د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۶

خبرونه

سمنګان کې یوه ښځه او یو نارینه د محکمې په حکم په درو وهل شوي

د طالبانو حکومت سمنګان ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه له " کوره د تیښتې اواخلاقی فساد" په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د شنبې په ورځ وویل دغه دوه کسان د روی دوآب ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د حکم په اساس له ۲۰ تر۳۰ درې ووهل شول.

اعلامیه زیاتوي چې دغه ښځه او نارینه تر دوو کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دی.

ستره محکمه دغه راز وايي یوبل کس د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د غلا په جرم په ۳ میاشتې تنفیذی حبس محکوم شوی او په عام محضر کې ۳۹ درې وهل شوی دی.

د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې مجرمانو ته سزا ورکولو پراخ نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.

سره لدې چې د طالبانو حکومت وايي چې دا کار دشریعت د پلي کولو په چوکاټ کې کوي خو منتقدین وايي تورن کسان د محکمې په جریان کې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نلري او بدنی سزا انساني کرامت سره منافات لري.

ولسمشر ټرمپ د وینزویلا هوايي حریم "په بشپړه توګه تړل شوی" اعلان کړ

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینزویلا باندې د واشنګټن د فشارونو په ترځ کې د وینزویلا هوايي حریم "په بشپړه توګه تړل شوی" اعلان کړ

تیره اونۍ، وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو فدرالي هوایی چلند ادارې د "ناوړه امنیتي وضعیت" او د وینزویلا شاوخوا دنظامي فعالیتونو زیاتوالي خبرداری ورکړ، شپږو نړیوالو هوایی شرکتونو په موقتي ډول دغه هیواد ته الوتنې لغوه کړې.

د متحده ایالاتو فدرالي هوایی چلند ادارې خبرداری ورکړی وو چې د نظامي فعالیت زیاتوالی کولی شي ملکي الوتکو ته په ټولو ارتفاعاتو کې د وینزویلا د پاسه له تیریدو نیولې ددغه هیواد په هوايی ډګرونو کې د کوزیدو او الوتلو په مهال احتمالي ګواښ رامینځته کړي.

د شنبې په ورځ، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه "ټروث سوشیال" کې ټولو هوايی شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د وینزویلا اود شاوخوا هوایی حریم یې په بشپړ ډول بند وګڼي.

یو ساعت وروسته، د وینزویلا حکومت په یوې اعلامیه کې د متحده ایالاتو د ولسمشر څرګندونې د وینزویلا د ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې "استعماري ګواښ" او د نړیوال قانون سرغړونه وبلله او وغندلې.

امریکا کې یو افغان د تروریستي ګواښ په تور نیول شوی دی

د متحدو ایالاتو دکورني امنیت وزارت
د متحدو ایالاتو دکورني امنیت وزارت

د متحدو ایالاتو دکورني امنیت وزارت خبر ورکړ چې یو افغان یې په دې تور نیولې چې ګواښ یې کړی وو چې په تکزاس کې یوه ودانۍ په بم الوزوي.

د متحدو ایالاتو دکورني امنیت مرستیالې وزیرې تریشیا مک لافلین دشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه دغه کس محمد داوود الکوزی معرفي کړ او وویل چې نوموړي په ټیک ټاک کې یوه ویډیو کې ګواښ کړی چې دیوه بم په جوړولو سره د تکزاس ، فورت ورث سیمه کې یوه ودانۍ الوزوي.

مک لافلین زیاته کړه چې دغه افغان وګړی د تیرې اونۍ دسه شنبې په ورځ او یوه ورځ مخکې لدې چې یو بل افغان پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د ملی ګارد په دو غړو ډزې وکړي د اف بی آی پولیسو لخوا نیول شوی دی.

تریشیا مک لافلین نور جزییات ورنکړل خو دومره یې وویل چې محمد داوود الکوزی "متحدینو ته د ښه راغلاست" د عملیاتو په ترځ کې امریکا ته انتقال شوی او اوس په تروریستی ګواښ تورن دی.

د متحدو ایالاتو حکومت وروسته لدې چې رحمان الله لکڼوال تیره چهارشنبه دملی ګارد په دو عسکرو د برید په تورونیول شو افغانانو ته ویزه ورکول ودرول.

فنلند په افغانستان، پاکستان او برما کې خپل سفارتونه تړي

د فنلند بیرغ
د فنلند بیرغ

فنلند اعلان کړی چې افغانستان، پاکستان او میانمار کې خپل سفارتونه تړي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د لیندۍ ۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام د ډيپلوماتیکو دلایلو له مخې کوي او په وینا یې ۲۰۲۶ کال کې به عملي شي.

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې " دغه سفارتونه به د عملیاتي او ستراتیژیکو دلایلو له مخې تړلې وي، دغه دلایل د دغو هېوادونو له سیاسي وضعیت او له فنلند سره یې د محدودو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سره تړلي دي.

تر دې وړاندې یوشمېر نورو اروپایي هېوادونو هم افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړي دي.

د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې سیلابونو او د ځمکې ښوېدنې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي

اندونیزیا کې راوتلی سیلاب
اندونیزیا کې راوتلی سیلاب

د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سیلاب او ځمکې ښویدنې له کبله د مړو شمېر له ۳۰۰ واوښت.

بیړنیو پېښو ته د رسیدو کارکوونکي هغو سیمو ته درسیدو هڅه کوي چې لارې او پلونه یې ویجاړ شوي او سخت باران کې ګیر پاته دي.

د بیړنیو حالاتو د مدیریت ادارې نن شنبه ( د لیندۍ ۸مه) ویلي د ۳۰۳ تنو مړینه تایید شوې، خو زیاته کړې ده چې سیلاب ځپلو سیمو ته د ژغورونکو ډلو په رسیدو ممکن دا شمېر نور هم لوړ شي.

سیلاب او ځمک ښوېدنې د سوماترا ټاپو درې ولایتونه ځپلي، خو ډیر زیان شمالي سوماترا ولایت کې اوښتی دی.

حکومت اعلان کړی چې سیلاب ځپلو ته یې مرستې رسولي، خو په وینا یې د لارو او هوا خرابوالي د مرستو رسولو پر چارو منفي اغیز کړی دی.

جرمني کې اعتراض کوونکو د ( اې.ایف.ډي) ګوند د ځوانانو یوه غونډه ګډه وډه کړه

ارشیف
ارشیف

د جرمني په ګیسن ښار کې لسګونه زره اعتراض کوونکو د ځوانانو د یوه سازمان د جوړېدو په هدف غونډه ګډه وډه کړه.

دغه غونډه نن ( شنبه د لیندۍ ۸مه) د اې.ایف.ډي یا د جرمني لپاره د بدیل ښي اړخي افراطي ګوند له خوا پلان شوې وه.

د جرمني خبري اژانس لیکلي چې د غونډې یو پر څلورمه برخه ګډونوال وتوانېدل چې ټاکل شوي تالار ته دننه شي، خو د ځوانان سازمان ته منسوب مشر ژان پاسکال هوم او ګڼ نور ګډونوال په ورتګ بریالي نه شول.

د جرمني ( اې.ایف.ډي) ګوند قصد لري چې د منحل شوي ( ځوان ځای ناستي) سازمان پر ځای د جرمني د نوي نسل په نوم بل سازمان رامنځته کړي.

د ځوان ځای ناستي په نوم سازمان په تیره مارچ میاشته کې وروسته تر هغه لغو شو چې د اطلاعاتو فدرال ادارې سخت دریځه سازمان ونوماوه.

اعتراض کوونکو ( ټول سره یو لاس، د فاشیزم ضد او اور اچونکي و دروی) شعارونه ورکول.

د کاتولیکو عیسویانو مشر د استانبول یوه مشهور جومات ته ولاړ، هلته یې شل دقیقې تیرې کړې

پاپ لېو د استانبول په مشهور جومات کې
پاپ لېو د استانبول په مشهور جومات کې

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو ترکیې ته د خپل څلورورځني سفر په ترڅ کې نن شنبه ( د لیندۍ ۸مه) د استانبول مشهور جومات ته ولاړ.

رویټرز لیکلي چې لیو جومات ته په ننوتلو د درناوي په پار، خپل بوټان و ایستل، خو لمونځ یې ونه کړ.

دا د کاتولیکو عیسویانو د مشر په توګه، د مسلمانانو عبادت ځای ته د پاپ لیو لومړنی سفر ګڼل کیږي.

لېو شاوخوا شل دقیقې د استانبول د دغه مشهور جومات، چې شاوخوا لس زره لمونځ کوونکي په کې ځایېږي، ننداره وکړه.

امریکا افغان پاسپورت لرونکو ته د ویزې ورکړه بنده کړه

د افغانستان پاسپورت
د افغانستان پاسپورت

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته یې د ویزې ورکړه سملاسي و دروله.

دغه وزارت نن شنبه ( د لیندۍ ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی د امریکا د ملي امنیت او خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه اخلي.

دا کار وروسته تر هغه کیږي چې د چهارشنبې په ورځ یوه افغان په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې.

دغې پیښې د امریکا د ولسمشر په ګډون د هغه هېواد د چارواکو غسه پارولې او پر کډوالو یې سخت محدودیتونه اعلان کړل.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړچې امریکا ته به له ټولو درېیمو هېوادونو کډوالي په «دایمي» ډول بنده کړي.

د امریکا حکومت اعلان کړی چې «د اندېښنې وړ» هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو «بشپړه او جدي» بیا ارزونه هم پیلوي.

هند وايي، افغانستان ته یې ۷۳ ټنه درمل او نوره مرسته ولېږله

هند د جمعې په ورځ افغانستان ته ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او بشري مرستې ولېږلې.

هند دا مرسته څو ورځې وروسته له دې افغانستان ته ولېږله چې د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په پنځه ورځني سفر هند ته لاړ او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د دوو هیوادونو پر سوداګري اړیکو خبرې وکړې.

د انډیاټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند له لوري ۷۳ ټنه درمل او بشري مرسته د جمعې په ورځ کابل ته ورسیده.

له دې جلا د هند (این ډي ټي وي) پرون راپور ورکړ چې د افغانستان او هند درمل جوړوونکو شرکتونو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت موافقه لاسلیک کړه.

د افغانستان د روفي انترنشنل ګروپ او د هند د زیدوس لایف ساینس شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې پر اساس، هندي لوری به افغانستان ته د درملو د صادرولو ترڅنګ په افغانستان کې دایمي دفتر پرانیزي او هلته به درمل تولیدوي.

پاکستان وايي، له افغانستان سره یې اوربند نه ټینګېږي

پاکستان د جمعې په ورځ وویل چې له افغانستان سره اوربند «نه ټينګېږي» ځکه چې د ترهګرو ډلو بریدونه په پاکستان کې لا هم روان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اسلام اباد کې خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوربند د دودیز پوځي اوربند په معنا نه و، بلکې هدف یې دا و چې د پاکستان دننه د تروریستي بریدونو مخه ونیول شي.

ده زیاته کړه:

«له دې اوربنده وروسته هم لوی تروریستي بریدونه شوي دي. د دې معنا دا ده چې اوربند نه دی ټینګ شوی، ځکه د اوربند موخه دا وه چې د ټي ټي پي او هغو افغان اتباعو بریدونه ودرول شي چې له افغان خاورې څخه د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.»

اندرابي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان پر درو ولایتونو؛ خوست، کونړ او پکتیکا په بمبارۍ کې د ۹ ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر کسان ووژل شول.

د طالبانو حکومت دا بمباري د پاکستان کار وباله او ویې ویل چې په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي خو پاکستان وویل چې دوی بمباري نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اندرابي وویل چې اسلام‌اباد د وروستیو تروریستي پېښو په رڼا کې، په ځانګړي ډول په پلازمېنه اسلام‌اباد او نورو برخو کې، «دې اوربند ته ډېره هیله نه لري.»

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG