د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۶

ځانګړی راپور

عبدالاحد مومند
عبدالاحد مومند

په کال ۱۹۸۸ کې بیا عبدالاحد مومند د لومړنۍ افغان په توګه فضاه ته لاړ او له هغه يې ځایه يې د افغانستان عکاسي وکړه.

د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګسټ نهه ویشتمه نېټه او د سهار نږدې څلورنیمې بجې وې چې د قزاقستان له بایکانورفضايي اډې نه یوې بېړۍ د فضا پر لور حرکت وکړ.

په دې فضايي بېړۍ کې لومړنۍ افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند سپور و اوغوښتل یې په فضا کې د روسیې له فضايي تمځای میرسره یوځای شي او هلته له دوو نورو ستور مزلو سره په خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پیل وکړي.

ښاغلي مومند ویلي و چې فضا ته سفر یې ۸ ورځې او شپې، ۲۰ ساعته او ۲۶ دقیقې وخت ونیوه او په دې موده کې يې ورسپارل شوی ماموریت سرته ورساوه.

د کانونو، اوبو زلزلې پېژندنې او ځمک پوهنې برخه کې د څېړنو لپاره د افغان خاورې عکاسي کول يې مهمې دندې وې.

د عبدالاحد مومند دا فضايي سفرهغه مهال افغانانو د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون پر ښیښه لېدل.

د افغانستان د وخت ولسمشر نجیب الله ورسره له کابله ټیلیفوني خبرې وکړې او هیله يې وښوده چې کاشکې ده هم کولای شوای له فضا څخه افغانستان وویني: "عبدالاحد باید تاسې ته ووایم چې دا وخت له هر افغان سره دا هیله پیدا کېږي چې کاشکې له فضا نه موږ خپل هېواد لیدلای وای، دا به خامخا ډېره ښکلې منظره وي، افغانستان د هندوکش د لوړو څوکو چې په واورو ډکې دي او شنو ورشوګانو، زرغونو درو او پراخه دښتو په درلودلو سره له هرځایه ښایسته ښکاري."

د افغانستان د وخت ولسمشر نجیب الله
د افغانستان د وخت ولسمشر نجیب الله

ښاغلي مومند له فضا نه ولسمشر نجیب الله ته ډاډ ورکړ چې ورکړل شوی ماموریت به په بریالي ډول سرته ورسوي: "ډېر محترم ملګری نجیب الله زه عبدالاحد لکه څنګه مې چې مخکې له پروازه ژمنه کړې وه اوس هم ژمنه کوم چې دا د شمشاد پروګرام به په ډېر ښه شکل سرته ورسوم او اماده یم که نورکوم پروګرامونه وي او ماته د راډیو ګرام په وسیله راکړل شي هغه به هم سرته ورسوم."

نن د اپریل دولسمه فضا ته د ختلو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په ۱۹۶۱ میلادي کال کې روسیې یوري ګاګارین د نړۍ لومړۍ کس و چې فضا ته يې سفر وکړ، هغه وخت عبدالاحد مومند درې کلن و.

له دې وروسته په کال ۱۹۶۹امریکايي ارمسټرانګ، لومړی کس و چې سپوږمۍ کې پیاده شو.

هغه په سپوږمۍ کې له قدم ایښودولو سره یوه مشهوره جمله وویله: "دا د انسان لپاره یو کوچنی قدم دی، خو د بشریت لپاره یو ستر ګام دی. "

ښايي هغه مهال دا د خلکو په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره له تصوره لېرې او د نه منلو خبره وه، خو افغان عبدالاحد مومند د افغانانو دا تصورات په رښتینولی بدل کړل.

ښاغلی مومند هغه مهال نړیوال شهرت پیدا کړ او په کوردننه په اتل بدل شو.

کابل ته د راتګ پرمهال يې خلکو تود هرکلی وکړ.

عبدالاحد مومند ویلي و: "کله چې فضا ته ورسېدم، ځمکې ته مې یو نظر وکړ او له ځان سره مې وویل چې دا ستوری زموږ ګډ کور دی او باید موږ یې له یو بل سره څنګ په څنګ ساتنه وکړو او په ارامۍ په‌کې ژوند وکړو."

نوموړی دغه شان فضا ته د رسېدو لپاره د خپل ورکړل شوي ماموریت پ مهال رسنیو سره په خبرو کې ویلي: "کومه دنده چې ماته راکړل شوې د یو افغان په توګه باید ما سرته رسولای وای، دا یو ډېره لویه او پر مسولیته دنده وه، ما د زړه له کومې غوښتل چې دا دنده سرته ورسوم او احساس د خوشحالۍ مې کاوه."

دی چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال جرمني ته کډوال شوی دی او اوس‌مهال له خپلې مېرمنې او درې اولادونو سره په هلته ژوند کوي.

هغه په ۲۰۱۳ کال کې چې فضا ته د سفر ۲۵ کلونه‌یې پوره شوي وو، افغانستان ته راغی او د وخت د چارواکو له لوري ډېر وستایل شو.

جنرال عتیق‌الله امرخېل چې هغه مهال د افغانستان د هوايي پوهنتون رئیس و، وايي چې ښاغلی مومند او محمد دوران له ۴۰۰ کسانو له منځه وټاکل شول، روزنه‌یې ولیدله خو وروسته ښاغلی مومند وټاکل شو چې فضا ته سفر وکړي.

جنرال عتیق‌الله امرخېل
جنرال عتیق‌الله امرخېل

ښاغلي امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې فضا ته د مومند سفر د افغانستان لپاره تل‌پاتی ویاړ دی.

هغه زیاته کړه: "لومړی ځل یو افغان ځوان د ټولو ستونزو سربېره هم فضا ته ولاړ، هغه د سپوږمۍ له نږدې څخه د ځمکې کُره ولیدله او څو ثانیې د افغانستان پرسر ولاړ و. د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب له هغه سره خبرې وکړې او دا واقعاً د افغانانو لپاره ویاړ و."

دی وايي، په دې سره دا ثابیتېږي چې هغه مهال افغانستان څومره پیاوړی هوايي ځواک درلود چې له ستونزو سره-سره يې پیلوټ فضا ته سفر وکړ.

دی ټینګار کوي چې هغه مهال د افغانستان هوايي ځواک د سیمې په کچه بې ساری وو او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ترې په وېره کې وو.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د روانې حمل میاشتې په شلمه یوه روسي کښتۍ چې دوه روسان او یو امریکایي ستورمزلي په‌کې وو له قزاقستانه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه.

دا په نړۍ کې د لومړنۍ ستور مزلي روسیي ګاګارین ته د درناوي په پار فضا ته پورته شوه.

دا مهال څلور امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی ستورمزلی په نړیوال فضایي سټېشن کې دي.

د غزني د ختم المرسلین  جومات
د غزني د ختم المرسلین جومات

د غزني ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د اتلس جامع جوماتونو د جوړولو خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ له مرکز کابله په دې موخه یو پلاوی راغلی وو، څو د دغه جوماتونو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، راغلي پلاوي په غزني کې له سیمه ییزو چارواکو سره د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي ادارې له روانو پروژو، په ځانګړي ډول په ښار او ۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو جوماتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده

د ښاغلي جمعه زاده په خبره، د ليدنې پر مهال په ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ پر چټکتیا ټینګار وشو: "پلاوي له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل چې باید په خپلو کارونو کې سستیا ونه کړي او هغه ټولې پروژې چې تطبیقيږي باید په چټکۍ سره حل شي."

چارواکو نه دي ویلي چې پر دغه جوماتونو به څومره لګښت راځي؟

په غزني کې ځینې د نظر خاوندان او دیني عالمان د جمهوري ریاست په ټوله کې د دولت د دغه ډول کړنو ستاینه کوي.

د علماوو شورا رئیس محمد اسماعیل روحاني ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید د جوماتونو ترڅنګ علماء وروزي او دیني مدرسې هم جوړې کړي.

د علماوو شورا رئیس محمد اسماعیل روحاني
د علماوو شورا رئیس محمد اسماعیل روحاني

د روحاني په خبره، له دغه ډول کارونو سره د دولت او ملت ترمنځ فاصله ختمېږي.

دی وايي: "دا د ولس او د حکومت تر منځ د واټن په راکمولو کې واقعاً چې یو مثبت ګام دی، خدای دې وکړي چې ولسمشر څو چنده د دغه مسجدونو د نظام په چوکاټ کې جید، برجسته، وطندوسته، دین پاله او حقپاله علماء هم جوړ کړي، د ممبر جوړېدل، د محراب جوړېدل، د هغه لپاره هغه څوک چې د ممبر وارث دی لکه علماء دین د هغوی جوړېدل تر مساجدو ډېر مهم بولم."

مولوي محمداسماعیل روحاني وايي، له وسله والو طالبانو غوښتنه کوو چې د دغه جوماتونو د جوړولو ترڅنګ د ټولو پراختیايي پروژو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

په غزني کې د سرکارېز جومات
په غزني کې د سرکارېز جومات

چارواکي وايي، د جمهور رئيس محمداشرف غني په ځانګړي پېرزوینې د غزني په مرکز او ولسوالیو کي د جوړېدونکو یو شمېر جوماتونو کارونه پیل شوي، خو په ناامنه ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د اجازې نه ورکولو او په ځینې نورو سیمو کې د تخنیکي ستونزو له کبله دغه چارې ځنډېدلې دي.

دوی وايي، د ځايي قومي مشرانو په منځګړیتوب په ناامنه ولسوالیو کې د ستونزو د له منځه وړلو هڅې روانې دي، څو پاتې ولسوالیو کې ژر تر ژره دغه چارې پيل شي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي، که له دغه جوماتونو څخه د سیاسي ګټې په توګه استفاده نه کېږي، دوی به یې د جوړېدو اجازه ورکړي.

په غزني کې د سرکارېز حومات
په غزني کې د سرکارېز حومات

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دغه جوماتونو د جوړولو شفافیت او سټنډرډ به په نظر کې نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې هم په غزني ولایت کې په هغه سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي ډېری جوماتونه جوړ شوي او یا بېرته رغول شوي دي، خو ځینې یې په دې خاطر چې دغه د دولت او یا هم ځینو نړیوالو موسساتو په پیسو جوړ کړل شوي، وسله والو طالبانو نړولي او یا سوځولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG