خبرونه
د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون: لسګونه زره افغان زلزله ځپلي بې سرپناه دي

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون (IFRC) خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ختیځ لسګونه زره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم بې سرپناه دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د IFRC او شریکانو له خوا یې ملاتړ شوی، تر اوسه نژدې ۹۰ زره کسانو ته د بیړنیو روغتیایي خدمتونو، سرپناه، خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې رسولې دي – خو اړتیاوې خورا سترې دي.
د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې روغ پاتې شوي خلک د سخت ژمي له ننګونو سره مخامخ دي.
دغه بنسټ وایي، د ژمي له رانژدې کېدو سره سره لسګونه زره کورنۍ په زلزلهځپلو سیمو کې سرپناه نه لري.
زلزلې چې د کونړ او ننګرهار ولایتونه یې سخت ځپلي او ګاونډي لغمان او نورستان ولایتونه یې هم اغېزمن کړي، تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي او تر ۸۰۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي. په لرې پرتو غرنیو سیمو کې ټول کلي له منځه تللي دي. تر ۱.۳ میلیونو زیات کسان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول اغېزمن شوي او ګڼې کورنۍ اوس هم په خیمو، لنډمهالو سرپناهوو او یا تر خلاص آسمان لاندې ژوند کوي.
امریکا وايي، پر قطر برید پر واشنګټن برید ګڼي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا متحد ایالتونه به پر قطر هر ډول وسلهوال برید د واشنګټن پر وړاندې ګواښ وبولي او د خلیج دې هېواد ته به امنیتي تضمینونه ورکړي.
په یوه اجرایي فرمان کې چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د تلې/ میزان په ۷ مه نېټه لاسلیک کړی، راغلي: «د قطر پر وړاندې دوامدارو ګواښونو ته په پام، د امریکا د متحدو ایالتونو تګلاره د هر ډول بهرني برید په وړاندې د دې هېواد د امنیت او مځکنۍ بشپړتیا تضمینول دي.
په فرمان کې ویل شوي: «امریکا به د قطر پر قلمرو، حاکمیت یا حیاتي بنسټونو هر ډول وسلهوال برید د امریکا د سولې او امنیت پر وړاندې ګواښ وګڼي.»
فرمان زیاتوي: که پر دوحه برید وشي، امریکا به « د دیپلوماتیکو، اقتصادي او که اړتیا وي پوځي اقداماتو په شمول د امریکا او قطر د ګټو د دفاع او د سولې او ثبات د بېرته راوستلو لپاره هر راز قانوني او مناسب اقدامات وکړي.»
دغه اجرایي فرمان وروسته له هغه لاسلیک شو چې د وږي/ سنبلې په ۱۸ مه د اسراییل جنګي الوتکو د قطر په پلازمېنه کې پر یوې ودانۍ برید وکړ او د حماس د توندلارې ډلې د مشرانو استوګنځي او د هغوی د کورنیو غړي یې په نښه کړل.
متحده عربي اماراتو افغان زلزله ځپلو ته نوره مرسته واستوله

متحده عربي اماراتو د افغانستان د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته نورې بشري مرستې ولېږلې. له دې مرسشتو سره افغان زلزله خپلو ته د متحده عربي اماراتو ټولې مرستې تر درې زره او ۶۸۱ ټنه واوښتې. د اماراتو په مرستو کې خوراکي توکي، موقتي استوګنځایونه او طبي وسایل شامل دي.
د اماراتو دولتي خبري آژانس (وام) د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دغه مرستې د افغانستان د ختیځو ولایتونو زرګونو اغېزمنو کورنیو ته رسول شوي دي.
دا د اماراتو د بشري مرستو درېیم پېټی دی چې له زلزلې وروسته د افغانستان ختیځ ته استول کېږي. دغه هېواد تر دې وړاندې د ژغورنې یو ټیم هم زلزلهځپلو سیمو ته استولی و.
متحده عربي امارات د نړۍ له هغو ګوته په شمېر هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په ختیځ کې له وروستي زلزلې وروسته یې د نظامي او ملکي الوتکو له لارې د مرستو لېږد پیل کړی دی.
په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې ټکانونه بیا احساس شول

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه صفر و، پرون مازدیګر د افغانستان د ختیځ زلرله ځپلې سیمې یو وار بیا ولړزولې.
د زلزله پېژندنې د ویبپاڼې، واکانو ډیسکوري د راپور له مخې، د دې زلزلې، چې په ځايي وخت د مازدیګر په ۴ بجې او ۱۲ دقیقې وشوه. مرکز د جلال اباد ښار د شمال په ۶۳ کیلومترۍ کې په نورستان ولایت کې د مځکې تر سطحې ۱۲ کیلومتره لاندې و.
د تېرې میاشتې تر شپږ ریښتره زیاتې زلزلې په کونړ کې تر ۲ زره ډېر کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل. له هغه مهاله پهدې سیمه کې پر له پسې زلزلې کېږي.
په افغانستان کې انټرنیټي خدمات بیرته فعال شول

د طالبانو حکومت له درې ورځني بندیز وروسته نن انترنیټي او مخابراتي خدمات بیرته فعال کړل.
د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ نوري فایبر یا تېز انترنیټ او ورپسې محخابراتي شبکې پرچاو کړې.
ځینو طالب چارواکو د دې کار علت د غیراخلاقي چارو مخنیوی ښودلی و خو نن چې یې انترنیټ بیرته فعال کړ، په دې اړه یې لا څه نه دي ویلي چې ولې یې انترنیټي خدمات درولي و.
د طالبانو له لوري د انترنیټي خدماتو درېدا له پراخو انتقادونو سره مخامخ شوه.
په ایران کې سږ کال له ۱۰۰۰ اعدام شویو څخه ۵۸ افغانان دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د سې شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۵ کال په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي چې لږ تر لږه ۵۸ افغانان هم په کې شامل دي.
هغوی دا لړۍ د «بېسارې اعدامونو» په توګه وغندله او ویې ویل چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
کارپوهانو، چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بینټ هم پکې شامل و، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «په ایران کې د اعدامونو پراخوالی حیرانوونکی دی او د ژوند د حق جدي سرغړونه ښيي. یوازې په تېرو اوونیو کې په اوسط ډول هره ورځ نهه کسان په دار ځړول شوي، چې دا ډول اعدامونه د انساني حقونو د منل شویو معیارونو خلاف ترسره کېږي.»
دوی ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه په ثبت شويو اعدامونو کې ۵۷ افغان نارینه او یوه افغان ښځه شامل دي.
د هغو اکثره د مخدرو موادو اړوند جرمونو او وژنو په تورونو او ورپسې د امنیتي تورونو او جنسي تیریو په قضیو کې د لاس لرلو له کبله اعدام شوي دي. یوازې د نشهيي موادو د جرمونو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ کسان اعدام شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کلنیو ۲۴ تر ۳۰ قضیو پرتله خورا لوړ دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د نشهيي موادو اړوند جرمونو لپاره په پراخه کچه د مرګ سزا خورا د اندېښنې وړ ده.»
کارپوهانو زیاته کړه چې د نړیوالو قوانینو له مخې د مرګ سزا باید یوازې «تر ټولو جدي جرمونو» لپاره وکارول شي، چې مانا یې د قصدي فتل قضیې دي. «د نشهيي موادو جرمونه دې کچې ته نه رسېږي.»
کارپوهانو همداراز وویل چې د ایران اعدامونه زیاتره پر حاشیهيي ټولنو اغېز کوي، په ځانګړي ډول د قومي لږکیو پر کورنیو، چې د خپلو عزیزانو له اعدام وروسته خپلې محدودې شتمنۍ لکه کورونه او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکوي.
د کانګریس غړي ټیم بروچیت د انټرنیټ بندېدا د افغانانو پر حقونو تېری وباله

د امریکا د کانګریس غړي ټیم بروچیت د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انترنیټ بندېدا د افغانانو پر اساسي حقونو بې رحمانه تېری بللی دی.
بروچیت، په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازي مایکل جي والڅ ته په یوه لیک کې ویلي چې طالبانو د انترنیټ په بندولو مخالف غږونه غلي کوي، افغانستان انزوا ته بیايي، او له زده کړو څخه افغان ښځې او نجونې محروموي.
ده همداراز ویلي چې دا اقدام نه یوازې افغانستان لا ویجاړوي، بلکې د سیمې بې ثباتۍ ته لمن وهي، او د امریکا ملي امنیتي ګټې له خطر سره مخامخوي.
د طالبانو له لوري د انترنیټ پرچاوي، د ملګروملتو په شمول د ګڼو ټولنو او عامو افغانانو له انتقاد سره مخامخ شوې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان: د انترنیټ بندېدا د افغانانو بشري کړکېج نور هم زیاتوي

د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د انټرنټ عمومي بندیز وغانده او هغه یې «یو غیرمسئولانه اقدام» وباله چې د هېواد بشري کړکېچ نور هم ژوروي او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د بخښنې ړ نړیوال سازمان د جنوبي آسیا سیمهییزې مشرې، سمریتي سینګ، ویلي: «په ټول هېواد کې د طالبانو لهخوا د انټرنټ بندول یو غیرمسوولانه اقدام دی چې د بشري مرستو پر رسولو، روغتیایي خدمتونو او نورو حیاتي خدماتو پراخ منفي اغېز کوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې افغانستان له څو بشري کړکېچونو سره مخامخ دی چې نژدې نیمایي وګړي یې اغېزمن کړي دي.»
هغې زیاته کړه چې اړیکې او معلوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري، او د طالبانو دا پرېکړه د معلوماتو پر ازاد بهیر فشار لا پسې زیاتوي، څو نړۍ د روانو سرغړونو څخه ناخبره پاتې شي.
سینګ خبرداری ورکړی چې دغه بندیز تر ټولو ډېر افغان ښځې او نجونې زیانمنوي؛ هغه کسان چې لا هم له شپږم ټولکي پورته زدهکړې محرومې دي او ډېرې یې یوازې د انلاین زدهکړو له لارې خپلو درسونو ته دوام ورکوي. هغې ټینګار وکړ: «دغه بندیز د هغوی د زدهکړې وړتیا ګډوډوي او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»
د انترنیټ له پرچاوۍ وروسته د ګڼو تلویزیوني چاینلونو انلاین خپرونې درېدلې

د افغانستان د انټرنټ او مخابراتي خدمتونو له عمومي بندیز وروسته د ډېرو ټلویزیوني چینلونو انلاین خپرونې هم بندې شوې دي.
هغه شبکې چې پخوا یې خپرونې انلاین وړاندې کولې لکه طلوع، لمر، طلوع نیوز، شمشاد، او یو شمېر ولایتي چاینلونه، اوس د انلاین خپرونو له لارې نه لیدل کېږي. خو د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ لکه ملي رادیو ټلویزیون (RTA)، معارف او RTA سپورت لا هم په انترنیټ کې لیدل کېږي.
د انټرنټ او مخابراتي خدماتو بندیز د طالبانو د مخابراتو د تنظیم ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پرېکړه وه.
ځینې سرچینې وایي، کېدای شي محدود خدمتونه وروسته بېرته فعال شي، خو د طالبانو د مشر په امر د چټک انټرنټ او نوري فایبر شبکې ټول فعالیتونه په بشپړ ډول ځنډول شوي دي.
د امریکا حکومتي چارې د بودجې پر سر د احتلاف له کبله په ټپه ودرېدې

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومتي چارې له نن چهارشنبې څخه (د تلې نهمې، د سپتمبر ۳۰) وروسته له هغې وتړل شوې چې په کانګریس کې جمهوريپالو او دیموکراتو استازو د نوي مالي کال پر بودیجې موافقه ونه کړه.
تمه کېږي نژدې ۷۵۰ زره فدرالي کارکوونکي په اجباري رخصت واستول شي او ځینې ښایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له دندو لرې کړل شي.
ډېرې ادارې ښايي د تل لپاره وتړل شي، ځکه ټرمپ ژمنه کړې چې د غچ په توګه به یو شمېر کارکوونکي د تل لپاره له دندو ګوښه کړي.
ګومان کېږي چې د کارکوونکو د لرې کولو پروګرام یې په بشپړ سرعت پرمخ ولاړ شي، په داسې حال کې چې د ښوونې، چاپېریال او نورو خدمتونو برخې له ستونزو سره مخامخ شي. شنونکي وړاندوینه کوي چې اقتصادي اغېزې به یې د ټول هېواد په کچه خپرې شي.
ټرمپ د بودیجې د موافقې د ضربالاجل د وخت تر پوره کېدو وړاندې په سپینه ماڼۍ کې وویل: «موږ نه غواړو حکومت وتړل شي».
خو هغه د کانګرس د دیموکراتانو غړیو ته خبرداری ورکړ چې که د فدرالي حکومت وتړل شي، نو د هغه حکومت ته به اجازه ورکړي چې «داسي اقدامات وکړي چې بیرته راګرځول کېدای نه شي» لکه د هغوی د مهمو پروګرامونو تړل.
هغه د خپلو احتمالي اقداماتو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو په دې وروستیو کې یې د لا ډېرو فدرالي کارکوونکو د کمولو د احتمال یادونه کړې وه.