د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

خبرونه

د شمالي کوريا مشر خپل پوځ ته: د جګړې لپاره مو وړتياوې لوړې کړئ

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد پوځ ته امر کړی چې، د جګړې لپاره خپلې وړتیاوې لوړې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌‌مخې نوموړي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د پوځي قومندانانو یوې غونډې ته کړي چې، نن دوشنبه د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (KCNA) راپور کړې دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې، لوېدیځو هېوادونو روسیې ته د شمالي کوریا له‌‌‌‌خوا د زرګونه سرتېرو پر استولو اندېښنه ښودلې ده.

تمه ده چې اکثره دغه کوریایي سرتیري به په اوکراین کې د روسیې له پوځیانو سره اوږه په اوږه جګړه کې برخه واخلي.

د شمالي کوریا مشر ویلي، د امریکا او د جنوبي کوریا په ګډون د متحدایالتونو د متحدانو له‌‌‌خوا دوی ته د ګواښ ماهیت "په تاریخ کې خطرناک پړاو" ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، د همدې ګواښونو له کبله د جګړې د تیاریو خبره کوي.

د افغانستان د نولس‌کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله نن له عربي متحده اماراتو سره سیالي کوي

د افغانستان د ۱۹کلونو ځوانانو لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د ۱۹کلونو ځوانانو لوبډلې لوبغاړي

د نولس‌کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان د نولس‌کلنو ځوانانو لوبډله نن دوشنبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د کوربه عربي متحده امارتو پر وړاندې سیالي کوي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۱۰۰ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

دغه پنځوس اوریزه سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې د دوبۍ په ښار کې پیل شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې چې درې لوبډلې په‌‌‌‌کې برخه لري، هره لوبډله یو له بل سره دوه‌دوه سیالۍ ترسره کوي.

د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.

د ویلو ده چې د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیليږي.

د جي۲۰ هېوادونو سرمشریزه د برازیل په ریو دي جینیرو کې ترسره کېږي

د جي۲۰ یا د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشران به دې سرمشریزه کې تر ډېره د پایداره پرمختګ، انرژۍ او د لوږې په وړاندې د نړیوال اتحاد په رامنځته کولو متمرکزه وي.

خو د دې سرمشریزې تر پيل مخکې د چاپيریال ساتنې فعالانو په برازیل کې اعتراضي غونډې هم کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې، امریکا د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې په روان کال کې یوولسو میلیاردو ډالرو ته رسولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دې سرمشریزې ته تر رسېدو مخکې د یک‌شنبې په ورځ د امازوناس ښار ته ولاړ، چېرته چې د نړۍ تر ټولو لوی ځنګل اماوزن په‌‌‌‌‌کې پروت دی.

بایډن به نن دوشنبه ریو دي جینیرو ته ځي.

سعودي عربستان سږ کال د درې افغانانو په ګډون تر سلو ډېر کسان اعدام کړي

د سعودي عربستان له‌خوا د درېیو افغانانو د اعدام په اړه جزیات نه‌‌‌‌دي ورکړل شوي
د سعودي عربستان له‌خوا د درېیو افغانانو د اعدام په اړه جزیات نه‌‌‌‌دي ورکړل شوي

سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کال کې د درېیو افغانانو په شمول څه باندې سل بهرني بندیان اعدام کړي دي.

دا خبره د فرانسې خبري اژانس او ځینو نورو د سعودي عربستان د بشري حقونو مدافع سازمانونو راپور کړې ده.

د سعودي دولتي اژانس معمولاً د دغو اعدامونو په اړه اعلامیې خپرې کړي، چې وروستۍ یوه یې د شنبې په ورځ په نجران سیمه کې د یوه یمني تبع د اعدام وه، چې عربستان ته د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم و.

د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي چې، په اعدام شویو بهرنيو بندیانو کې ډېر کسان د پاکستان دي چې شمېر یې ۲۱ ته رسیږي، ورپسې د اعدام شویو بندیانو کې په ترتیب د یمن، سوریې، نایجیریا، مصر، اردن، ایتوپیا، سوډان، هند، افغانستان، سریلانکا، ایریتریا او فیلپین اتباع شامل دي.

د سعودي عربستان له‌خوا د درېیو افغانانو د اعدام په اړه جزیات نه‌‌‌‌دي ورکړل شوي او نه په ریاض کې د افغانستان سفارت په‌‌‌‌دې رابطه څه تبصره کړې ده.

په برلین کې د بشري حقونو مېشت سازمان سعودي-اروپايي بنسټ د اعدامونو دا شمېر د اندېښنې وړ او ریکارډ بللی.

د دغه سازمان د حقوقي برخې مشر طاها الحاجي ویلي چې، سعودی هيڅکله په یوه کال کې سل بهرنیان نه وو اعدام کړي.

طالبان: د امو دريا نفتي حوزه کې د ۱۸نورو څاګانو د کېندنې چارې پيل شوي

د امو سيند په څنډو کې يو شمېر پروژې پيل شوي
د امو سيند په څنډو کې يو شمېر پروژې پيل شوي

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د امو دریا په نفتي حوزه کې د ۱۸نورو استخراجي څاګانو د کېندلو چارې پيل شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې، دا څاګانې د افغانستان او چین د یوه ګډ شرکت اف چین له‌خوا کېندل کېږي او کال ته به بشپړې شي.

د اف چین شرکت ویاند امرالدین علي‌زي ویلي چې، دا څاګانې په قشقري بلاک، د سرپل اق دریا او د جوزجان په زمردسای سیمو کې موقعیت لري.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت څه وخت مخکې ویلي وو چې یوه چینايي شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په لګښت په امو دریا حوزه کې د ۱۸ نفتي څاګانو کېندل پیلوي.

د نفتي څاګانو کېندل به د کال پنځه سوه میلیونه ډالره عاید ولري.

طالبانو په فاریاب او تخار کې پنځه کسان په دُرو وهلي دي

ارشيف
ارشيف

د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا بیانیو کې یک‌شنبه خبر ورکړ چې، د فاریاب په پښتون‌کوټ او دولت‌اباد ولسوالیو کې یوه ښځه او یو سړی له کوره د تېښتې او هغه څه چې دوی نامشروع اړیکې بللي ۳۹ دُرې ووهل شول او له یو تر دوو کلونو حبس باندې محکوم شول.

همدارنګه د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې هم دوه کسان د طالبانو د سترې محکمې د بیان په اساس د غلا او لواطت په تور ۳۹ دُرې ووهل شول.

طالبانو د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له غوښتنو سره‌سره بدني سزاګانې په پراخه کچه تطبیق کړي.

د بشري حقونو فعالان طالبان تورنوي چې اکثر بندیان عدالت ته له لاس‌رسي پرته په سزا رسوي.

تېره اوونۍ طالبانو په پکتیا کې یو کس د قتل په تور "قصاص" کړ.

رسنۍ: د اسراييلو په بريد کې د حزب‌الله ډلې وياند وژل شوی

د بريد سيمه
د بريد سيمه

نړیوالو رسنیو د لبنان د امنیتي سرچینو په قول ویلي دي چې، د لبنان د حزب‌الله د رسنیو مسوول د اسرايیل په هوايي برید کې د بیروت په یوه ودانۍ کې وژل شوی دی.

د راپورونو له‌‌مخې، محمد عفیف چې د دې وسله‌والې ډلې ویاند و، نن (یک‌شنبې، د لړم ۲۷مه) د دې برید په پایله کې وژل شوی دی.

د لبنان امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د بیرت په یوه ګڼ‌‌‌مېشته سیمه کې د اسراییل په نننۍ حمله کې د حزب‌الله د رسنیو د اړیکو ريیس محمد عفیف وژل شوی دی.

حزب‌الله تر اوسه دا خبر نه‌‌‌دی تایید کړی او د اسراییل پوځ هم د رویټرز ته په‌‌‌دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس هم د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې، محمد عفیف د یک‌شنبې په ورځ په بیروت کې د اسراییل د هوايي برید په پایله کې وژل شوی دی.

روسيې په يو هوايي بريد کې د اوکراين د انرژۍ تاسيسات په نښه کړي

اوکراين کې د بريد سيمه
اوکراين کې د بريد سيمه

روسیې پر اوکراین پر یوه تر ټولو لوی هوايي برید کې د دغه هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یک‌شنبې په ورځ (د عقرب ۲۷مه) اعلان وکړ چې، روسیې په یوه پراخه حمله کې د دې هېواد د انرژۍ د تاسیساتو پر لور ۱۲۰ توغندي او ۹۰ بې‌پيلوټه الوتکې توغولي دي.

زیلینسکي څرګنده کړه چې روسیې په‌‌دې بریدونو کې له ډول‌ډول بې‌پيلوټه الوتکو، کروز توغندیو، بالسټیک توغندیو او ایرو بالسټیک توغندیو څخه کار اخیستی دی.

هغه دا څرګندونې په ټلېګرام کې خپرې کړي او زیاته کړې يې ده، چې د اوکراین دفاعي ځواکونه توانېدلي چې د ۱۴۰ هوايي بریدونو مخه ونیسي.

زیلینسکي د میکولایف په ښار کې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې د حملې په اړه وویل، په‌‌‌دې برید کې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي، چې په هغوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د امریکا منتخب ولسمشر د انرژۍ د وزیر په توګه د کریس رایټ له نومولو سره موافقه کړې

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ موافقه کړې چې کریس رایټ د انرژۍ د وزیر په توګه ونوموي.

رایټ، چې د ټرمپ د انتخاباتي د کمپاین همکار او د فوسیل سون موادو اجرائیه رییس دی، د ټرمپ په راتلونکې، یا دوهمه اداره کې به دغه مقام پر غاړه واخلي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کریس رایټ د لیبرټي انرژۍ (Liberty Energy) شرکت اجرائیه رییس دی او د نفتو او ګازو د پراختیا کلک پلوی دی.

رایټ د اقلیمي بدلون د مخنیوي له هڅو سره موافق نه دی.

د هغه ګومارنه ښايي د فوسیل سون موادو صنعت ته وده ورکړي.

څارونکي وايي چې د رایټ ګومارنه به په امریکا کې د انرژۍ پر پالیسیو او د اقلیمي بدلون د کنټرول په هڅو باندې ژور اغېز وکړي.

غزه کې پر یوې څو پوړیزې ودانۍ د اسراییلو حمله؛ لسګونه فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د غزې په بیت لاهیه کې طبي کارکوونکو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې پر یوې څو پوړیزې ودانۍ د اسراییل په حمله کې لسګونه فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې دقیقاً څو تنه وژل شوي، خو د فلسطین د ملکي اضطراري حالت اداره وايي چې شاوخوا ۷۰ تنه په دې ودانۍ کې اوسېدل.

اسراییل په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG