خبرونه
د پاکستان پلاوی د امنیت او سوداګرۍ په اړه د خبرو لپاره کابل ته ځي

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د اسلاماباد يو جګپوړی پلاوی نن (سې شنبې) کابل ته ځي، چې د امنیت، سوداګرۍ او له طالبانو سره د تازه اوربند د هوکړې په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې پاکستانی پلاوی د اوربند د عملي کېدو څرنګوالي، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه، او د "يو سندي نظام" (One Document Regime) موضوع هم وڅېړي — هغه ميکانيزم چې هدف یې د تورخم او سپین بولدک په شمول د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ په لارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
تراوسه څرګنده نه ده چې کابل ته د پاکستان په تلونکي پلاوي کې به د دغه هیواد کوم چارواکي ګډون ولري.
که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې دا سفر له پخوا پلان شوی و، خو د سفر مهالویش دا اټکلونه زيات کړي چې دا به د دواړو لوريو ترمنځ د نازک اوربند د پياوړتيا او د سوداګريزو او امنيتي اړيکو د بيا رغاونې هڅه وي.
د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلتیا په اوج کې پاکستاني پلاوي غوښتل کابل ته لاړ شي خو راپورونه وايي چې هغه مهال طالبانو د هغوی له سفر سره موافقه ونه کړه.
دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شنبې په ماښام په دوحه کې د اوربند موافقه لاسليک شوه. دا هوکړه د قطر او ترکيې په منځګړيتوب وشوه. او وټاکل شوه چې دواړه خواوې بل پړاو خبرې د روان اکتوبر په ۲۵ مه؛ یعني د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په استانبول کې وکړي.
په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدا په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام خبرداری

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لا زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي. خو له دې سره سره، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بودجې د کمښت له امله يوازې د اړو خلکو له يوې کوچنۍ برخې سره د مرستې توان لري.
دې ادارې، په یوه پیغام کې، چې پر خپله اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي له رسېدو وړاندې د افغانستان د اړمنو خلکو د مرستې لپاره عاجل اقدام وکړي.
تر دې وړاندې، د خوړو نړيوال پروګرام د روان کال د حمل (وري) په مياشت کې ويلي و چې په هرو ۱۰ ثانیو کې يو افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار کېږي.
د دې ادارې د وړاندوينې له مخې، د روان کال تر پايه به ۳.۵ ميليونه افغان ماشومان د سوې تغذيې له جدي خطر سره مخامخ وي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په اوسني بحران کې د لسيزو جګړې، پرلهپسې وچکالۍ، د خوراکي توکو د بيې لوړېدا، او د پاکو اوبو محدود لاسرسی د خوارځواکۍ او لوږې د زياتېدو بنسټيز عوامل دي.
په پاکستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه

د پاکستان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) يوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
وزارت پرون (دوشنبې) وویل، دا ماشوم ۱۲ مياشتنی دی او د خيبر پښتونخوا اوسېدونکی دی. د دې تازه پېښې له ثبتېدو سره، يوازې په خيبر پښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی، او په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه په ټوله پاکستان کې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو يوه ويروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي. دا ويروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي او د عصبي سيستم پر فعاليت اغېز کوي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې محوه شوي نه دي.
تېره اوونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیسو ۳ پېښې ثبت شوې.
سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې شوي او دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
ټرمپ: که حماس پر اوربند عمل ونه کړي، محوه به شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه / د ميزان ۲۸مه) وويل، چې ده حماس سختدریځې ډلې ته يو فرصت ورکړی څو له اسراییل سره د اوربند له موافقې سره سم عمل وکړي، خو دا یې هم په کلکه ټينګار وکړ چې که دا ډله په عمل کې ځنډ وکړي، نو «ريښه به يې له منځه يووړل شي».
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له صدراعظم انټوني البانېزي سره له کتنې ورروسته خبريالانو ته وکړې او ویې ویل:
«حماس ډېر ظالمانه چلند کړی، خو په حقیقت کې نور د ايران او د بل هیچا ملاتړ نه لري. هغوی بايد ښه چلند وکړي، او که ښه چلند ونه کړي، بېخ به یې وایستل شي.»
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د هغه دوو لوړپوړو استازو — سټيف ویتکاف او جېرد کوشنر — د دوشنبې په ورځ له اسرائيلي صدراعظم بنيامين نتنياهو سره وليدل.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. ونس هم ټاکل شوې چې له نن سې شنبې تر پنجشنبې پورې اسرائيل ته سفر وکړي.
ټرمپ ټينګار وکړ چې د امریکا ځواکونه به د حماس پر ضد په جګړه کې مستقيم ګډون ونه کړي او زياته يې کړه چې څو هېوادونو موافقه کړې چې د غزې د ثبات لپاره د يوه ګډ نړيوال ځواک په چوکاټ کې برخه واخلي.
اروپایي ټولنه: د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستولو په تړاو تماسونه نیول شوي

اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو له حکومت سره یې د هغو پناغوښتونکو د اخراج په اړه تخنیکي تماسونه نیولي چې د کډوالۍ کیسونه یې رد شوي دي.
د دغې ټولنې د اجرایوي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د غړو هېوادونو او د افغانستان د واکمنانو ترمنځ دې برخه کې همغږي رامنځته کړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تازه د بلجیم په نوښت د اروپایي ټولنې شلو هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باید د هغو افغان پناغوښتونکو داوطلبانه او اجباري ستنولو ته اقدام وشي چې د پنا غوښتنې یې رد شوي دي.
معلومه نه ده چې اروپا کې دا مهال څه شمیر افغانان د اخراج له خطر سره مخامخ دي، خو جرمني د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دوه ځله لسګونه افغانان کابل ته لیږلي چې په وینا یې جرمي دوسیې یې درلودې.
اروپایي چارواکو د اوکراین د سولې په بهیر کې د روسیې په ښه نیت شک څرګند کړی

اروپایي چارواکو او د اوکراین ولسمشر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر نیت شک څرګند کړی دی.
دوی پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په دې اړه داسې مهال جرګه شول چې د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشره غوښتي چې روسیې ته د سولې په بدل کې دونتڅک سیمه وسپاري.
فایننشل ټایمز ادعا کړې چې ټرمپ تیره جمعه په سپینه ماڼۍ کې له خپل اوکرایني سیال ولادمیر زلنسکي سره د خبرو پر مهال له هغه دغه غوښتنه کړې ده، خو خپله ټرمپ پرون خبریالانو ویلي، داسې کومه مسله د ده او زلنسکي ترمنځ نه ده مطرح شوې.
د اروپایي کمیسیون مرستیالې کایا کالاس د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ترپرونۍ غونډې وروسته ویلي" روسیه یرغلګره او اوکراین قرباني دی او په خبره یې پر قرباني هېواد فشار اچول سم کار نه دی."
دا خبرې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې د امریکا، روسیې او اوکراین مشران راتلونکو څو اونیو کې په هنګري کې د اوکراین د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګووا ژیکون نن دوشنبې په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز او دوست ګاونډیان دي او تل به یودبل ګاونډیان وي. هغه وویل، چین "د زړه له تله هیله لري" چې پاکستان او افغانستان "خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دواړو هیوادونو او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوه تلپاتې اوربند ته ورسیږي. "
هغه زیاته کړه: "چین چمتو دی چې د دواړو هیوادونو په پرمختګ او پراختیا کې رغنده رول ولوبوي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په هوکړه کې د ترکیې او قطر د منځګړیتوب د هڅو ستاینه وکړه.
تردې مخکې د عربستان، قطراو ترکیې په ګډون یوشمیرنورو هیوادونو هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی دی.
د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکي د شنبې په ورځ په دوحه کې د خبرو په نتیجه کې په یوه اوربند سلا شول او پرېکړه یې وکړه چې د خبرو بل دور به د اکتوبر په ۲۵ په استانبول کې ترسره کړي.
د غزې له اوربنده لومړنۍ لویه سرغړونه، دوه اسراییلي سرتیري او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

د اسراییل پوځ وایي، د دوی د دوو پوځیانو له وژلو او بیا پر غزه د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته بیرته د غزې اوربند پېل شوی دی.
د رویټرز په وینا دغلته د امریکا په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند پرون یکشنبه هغه مهال مات شو چې وسله والو دوه اسراییلي سرتیري ووژل او بیا اسراییل پر غزې هوایي بریدونو سره ۲۶ فلسطینان له منځه یوړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن د حماس مشران د اوربند په سرغړونه کې ښکېل نه وي.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي، نه پوهیږي چې د اسراییل هوایي بریدونه د توجیه وړ دي او که نه، خو په وینا یې وروسته به په دې اړه نور جزیات ورکړي.
غزه کې د اوربند له بیرته نافذېدو سره سم دغې جګړه ځپلې سیمې ته نن دوشنبه د مرستو رسول هم له سره پېل شوي دي.
له پاکستان سره د نانندریو په اوج کې، برادر له ګاونډیو وغوښتل چې له( تقابله) ډډه وکړي

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې " د تقابل او غیر اصولي" کړنو پر ځای دې پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه کړي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په هرات کې د ترکمنستان له یوه سیاستوال او پخواني ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د لیدو پر مهال وکړې.
د ښاغلي برادر دفتر ویلي چې د دغې پروژې نل لیکه د افغانستان په خاوره کې ۱۴ کیلومتره بشپړه شوې ده.
دغه پروژه د منځنۍ اسیا ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.
برادر دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې پر کابل او پکتیکا د پاکستان له تازه هوایي بریدونو وروسته خړې پړې دي.
که څه هم د دواړو هېوادونو دفاعي او امنیتي استازو وړمه ورځ دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه، خو وضعیت لا هم عادي نه دی او د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.