خبرونه
فوټبال؛ د افغانستان ملي لوبډلې ۳-۱ د تاجکستان پر وړاندې سیالي وبایلله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په یوې دوستانه سیالۍ کې نن سه شنبه د نومبر په ۱۹مه نېټه د تاجکستان پر وړاندې دوستانه سیالي ۳ د یو پر وړاندې وبایلله.
په دې لوبه کې تاجکستان د لوبې په یولسم، اوه ویشتم او اویایمه دقیقه کې ګولونه ووهل او افغان لوري ته یوازېنی ګول جمشید اڅکزي د لوبې په اته دېرشمه دقیقه کې وواهه.
د سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې تاجک ګول کیپر سور کارت هم وخوړ او بیا یادې لوبډلې تر اخره په لسو لوبغاړو لوبه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړۍ دوستانه سیالي ۲-۰ نیپال ته بایللې وه.
د ویلو ده چې تر دې ماتې وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.
پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې؛ زیلینسکي: هېواد مو د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی
نن د نومبر ۱۹مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې په داسې حال کې پوره شوې چې پر اوکراین د روسیې حملې دوام لري.
اوکرایني چارواکو نن وویل چې د شمال ختیځې سومي سیمې په هلوخیف ښار کې نن سهار د استوګنې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول او دولس نور ټپیان شول.
چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې برید وروسته په یو بیان کې وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.
له دې دوه ورځې مخکې د سومي په مرکز کې د روسیې په توغندویي برید کې یوه د استوګنې ودانۍ ولګېده چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل.
چین د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې د خپل یوه وګړي وژنه تایید کړه
چین نن تایید کړه چې یو وګړی یې د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې په یوه وسلهوال برید کې وژل شوی او څلور نور وګړي یې ټپیان شوي دي.
فرانسپرېس خبري آژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان په حواله راپور ورکوي چې دا برید د تاجکستان په خاوره کې دننه د یوه چینايي شرکت پر کمپ شوی دی.
په بیان کې دا برید په کلکه غندل شوی او یادونه شوې چې په دوشنبې کې د چین د سفارت لهخوا د پېښې سیمې ته استول شوی کاري پلاوی سیمې ته رسېدلی دی.
بیان زیاتوي چې د چین سفیر د تاجکستان پر حکومت غږ کړی چې د دې پېښې علت ژرترژه معلوم کړي.
د تاجکستان امنیتي سرچینو پرون د لړم ۲۸مه د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل چې د تاجکستان د ختلان ولایت د شمسالدین شاهین ولسوالۍ په دره زربز سیمه کې د یکشنبې په شپه په یوه برید کې چې د دوی په وینا احتمالاً د افغانستان له خاورې به شوی وي، یو چینایی وګړی ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
د تاجکستان حکومت او د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۵۰ کسانو ته رسېدلی
په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ یا پولیو د اخته ناروغانو شمېر پنځوسو تنو ته رسېدلی دی.
پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د پولیو پنځوسمه پېښه د خیبرپښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې په یوه شل میاشتنۍ ماشومه کې موندل شوې ده او د پاکستان د روغتیا مسوولې ادارې دا نوی مورد تایید کړی دی.
له دې پېښې سره په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۱ او په ټول پاکستان کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په روان کال کې پنځوسو ته لوړ شو.
په پاکستان کې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې چې شمېر یې ۲۴ ته رسېږي، په بلوچستان ایالت کې موندل شوي دي.
په پاکستان کې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د پولیو د مخنیوي پروګرام روان دی او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې ناروغۍ د پېښو کچه ۹۹ سلنه کمه شوې، خو بیا هم پاکستان او افغانستان یوازېني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې دی.
طالبانو په بغلان کې یوه ښځه په درو وهلې
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په بغلان ولایت کې یې پرون یوه ښځه د خلکو په مخکې په درو وهلې ده.
دې محکمې نن پر خپله ویبپاڼه خبر ورکړ چې دا ښځه د لومړنۍ محکمې لهخوا د هغه څه په خاطر چې دلالي بلل شوې ده، په دېرشو درو او شپږ میاشتې بند محکومه شوې وه.
نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او بیا بیا یې له طالبانو غوښتي چې د د ډول سزاګانو بهیر ودروي، خو طالبان لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دې حکمونو تطبیق ته دوام ورکوي.
فوټبال؛ افغانستان نن له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د نومبر په ۱۹مه نېټه له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي.
د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې پیل شي.
دوه ورځې وړاندې په یو بلې دوستانه سیالۍ کې افغانستان ۲-۰ له نیپال ماتې وخوړه.
د ویلو ده چې دغه سیالۍ د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي عثمان توشف تر روزنې او څارنې لاندې ترسره کېږي.
نن د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ۷۸ کاله پوره شول
افغانستان د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د ملګروملتونو د سازمان له جوړېدو وروسته د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۱۹مه د دې سازمان غړی شو.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه هغه تور او سپین عکس خپور کړی چې د افغانستان د هغه مهال استازی عبدالحسین عزیز د ملګروملتونو په مقر کې په داسې حال کې ښيي چې د دې سازمان له چارتر سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیکوي.
سویډن او ایسلنډ هم له افغانستان سره په یوه ورځ د ملګروملتونو غړي شول.
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان د اقليمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی
د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان د روان اقتصادي بحران له کبله له ګڼو ستونزو، بېکارۍ او د اقلیمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی.
دې ټولنې پرون پر خپله وېبپاڼه په یوه راپور کې ویلي دي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ترټولو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.
په راپور کې په ځانګړي ډول یادونه شوې چې د بادغیس ولایت وضعیت ډېر خراب دی.
په بادغیس او د هېواد په نورو ولایتونو کې پراخې ځمکې د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې شاړې شوي او په نتیجه کې یې خلک د بقا لپاره نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، پهداسې حال کې چې د اقلیمي بدلون بحران په پراخېدو دی، افغانستان د دې ستونزې د حل لپاره لازم چمتووالی نهلري.
لهدې مخکې د یکشنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب ادارې سېف دِ چیلدرن وویل چې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸ زرو ډېر خلک چې نیمايي یې ماشومان دي، له خپلو مېنو بېځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.
خيبرپښتونخوا کې د يو بريد په پايله کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۷ تښتول شوي
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخو ایالت کې د وسلهوالو په یوه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي او د پولیسو اووه افسران تښتول شوي دي.
د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې، په تیرا کې د پوځ او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې اته سرتيري او نهه وسلهوال ووژل شول.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو ډلې TTP منلې ده.
د پولیسو یوه چارواکي هم پهدې شرط چې نوم یې افشا نهشي فرانس پرس ته ویلي دي چې، په خیبرپښتونخوا کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د پولیسو اووه افسران د وسلهوالو لهخوا تښتول شوي دي.
دې چارواکي همداراز ویلي چې، د دې پولیسو وسلې هم د وسلهوالو لاس ته لوېدلې دي.
فرانسپرس د دې پېښې ځای نهدی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د محمد ضیاالدین په نوم د پولیسو یوه افسر هم دا پېښنه تایید کړې ده.
پهدې وروستیو کې په پاکستان کې د ټيټيپي په حملو کې زیاتوالی راغلی.
دې ډلې د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو لس افسران ووژل.
د روسيې د يو بريد پر مهال اوکراين کې نن اووه کسان وژل شوي
په اوکراین کې نن د یوه ماشوم په ګډون اووه کسان د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول.
چارواکو نن وویل چې، دا برید د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې پولې ته نژدې د سومي سیمې په هلوخییف Hlukhiv ښار کې وشو.
د سومي پوځي ادارې پر ټلېګرام شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې، پهدې برید کې چې د لیلیې پر یوه ودانۍ وشو، دولس نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم په یوه بیان کې د دې برید په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې، هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.