د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

خبرونه

مېلر: اسراييل د حزب‌الله پر وړاندې ځينې مهم هدفونه ترلاسه کړي

متيومېلر
متيومېلر

د متحدایالتونو حکومت ویلي چې، اسراییل په لبنان کې د حزب‌الله د وسله‌‌والې ډلې پر وړاندې په جګړه کې ځینې مهم هدفونه ترلاسه کړي دي او له همدې امله د جګړې د پای ته رسېدو امکان شته.

د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومېلر د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه څه چې دوی لیدلي دا دي چې اسراییل خپلو یوشمېر مهمو هدفونو ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، دوی په تېرو دوو میاشتو کې لیدلي چې اسرايیل د حزب‌الله د امکاناتو په له‌‌‌منځه وړلو کې بریالی عمل کړی دی.

له همدې امله باور لري، اوس هغه پړاو دی چې د یو ډیپلوماتیک حل لپاره کار وکړي.

د متحدایالاتو ځانګړی استازی د منځني ختیځ په چارو کې اموس هاکسټین هڅه کوي چې، د اوربند لپاره خبرې اترې پر مخ بوځي.

د راپورونو له‌‌مخې، نوموړی د چهارشنبې په ورځ اسرايیل ته رسېدلی دی او ټاکل شوې چې د اسرايیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وویني.

د کېلې په وسيله جوړ شوی يو هنري اثر په څه باندې شپږميليونه ډالره وپلورل شو

هنري اثر
هنري اثر

یو هنري اثر چې د یوې ساده کېلې په مرسته جوړ شوی او د ټېپ په وسیله په دېوال پورې نښلول شوی و، د نومبر په ۲۰مه د نیویارک په یوه لیلام کې په ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالره وپلورل شو.

دغه اثر چې "کومدین" نومېږي، ایټالیايي هنرمند موریزیو کاتیلان جوړ کړی و.

دا اثر په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د میامي په "آرت بازل" ساحل کې نندارې ته وړاندې شو.

دا یوه په زړه‌پورې پېښه وه چې نندارچیانو یې هڅه کوله معلومه کړي چې آیا دا زېړه مېوه چې په سپین دېوال نښلول شوې، یو طنز دی که‌نه.

په پای کې یوه بل هنرمند کیله له دېواله لیرې کړه او ویې خوړله.

دې اثر دومره ډېر پام ځان ته واړاوه چې درې نسخې یې له ۱۲۰ زره څخه تر ۱۵۰ زره ډالرو پورې وپلورل شوې.

اوس، پنځه کاله وروسته د ډیجیټلي اسعارو د پلیټ‌فارم (TRON) بنسټګر جاستین سان د ساتبې په لیلام کې د دې اثر د اصالت تصدیق د ۴۰ برابره لوړې بیې په بدل کې ترلاسه کړ.

په‌‌‌دې توګه، هغه اوس دا حق لري چې یوه کیله په دېوال پورې ونښلوي او هغه "کومدین" بولي.

پر سوريه د اسراييل بريد؛ ۳۶کسان وژل شوي او ۵۰ ټپيان دي

پر سوريه د اسراييل د بريد يو انځور
پر سوريه د اسراييل د بريد يو انځور

د سوریې د دفاع وزارت وایي چې، د دغه هېواد پر پالميرا ښار د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

پالمیرا ښار د تاریخي ابدو او میراثونو د درلودو له کبله مشهور دی.

په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار یو بنسټ بیا ویلي چې، د اسراییل په هوایي بریدونو کې چې تېره ورځ شوي، ۶۱ تنه وژل شوي دي.

اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په تړاو تبصره نه‌‌‌کوي، خو وړاندې یې په زغرده ویلي، اجازه نه ورکوي چې دغلته ایران خپلې نیابتي ډلې پراخه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د نومبر په شلمه ۸۲ کلن شو

د امريکا ولسمشر جوبايډن
د امريکا ولسمشر جوبايډن

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو برحاله ولسمشر یا د وسله‌‌‌والو ځواکونو اعلی سر قومندان یې دغه عمر ته رسیږي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې، د بایډن د ورځنیو چارو په مهال‌‌‌‌‌وېش کې داسې عمومي غونډې او لیده کاته نه‌‌‌‌دي شامل.

بایډن د نومبر د پنځمې نېټې له ولسمشریزو ټاکنو نه هم په ظاهره د عمر د زیاتوالي او پر هغه د رایه ورکونکو د نه باور له کبله په شا شو.

هغه خپله مرستیاله کامالا هریس د ډیموکرات ګوند نومانده کړه چې، د جمهوري غوښتونکي ډونالډټرمپ په وړاندې یې ماتې وخوړه.

راپور کې راغلي چې، ډونالډټرمپ به د ۲۰۲۹ کال په جنورۍ کې چې واک بل ولسمشر ته سپاري، د عمر په لحاظ له بایډن نه هم پوخ عمره ولسمشر او سن به یې د ۸۲ کلونو او ۷ میاشتو وي.

امريکا غزه کې د اوربند په اړه د ملګروملتونو د امنيت شورا پرېکړه‌ليک رد کړ

د امنيت شورا د ناستې يو انځور
د امنيت شورا د ناستې يو انځور

د امریکا متحدایالتونو پرون چهارشنبه په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌‌‌لیک ویټو یا رد کړ.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، متحدایالتونو ځکه دغه پرېکړه‌‌‌لیک رد کړی دی، چې په وینا یې د برمته شویو اسراییلیانو د سم‌لاسي خلاصون یادونه په‌کې نه‌‌ده شوې.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځلس غړو له ډلې یوازې امریکا دا پرېکړه‌‌لیک نه‌‌دی منلی، حال دا چې لویو متحدانو یې، لکه بریتانیا او فرانسې پرېکړه‌‌‌‌لیک ته مثبته رایه ورکړې ده.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا دوه نیم سوه اسراییلیان غزې ته برمته کړل.

لسګونه دغه برمته شوي د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال له فلسطیني بندیانو سره تبادله او یوشمېر نور د پوځي عملیاتو پایله کې خوشې شوي، خو له سلو ډېر یې لا هم هلته پاتې دي.

ایټالیا هغو کسانو ته چې سم موټر نه چلوي سخته جریمه ټاکلې ده

ايټاليا کې يو موټر
ايټاليا کې يو موټر

په دغه هېواد کې پروسږکال درې زره کسانو د ترافیکي پېښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایټالیا نوي ترافیکي مقررات د دغه هېواد مشرانو جرګې پرون تصویب کړل.

په دغو کې یوه مقرره دا ده چې، د موټر چلولو په وخت د چلونکي په یوه لیتر وینه کې باید الکحول تر صفر اعشاریه پنځو زیات نه وي.

هغه کسان چې په وینه کې یې د الکحولو مقدار تر دې ډېر وي تر دوه زره یورو پورې به جریمه شي.

د دې قانون له‌‌مخې که چېرته د الکحولو اندازه د یوه چلونکي په وینه کې د موټر چلولو پرمهال لږ څه زیاته وي ممکن تر شپږ میاشتو پورې زنداني شي.

د نوي قانون له‌‌مخې هغه کسان چې د موټر چلولو پرمهال یا په ټليفون خبرې کوي یا چټ کوي، تر زرو یورو پورې جریمه کېږي او که دا کار تکرار شي جریمه به یې نوره هم لوړه شي او د درې میاشتو په مخه به یې لایسنس هم بند شي.

کرزی: د سیمې هېوادونه دې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې او ابتکار وکړي

حامدکرزی
حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره د لیدو پرمهال ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه دې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې او ابتکار وکړي.

حامد کرزي له ښاغلي قُمي سره پرون په کابل کې د لیدو پرمهال دا خبره وکړه، خو د ایراني رسنیو په وینا ښاغلي کرزي د دې هڅو او ابتکار په اړه جزییات نه‌‌دي ورکړي.

کاظمي قُمي پرون د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو د سرپرست وزیرانو په ګډون د هغوی له یوشمېر چارواکو سره هم په کابل کې لیدنې کتنې لرلې.

کرن ډيکر: افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌شي کولی

کرن ډيکر
کرن ډيکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌شي کولی.

اغلې ډیکر دا خبره په افغانستان کې د نجونو د زده‌‌‌کړو تر محدودیت پورې پرون په خپلې ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلې ده.

نوموړې زیاتوي چې، متحدایالتونه په افغانستان کې د ټولو لپاره د یو ډول زده‌‌کړو غوښتنه کوي.

روانه اوونۍ په نړۍ کې د زده‌کړو د اوونۍ په توګه لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌‌‌کړو بندیزونه لګېدلې دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌‌‌مخې د دغو بندیزونو په خاطر په افغانستان کې تر یو میلیون او څلور لکه ډېرې نجونې له زده‌‌‌کړو محرومې شوې دي.

د جرمني په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ايران کونسلګرۍ تړل شوي

برلين کې د ايران سفارت
برلين کې د ايران سفارت

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ایران د کونسلګریو د بندېدو خبر ورکړ.

جرمني پرون د ایران د حکومت له لورې د جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې د دې کونسلګریو د تړل کېدو پرېکړه اعلان کړه.

جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوګونی تابعیت یې درلود د اکتوبر په اته ویشتمه په ایران کې اعدام شو.

د ایران سفارت به په برلین کې پرانیستی وي.

په جرمني کې نژدې درې لکه ایرانیان ژوند کوي.

شارمهد په ۱۹۵۵م کال کې په ایران کې زېږیدلی و، په اووه کلنۍ کې لوېدیځ جرمني ته تللی و.

دی پروسږکال پسرلی له ترهګرو سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شو.

د جرمني حکومت، د شارمهد د کورنۍ غړیو او د بشري حقونو فعالانو دا تور بې‌بنسټه بللی دی.

نړيوال بانک: د افغانستان د صادراتو کچه کمه شوې

غلام‌خان بندر
غلام‌خان بندر

نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي دي چې، د افغانستان صادرات د روان کال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې د تېرکال همدې مودې په پرتله څوارلس په سلو کې کم شوې دي.

دغه بانک په خپل راپور کې چې پرون یې له رسنیو سره شریک کړ، د افغانستان د صادراتو د کمېدو یو علت د پاکستان له لورې د افغانستان پر مېوو او زراعتي محصولاتو د مالیاتو زیاتېدل یاد کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وروستیو کې ویلي و چې، د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس په سلو کې کم شوې دي.

د نړیوال بانک د راپور له‌‌‌مخې د کال له پیله تر سپتمبر پورې د افغانستان صادرات دوه نوي اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته رسیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG