنګه لاسونه پرېولي.

ښاغلی ادهانوم وايي: "څو عملي لارې دي چې ترسره کولای یې شئ څو ځانونه له نوي کرونا ویروسه خوندي وساتئ. تر ټولو مهمه یوه لاره منظمه، ښه او مؤثره لاس هایجین کول یا پرېولل دي. د دې کار لپاره صابون او اوبه کارولی شئ او یا بله هر ډول د لاس وینځلو مایع چې الکهولي ترکیبات په‌کې وي."

  • د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ښيي چې لاسونه څنګه پرېولل شي

د لاسونو د وینځلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان لاندې طریقې وړاندې کوي؛

· لومړی مو په لاسونو مایع یا صابون وموښئ

· ورغوی په ورغوي مو لاسونه سره وموښئ

· د دواړو لاسونو ګوتې مو سره ورولئ څو یې منځونه وموښل شي

· د لاسونو شا په صابون وموښئ

تر دې ټولو کارونو وروسته مو په لاسونو ښې اوبه تېرې کړئ او په اخر کې یې وچ کړئ چې هم ځان له خطره وباسئ او هم نورو ته زحمت جوړ نه‌کړئ.

د کرونا ویروس بڼه
د کرونا ویروس بڼه
  • 'کووايډ-۱۹' څنګه له يو کس څخه بل ته خپرېږي؟

کرونا ويروس معمولاً د تنفس له لارې له يوه کس نه بل ته خپرېږي. د ناروغ د پرنجېدو، ټوخي يا عادي تنفس په مهال له خولې او پوزې څخه ويروس د تنفسي څاڅکو به بڼه خورېږي، نو کېداي شي نور کسان ورباندې اخته شي.

  • ايا امکان لري چې د مشکوک کس د وينې لابراتواري معاينه لومړی ځل منفي، خو وروسته مثبته وي؟

د اخته کېدو په لومړيو مراحلو کې دا امکان شته چې ويروس و‌نه‌پېژندل شي. د يوه کس سمپل د معاينې منفي نتيجه چې د بيماري نښې په هغه کې لیدل کېږي کېداي شي په دې معنی وي چې (کووايډ-۱۹) د هغه د اوسنۍ ناروغۍ علت نه‌دی.

د کرونا ویروس سمپل
د کرونا ویروس سمپل
  • ايا يو کس چې د (کووايډ-۱۹) ناروغۍ له کبله قرنطين شوی امکان لري دغه ناروغي نورو ته انتقال کړي؟

د (کووایډ-۱۹) د قرنطين موده ۱۴ ورځې ده او له هغې ورځې پيلېږي په کومه چې روغ کس ناروغ سره لومړی ځل مخامخ شوی.

يعنې ويروس په بدن کې په ۱۴ ورځو کې تکاثر کوي او ځان خوروي او نښې يې په ناروغ کې څرګندېږي.

هغه کس چې د قرنطين موده تېره کړې وي نورو ته د ناروغۍ د انتقال خطر ځکه نه‌پېښوي چې په دې ۱۴ ورځو کې په ناروغۍ مبتلا شوی نه‌دی.

ایټالیا د قرنطین په حال کې.
ایټالیا د قرنطین په حال کې.
  • ايا امېنداورې ښځې په ډېرې اسانۍ په دې ناروغۍ اخته کېداي شي؟

اوس‌مهال نه‌پوهېږو چې ايا امېندوارې ښځې نسبت نورو کسانو ته په دې ناروغۍ ډېرې اخته کېدای شي کنه. دا هم څرکنده نه‌ده چې که اخته شي نازک حالت سره مخامخ کېږي کنه. امېندواره ښځې خپل بدن کې يو لړ بدلونونو سره مخامخ کېږي چې امکان لري په ځينو عفوني حالاتو د ابتلا خطر زيات کړي.

(کووايډ-۱۹) ته د ورته ويروس يا د ويروسي تنفسي عفونت لکه د زکام يا والګي سختې بيمارۍ باندې د ښځو د ابتلا چانس نسبتاً زيات دی.

  • که چېرې د داسې يو کس جنازې ته ورشم چې د کرونا له کبله مړ شوی ايا ځان له خطر سره مخامخ کوم؟

خلک بايد د هغه کس په جسد چې د (کووايډ-۱۹) له کبله مړ شوی لاس ونه‌وهي.

کله چې جسد د طبيبانو په لارښوونه د لیدو لپاره اماده شي د مړي د لمس ځينو مواردو لکه لاس نيولو او په غېږ کې اخيستلو څخه د ويروس د خورېدو احتمال کم دی.

د امکان تر حده بايد د نورو کړو وړو لکه د مړي ښکلولو، مینځلو او تکفين څخه د جسد د اماده کولو، تر هغه مخکې او يا وروسته بايد ډډه وشي.

که چېرې د مړي مينځل او تکفين د مهمو مذهبي فرهنګي مراسمو څخه وي، نو کورنۍ په دې هکله بايد د ټولنې مذهبي او اجتماعي مشرانو سره هماهنګي او مشوره وکړي ترڅو خطر سره د خلکو د مخ کېدو چانس د امکان تر حده کم شي.

په ایټالیا کې د کرونا له امله د یو مړ شوي کس تابوت
په ایټالیا کې د کرونا له امله د یو مړ شوي کس تابوت
  • ايا کرونا ويروس د يخچال شويو خوړو په شمول د خوراکي موادو له لارې خورېدای شي؟

تر اوسه داسې کوم دليل نه‌دی ترلاسه شوی چې (کووايډ-۱۹) ويروس به د خوراکي موادو له لارې خور شوی وي.

ځکه چې عموماً کرونا ويروس د يوې سطحې دپاسه د کمې مودې لپاره ژوندی پاتې کېدای شي، نو د خوراکي محصولاتو يا هغو خوړو له لارې يې د خورېدو احتمال چې څو ورځې يا اوونۍ د محيط د حرارت په درجه کې يا د اوږدې مودې لپاره په يخچالونو او بستو کې بند ساتل کېږي، ډېر کم دی.

  • ايا وارداتي محصولات په (کووايډ-۱۹) باندې د اخته کېدو خطر لري؟

تر اوسه داسې دليل نه‌دی ترلاسه شوی چې (کووايډ-۱۹) به د وارداتي محصولاتو له لارې خور شوی وي.

د کرونا ویروس څخه د وقایعې لپاره ماسکونه او مکروب ضد مایع
د کرونا ویروس څخه د وقایعې لپاره ماسکونه او مکروب ضد مایع
  • ايا د هوا ګرمېدل به د (کووايډ-۱۹) د خورېدو مخه ونيسي؟

تر اوسه جوته نه‌ده چي ايا موسم او د تودوخې درجه د (کووايډ-۱۹) په خورېدو کوم تأثير لري کنه.

نور ويروس لکه زکام او انفلوونزا اکثر د سړو موسمونو په مياشتو کې خورېږي، خو معنی یې دا نه‌ده چې په نورو مياشتو کې څوک ورباندې نه‌اخته کېږي. تر اوسه جوته نه‌ده چې د هوا په تودوخي سره به د (کووايډ-۱۹) خورېدل کم شي کنه.

د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره د لومړنیو تدابیرو په توګه دوا پاشل.
د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره د لومړنیو تدابیرو په توګه دوا پاشل.

د (کووايډ-۱۹) د خپرېدو د قابليت، شدت او نورو ځانګړتياوو د تشخيص لپاره لازياتو معلوماتو ته اړتيا ده او تحقيقات روان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG