ازادي راډیو په دې ولایت کې له شااوخوا ۲۰ داسې ښځینه ژورنالېستانو او د نورو دولتي یا نادولتي ادارو له ښځینه کارکوونکو سره په مستقیم یا غیر مستقیم تماس کې معلومه کړې چې یا یې له دندو استعفاوې کړي، یا دفتر او کارځای ته تګیې پرېښی او یا په یو مخ له ننګرهار تښتېدلې دي.
سایره سلیم ننګرهار مېشتې خبریاله له اوونیو راهیسې خپلې دندې ته نهده تللې. هغه وايي، پر ښځینه ژورنالېستانو او نورو کارکوونکو وروستیو بریدونو د ښځو لپاره ډېره ستونزمنه کړې چې له کوره ووځي.
پر ښځو پرلهپسې بریدونو دغلته ټولې هغه ښځې چې کار او دندهیې درلوده وېرولي: "په داسې حالاتو که له هر چا زموږ وېره کېږي چې دا به اوس موږ ووژني. یا به بله وژنه کې زما نوبت وي. د تېرو دې څو وژنو راپدېخوا ډېرو ښځینه کارمندانو هغه که د ژونالیزم برخه کې یې کار کاوه که نورو برخو کې وې، ډېرو استعفاګانې ورکړي او په کورونو ناستې دي."
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو د برخې رئیس ذبیحالله فرهنګ ازادي راډیو ته ویلي "د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۱۴ ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۲۲ نورې ژوبلې شوې دي."
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، د ځینو پېښو عاملینیې نیولي دي، خو زیاتوي چې دوی څو وړې او پټې هستې لري. د ښاغلي امرخېل په وینا د سلګونه زرو کسانو په منځ کې د بېدفاع ښځو په نښه کول د دې وسلهوالو لپاره تر ټولو اسانه هدف دی چې فکر کوي هم پرې په اسانۍ برید کولای شي او هم په رسنیو کې پراخ انعکاس کوي.
په ننګرهار کې له هماغه پیل راهیسې په اچین او څو نورو ولسوالیو کې د داعش وسلهواله ډله فعاله وه. دا وسلهوال وروسته له طالبانو او حکومت سره په جګړو کې کمزوري او ډېر یې حکومت ته تسلیم شول.
د ننګرهار چارواکي وايي که څه هم دا مهال د داعش ډله په کومه سیمه څرګند واک نهلري، خو په وړو او پټو ډلګیو کې لا هم خواره واره فعالیتونه کوي.
رحیمي وايي، که د حکومت امنیتي ادارو هغه مهال د ده د خور د قاتلانو د نیولو لپاره جدي او پراخ اقدامات کړي وی، اوس به میاشت وروسته درې نورې واکسیناتورانې نهوژل کېدلې.
هغه وايي د ده د خور او ځینو نورو ښځینه فعالانو قضیې رسنیزې شوې ځکه پاملرنه ورواوښته، خو په وینا یې په ننګرهار کې د دا ډول قتلونو، تښتونو او ګواښونو ډېرې پېښې موجودې دي چې څوک ترې خبرېږي هم نه.
لطفاً د ښځو حضور په خپله ټولنه کې ومنئ
هارون رحیمي که څه هم وویل چې په دې ولایت کې د ښځو د خوندیتوب لپاره د دولت له اقداماتو نهیلی دی، خو وايي: "زه له خپل ولس څخه غواړم چې لطفاً د ښځو حضور په خپله ټولنه کې ومنئ او له ښځو سره یوځای دا ټولنه جوړه کړئ. موږ د ټولنې په هره برخه کې د ښځو ګډون ته اړتیا لرو او که موږ دا ګډون ونهمنو، نهیې دولت کولای شي، نهیې امریکا کولای شي او نه بل ځواک."