د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

خبرونه

افغان نولس‌کلنو ځوانانو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د روانې لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده.

دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ وېکټو په تاوان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ وهونکو له ډلې فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیز‌الله ۳۷ منډې جوړې کړې.

دا په روانه لوبلړۍ کې د فیصل خان دویمه سلیزه ده.

عربي متحده امارات به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې سیالۍ کېږي.

ارشيف
ارشيف

په لومړۍ لوبه کې امید افغان لوبډله د ولیعصر لوبډلې په وړاندې مسابقه کوي او په دویمه لوبه کې افغان کلب د داوودزي ځوانانو له لوبډلې سره مخامخېږي.

پرون داوودزي لوبډلې د داوودزي ځوانانو لوبډلې ته ۳-۱۱ او رامکي ټیم جوانان همدرد ټیم ته ۳-۵ ماتې ورکړه.

د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د ساحلي فوټبال په سټډیوم کی د شنبې په ورځ د اتو ټیمونو په ګډون سره پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

انګلستان کې د ګلاسټنبري فسټيوال ټکټونه په ۳۵ دقيقو کې پلورل شوي

د ګلاسټنبري (Glastonbury) د ۲۰۲۵م کال ټکټونه پرون یکشنبه په ۳۵ دقیقو کې دننه وپلورل شول.

تمه کېږي د انګلستان په جنوب لوېدیځ کې له ۲۰۰زرو څخه ډېر کسان په دغه فستیوال کې ګډون وکړي.

د ګلاسټنبري فستیوال په نړۍ کې د موسیقۍ او نورو نندارو د هنرونو له مشهورو فستیوالونو ګڼل کېږي.

د فستیوال لپاره د ټکټونو پلور پرون د سهار پر نهو بجو پیل شو او د فستیوال تنظیموونکو په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې پر نهو بجو او ۳۵ دقیقو اعلان وکړ چې د ګلاسټنبري ۲۰۲۵ ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

د یوه ټکټ بیه ۳۷۳ اعشاریه ۵۰ پاونډه وه، چې د ۴۷۱ اعشاریه ۵۰ ډالرو معادل کېږي.

ټاکل شوې ده دغه فستیوال د راتلونکي کال د جون له ۲۵مې څخه تر ۲۹ نېټې پورې وشي.

د عراق په صلاح‌الدين ولايت کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او ۳ ژوبل دي

د عراق يو روغتون
د عراق يو روغتون

د عراق چارواکي وايي، پرون یک‌شنبه په صلاح‌الدین ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې امنیتي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې چاودنې مسوولیت نه‌دی منلی.

عراق د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې بریا اعلان کړه، خو د دې ډلې جنګیالي لا هم په عراق په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې فعال دي.

د طوز خورماتو ښاروال ذوالفقار البیاتي ویلي، د پرونۍ چاودنې په ترڅ کې د اردو د یوې قطعې یو قوماندان، یو بل افسر او د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې، دغه کسان په یوه موټر کې وو چې ورباندی چاودنه ووه.

امريکا اوکراين ته د ليرواټنه توغنديو د کارونې اجازه ورکړې

د ليرواټنه توغندي يو انځور
د ليرواټنه توغندي يو انځور

د امریکايي رسنیو د راپورونو له‌‌‌مخې، د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر جوبایډن ادارې هغه محدودیتونه لیرې کړل، چې له‌‌‌مخې یې اوکراین اجازه نه درلوده، د امریکا لیرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي.

نیویارک‌ټایمز، واشنګټن‌‌پوسټ، اسوشېټېد‌پریس، رویټرز او ځینو نورو رسنیو په‌دې باب د هغو سرچینو په حواله چې له‌‌‌دې موضوع خبرې وې، پرون یک‌شنبه راپور ورکړی دی.

سپینې ماڼۍ په‌‌‌دې باب تبصره نه‌‌‌ده کړې او په‌‌‌دې اړه یې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي نه‌‌‌دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي په مستقیم دول په‌‌‌دې باب خپاره شوي راپورونه تایید کړي نه‌‌‌دي، خو یلي یې دي، چې متحدانو ته د بریا د وړاندې شوې طرحې په کلیدي ټکو کې د اوکراین د پوځ له‌‌خوا د لیرواټنه وسلو کارولو موضوع هم شامله ده.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې کییف په پام کې لري په راروانو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د حملو پر مهال لیرواټنه توغندي وکاروي، خو دقیق وخت یې مشخص نه‌دی کړی.

بادغيس کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۳ ټپيان شوي دي

د بادغيس ولايت نقشه
د بادغيس ولايت نقشه

په بادغیس ولایت کې د یوه موټرسایکل د نسکورېدو په پېښه کې یو تن مړ او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، پر موټرسایکل څلور کسان سپاره وو، چې نسکور شو.

دغه پېښه پرون د بادغیس په مرکز قلعه‌نو کې شوې، خو د علت په باب یې څه نه‌دي ویل شوي.

د وسایطو تېز چلول، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

ايران او د طالبانو حکومت د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو پر لېږد‌‌ رالېږد خبرې کړي

د هرات-خواف رېل پټلۍ
د هرات-خواف رېل پټلۍ

د طالبانو د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د رېل پټلۍ د ادارې له اجرایه ريیس جبار علي ذاکري سره وکتل.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د یک‌شنبې ناوخته پر خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي، په‌‌‌دې کتنه کې د خواف-هرات د رېل پټلۍ د درېیمې برخې له لارې د لېږد رالېږد د زیاتولو او د افغانستان د رېل‌ګاډي د کارکوونکو د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې وشوې.

وړاندې ویل شوي، چې دوی همدا راز د رېل‌ګاډي د زېربناوو د پراختیا په برخه کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړې.

د ایران د ځینو رسنیو د راپورونو له‌‌‌‌مخې د کابل لپاره د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د یک‌شنبې په ورځ د طالبانو له هیئت سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو د رېل پټلۍ پراختیا په لومړیتوبونو کې ده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وزارت د ریل پټلۍ د مرستیال په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د شنبې په ورځ ایران ته ورسېد.

سيف دِ چلډرن: د روان کال په لومړيو کې تر ۳۸۰۰۰ډېر افغانان بې‌ځايه شوي دي

ويل شوي، په بې‌ځايه شويو کې يې نیمايي یې ماشومان وو
ويل شوي، په بې‌ځايه شويو کې يې نیمايي یې ماشومان وو

د ماشومانو د ساتنې موسسه یا سیف د چلډرن وايي، د ۲۰۲۴م کال په لومړیو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸۰۰۰ ډېر کسان، چې نیمايي یې ماشومان وو، بې‌ځایه شوي دي، چې دا د ۲۰۲۳ کال پر تله زیاتوالی ښيي.

دې ادارې د یک‌شنبې په ورځ په خپله ایکس‌‌‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، سره له‌‌دې چې افغانستان لږ کاربن تولیدوي خو بیا هم د اقلیم له سختو اغېزو لکه وچکالۍ، سېلابونو او توفانونو سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې مشر ارشاد ملک ویلي، د اقلیم بحران په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې خرابوي، چې د کورنیو د بې‌ځایه کېدلو، د اوبو د سرچینو ختمېدو او د ماشومانو د زده‌‌‌کړو د مخنیوي سبب کېږي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا (OCHA) د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي وو، سره له‌‌‌دې چې افغانستان د مضره ګازونو په تولید کې خورا کمه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلون په وړاندې د لسو خورا زیانګالو هېوادونو په ډله کې دی.

حزب‌الله ډلې د اسراييل په هوايي بريد کې د خپل وياند وژل کېدل تاييد کړل

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې د اسراییلو په یوه هوایي برید کې د خپل ویاند محمد عفیف وژل کېدل تایید کړل.

د جرمني خبري اژانس د حزب ‌لله د ټلېګرام چېنل په حواله ویلي چې، هغوی محمد عفیف د رسنیو د برخې او سیاست "پیاوړی" کارکونکی یاد کړی دی.

حزب‌الله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده د امریکا له‌‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌‌‌‌الله چې د لبنان پر جنوب واکمنه ده، د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

له کله چې د اسراییلو د پوځ او حزب‌الله جګړه پيل شوې، اسراییلو دغې ډلې ته د سر او مال دروند زیان اړولی دی.

اسراییلو د تېرې سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله هم په یوه ورته برید کې وواژه.

عباس ستانکزی: نړيواله ټولنه دې د افغانستان بيارغونه کې مرسته وکړي

 شیر محمد عباس ستانکزی
شیر محمد عباس ستانکزی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تېرو څو لسیزو جګړو له کبله د رامنځته شویو ویجاړیو په رغولو کې مرسته وکړي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې، ستانکزي پرون یک‌شنبه په یوه غونډه کې له ملګروملتونو او نړیوالو مؤسسو غوښتي چې له افغانانو سره په اقتصادي وده، تخنیکي برخه او کرنې سکټور کې مرستې وکړي.

هغه په ځانګړې توګه هغه هېوادونه مخاطب کړل چې په وینا یې تېرو کلونو کې د افغانستان په جګړو کې ښکېل وو او په وینا یې د افغانستان بیارغونه د همدغو هېوادونو اخلاقي مسوولیت دی.

د هغه اشاره په غیر مستقیم ډول د ناټو غړو هېوادونو ته وه، چې افغانستان کې يې شل کاله پوځي حضور درلود او هلته یې د جګړې پر مهال خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته له نړۍ د مرستو او دغه راز رسمیت پېژندنې ورته ډېرې غوښتنې کړي، خو په ظاهره د حکومتولۍ د بڼې او یوشمېر سختو تګ‌لارو له کبله تر اوسه هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG