خبرونه
د افغانستان نولسکلنو ځوانانو په درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې ماتې وخوړه
د عربي متحده اماراتو په کوربهتوب د نولسکلنو ځوانانو ترمنځ د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان نن چهارشنبه د نومبر په ۲۰مه نېټه خپله درېیمه سیالي له پاکستان سره ترسره کړه چې د ۱۳ منډو په توپیر یې وبایلله.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او د ۲۴۵ منډو هدف یې وټاکه.
پهدې سیالۍ کې د پاکستان پيلیزو توپوهونکو عثمان خان او شاهزیب خان اوږده ملګرتیا وکړه او دواړو نیمه سلیزې ووهلې.
د افغانستان د توپ اچونکو له ډلې خاطر ستانکزي او عبدالعزیز خان درې درې او نصیر خان دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان نولسکلنې لوبډلې که څه هم د هدف پوره کولو ته ورنږدې شوي وو، خو د لوبې په وروستیو شېبو کې یې پرلهپسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۳۱ منډې وکړې.
دا ځل د افغان توپوهونکو له ډلې عزیرالله ۷۰، نصیرخان او فیصل خان بیا ۴۷ـ۴۷ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره علي رضا او فهیمالحق مخکښ توپ اچونکي وو چې په ترتیب سره یې څلور او درې لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبلړۍ په لومړنیو دوه سیالیو کې بیا افغانستان پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر او عربي متحده اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپير ماتې ورکړې وې.
د ویلو ده چې افغان لوبډله به د نومبر په ۲۴مه نېټه خپله وروستۍ لوبه له عربي متحده اماراتو سره ترسره کوي او تر هغې وروسته به د لوبلړۍ دوه مخکښې لوبډلې د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه لوبوي.
د حافظ ګلبهادر ډلې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې د بريد مسووليت ومانه
د حافظ ګلبهادر ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوې ډله ده، د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د تېرې شپې د ځانمرګي برید او ډزو مسوولیت منلی دی.
دغې ډلې پهدې پېښه کې د ۱۲ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو ادعا کړې ده، چې دا ارقام تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه افشا کېدو په شرط پرون سهشنبې مشال راډیو ته وویل چې، یوه مشکوک ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جانيخېلو کې له پوستې سره ټکر کړ، چې د چادونې په نتیجه یې دولس سرتیري ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.
د دغه چارواکي په خبره دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې شوې.
يوناما: په افغانستان کې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره پانګونه اړینه ده
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (یوناما) وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره پانګونه اړینه ده.
یوناما دا خبره نن (چهارشنبه، د سلواغې ۳۰مه) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلې ده.
د دې سازمان په وینا، راتلونکي نسلونه د ځمکنیو ماینونو او د جګړې له پاتې شونو څخه د پاک ژوند مستحق دي.
تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د تېر کال په راپور کې ویلي و چې، د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو په درېیمه برخه کې ناچاودي توکي او ماینونه شتون لري، چې د چاودنو له امله یې هره میاشت ۶۰ کسان چې ډېری یې ماشومان دي مړه کېږي او یا معلول کېږي.
د کابل-هرات پر لاره ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او يو ټپي شوی دی
د کابل او هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند کورنیو رسنیو ته ويلي، چې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-هرات په لویه لار د باروړنکي موټر او موټرسایکل د ټکر له امله یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې پایله کې یې ۲ تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په آببند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
اروپايي ټولنه د تعلیمي پروګرامونو او روغتیايي خدماتو له لارې د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې د تعلیمي پروګرامونو او روغتیايي خدماتو له لارې به د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې د افغان ماشومانو د تعلیم حق ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې ماشومان د افغانستان راتلونکې دي او دا ټولنه به د افغان ماشومانو او مېرمنو ترڅنګ ولاړه وي.
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمانونه وايي چې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو نامناسب هېواد دی ځکه د راپورونو له مخې افغان ماشومان له بېوزلۍ او د اقتصادي فشارونو، اقلیمي بدلون او ماینونو له اغېزو سره لاس او ګرېوان او په عین حال کې نجونې یې له زدهکړو بې برخې دي.
امریکايي استازی: د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې پای ته رسول اوسمهال ممکن شوي
د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې پای ته رسول اوسمهال ممکن شوي دي.
اموس هوخشتاین چې پرون بیروت ته ورسېد، له چارواکو سره د سولې د هغه پلان په اړه خبرې وکړې چې لبنان ترډېره تایید کړی دی.
هوخشتاین د لبنان د پارلمان له رییس نبیه بیري سره چې د حزبالله په استازولۍ یې په خبرو کې ګډون کړی و، هم وکتل.
له دې کتنې وروسته هوخشتاین وویل چې د جګړې د ختمولو لپاره یو رښتینی فرصت رامنځته شوی دی.
متحدوایالاتو او فرانسې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند د ټینګولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
حزبالله چې د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي د دې ترڅنګ چې سیاسي ګوند دی پوځي څانګه هم لري.
متحدایالات حزبالله تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله او اسراییل جګړه څه باندې یو کال مخکې وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ او په ځواب کې یې د اسراییل پوځ د غزې په تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل او حزبالله دحماس په ملاتړ پر اسراییلو د توغندیو ویشتل پیل کړل.
آیسيبيایل: په تېر یوه کال کې ماین چاودنو له ۶۵۰ ډېر افغانان مړه او ټپیان کړي
د یوه تازه راپور له مخې، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې ماین چاودنو له ۶۵۰ ډېر کسان مړه او ټپیان کړي دي.
د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین یا "آیسيبيایل" په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په تېر یوه کال کې د ماینونو د قربانیانو شمېرې خپرې کړي.
د دې شمېرنو له مخې، ماینونو په میانمر یا پخوانۍ برما کې تر ټولو ډېر خلک زیانمن کړي چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۱۰۰۳ کسانو ته رسېږي.
له میانمار وروسته بیا سوریه ده چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۹۳۳، بیا افغانستان دی چې د قربانیانو شمېر یې ۶۵۱ او په څلورم ځای کې اوکراین دی چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۵۸۰ تنو ته رسېږي.
د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین د راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله نړۍ کې د ماینونو په چاودنو کې د خلکو د مرګ ژوبلې شمېر ۵۷۵۷ تنو ته رسېږي چې ۱۹۸۳ پهکې مړه او ۳۶۶۳ نور ټپيان شوي دي.
سپېس د فضايي بېړۍ یوبل توغندی وازمایه
سپېس ایکس شرکت پرون د فضايي بېړۍ یو بل توغندی وازمویه خو په بېرته راستنېدو کې ونه توانېده چې په لویو اوسپنیزو مړوندونو کې راښکته شي.
تېره میاشت په یوه ورته ازمایښتي اقدام کې توغول شوی راکټ میخانیکي مړوندونو ته په ورته تجهیزاتو کې ځمکې ته راکښته شو، خو له ټکزاس څخه په پرونۍ الوتنه کې ۴ دقیقې مخکې دا پرېکړه بدله شوه او درې دقیقې وروسته دا راکټ په ناڅرګندو دلایلو د مکسیکو د خلیج په اوبو کې راپرېوت.
د سپېس ایکس یوه ویاند وویل، په اوسپنیزو مړوندونو کې د فضایي راکټ د راښکته کېدو لپاره ټول معیارونه نه وو پوره شوي نو ځکه د الوتنې تنظیموونکو خپله پرېکړه بدله کړه، خو ویاند ونه ویل چې ستونزه دقیقاً څه وه.
منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دې الوتنې ځای ته ورغلی و چې د سپېس ایکس شرکت له مشر ایلان ماسک سره د هغه د نژدې اړیکو څرګندونه کوي.
د حماس له منګولو د هر برمته شوي اسراییلي بندي د خلاصون لپاره د پنځه میلیون ډالرو جایزه اعلان شوه
د اسراییلو صدراعظم د هغو اسراییلي برمتهوو د خلاصون لپاره چې حماس ډلې اسیران کړي دي، د سړي پر سر د پنځه میلیون ډالرو جایزه اعلان کړې.
بنیامین نتنیاهو همداراز ژمنه کړې چې هرڅوک د برمتهوو، په ژغورنه کې مرسته وکړي نو د اسراییل حکومت به یې له کورنۍ سره یوځای د غزې له کلابند قلمرو څخه بهر وباسي.
دا خبره د نتنیاهو دفتر پرون اعلان کړه.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني له دې مخکې د اسراییلو دې ته ورته وړاندیزونه رد کړي وو.
ایران پلوې حماس ډلې ویلي چې پاتې اسراییلي برمته به یوازې د داسې یوې موافقې په صورت کې آزاد کړي چې جګړه او د غزې کلابندي پای ته ورسېږي او جګړه ځپلې غزه بېرته ورغول شي.
د جرمني پر صدراعظم فشارونه زیات شول څو د مخکښ کاندید په توګه له کاندیدېدو ډډه وکړي
د جرمني پر صدراعظم اولاف شولڅ پرون سې شنبې فشارونه زیات شول چې په را روانه فبرورۍ میاشت کې د چټکو انتخاباتو د مخه د خپل سوسیال ډیموکراټ ګوند لهخوا د مخکښ کاندید په توګه له کاندیدېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند د تاریخي ماتې لور ته روان دی.
د سوسیال ډیموکرات ګوند یو شمېر جګپوړي غړي له هغو غوښتنو سره یوځای شول چې له شولڅ څخه چې په خلکو کې یې محبویت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، غواړي چې د دفاع وزیر بوریس پیتوریوس لپاره چې په خلکو کې له محبوبیتونه برخمن دی، لاره خلاصه پرېږدي.
په جرمنې کې چې د روانې میاشتې په پیل کې د شولڅ درې ګونی ایتلاف ړنګ شو، له ټاکلې نېټې اووه میاشتې د مخه ټاکنې ترسره کېږي.
شولڅ چې اوسمهال یې د برازیل په پلازمېنه ریوډيجینرو کې د جي شل په سرمشریزه کې ګډون کړی، داسې نښې څرګندې کړې چې ګواکې غواړی د صدراعظمي د بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي.