د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۱

خبرونه

زاهدان ښار کې پر محکمې برید کې د بریدکوونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي

په زاهدان کې له برید وروسته ایسنا خبري اژانس دا انځور خپور کړی
په زاهدان کې له برید وروسته ایسنا خبري اژانس دا انځور خپور کړی

د " جیش العدل" ډلې غړو د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې پر یوې محکمې برید کړی چې ۶ تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو څانګې نن شنبه په زاهدان ښار کې له شوې دغې حملې څو ساعته وروسته د مرګ ژوبلې دا شمیرې خپرې کړې دي.

برید کې د لږ تر لږه ۳ حمله کوونکو د وژنې راپور هم ورکړل شوی دی.

د ایران قضایه قوې دا برید " ترهګریز" بللی دی.

جیش العدل د برید مسولیت منلی دی.

دغه ډله چې ایران او امریکا یې د " ترهګرو" په توګه پيژني ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر د ایران له حکومت سره جګړه کوي.

ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی

ټرمپ د بریتانیا د سفر پر مهال
ټرمپ د بریتانیا د سفر پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د پنځه ورځني سفر په موخه سکاټلنډ ته رسیدلی دی.

هغه به د یکشنبې په ورځ د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیرلاین سره وګوري.

هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، کډوال د اروپا لویه وچه " وژني" او په خبره یې اروپایي هېوادونه په ګډه باید د کډوالو مخنیوي ته کار وکړي.

د جرمني ډي.پي.اې اژانس وایي، د سکاټلنډ په ایدینبورګ او ابیرډین سیمو کې د ډونالډ ټرمپ د سفر په ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.

بریتانیا د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسولو چاره پيل کړې

ارشیف
ارشیف

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر وایي، دوی به د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسونې په چارو کې برخه واخلي.

دا وروسته تر دې چې اسراییل د جمعې په ورځ وویل، دوی اجازه ورکوي چې هېوادونه جګړه ځپلې غزې ته د هوا له لارې خوراکي مواد واچوي.

بریتانوي چارواکو ویلي، دوی له مخکې له اردوني چارواکو سره په تماس کې شوي چې غزې ته د خوراکي موادو رسول اسانه کړي.
بریتانیا ویلي، دوی د هغو فلسطیني ماشومانو درملنې ته هم چمتو دي چې جګړه کې ټپیان شوي دي.

د بریتانیا پر صدر اعظم د پارلمان د ۲۲۱ غړو له خوا فشار دی چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، هېواد به یې د امنیت شورا د لومړني غربي غړي په توګه په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.

غزه کې بشري ناورین حاکم دی او ملګرو ملتونو ویلي، لوږه تر هرې دروازې پورې رسیدلې ده.

د هند پولیسو د یوه (جعلي سفارت) څښتن نیولی

ارشیف
ارشیف

د هند پولیسو نوي ډیلي ته نژدې په اتراپردیش کې هغه ۴۷ کلن کس نیولی چې د خلکو د غولولو او غلا لپاره یې جعلي سفارت جوړ کړی و.

پولیسو ویلي، هارش واردان جین د خپلو چارو لپاره یو کور کرایه کړی و او له خلکو یې په دې پلمه پیسې اخیستې چې ګواکې بهرنیو کمپنیو کې ورته د کار زمینه برابروي.

نوموړي ځان " د شمالي قطب د لویدیځ " سفارت مشر معرفي کړی و او خپلو موټرو ته یې جعلي ډيپلوماتیک نمبر پلیټونه نصب کړي وو.

هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر ټولنیزو پاڼو د هند له مشرانو سره جعلي انځورونه هم خپرول.

پولیسو د دغه کس پر کرایي کور د چاپې پر مهال ۵۳ نیم زره ډالر او داسې جعلي پاسپورټونه او اسناد نیولي چې د بهرنیو چارو وزارت ټاپه یې هم درلوده.

ایران او اروپايي هیوادونو د خبرو پر دوام موافقه وکړه

د ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریب‌آبادي، د جمعې په ورځ له استانبول څخه خبر ورکړی چې تهران له اروپايي اړخونو سره د ایران د اتومي دوسیې په اړه د "سلا مشورو په دوام" باندې توافق کړی دی.

هغه په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې یې خپور کړی، لیکلي:

«موږ د دوی د وروستي تیریګر جنګ په اړه د هغوی پر دریځونو کلکه نیوکه وکړه، او خپل اصولي دریځونه مو، په ځانګړې توګه د 'سنپ‌بک' په نوم د میکانیزم په اړه، واضح کړل.»

تر دې مخکې ځینو خبري آژانسونو راپور ورکړی و چې د استانبول خبرې ښايي پر ایران د بندیزونو پر بیا وضع کولو متمرکزې وي.

غریب‌آبادي په خپل پیغام کې دا هم ویلي: «دواړو خواوو مشخصې طرحې درلودې چې بېلابېل اړخونه یې وڅېړل شول او پرېکړه وشوه چې مشورې به دوام ومومي.»

هغه د دغو "مشخصو طرحو" جزئیات نه دي څرګند کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو او د فرانسی، جرمني او بریتانیا استازو د جمعې په ورځ، (جولای ۲۵)، په استانبول کې خبرې پیل کړې. دا خبرې د ایران د اتومي پروګرام د لانجې د حل لپاره د نوې هڅې په چوکاټ کې ترسره کېږي.

دا وروسته له هغه چې تېره میاشت د اسراییل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنی جګړه وشوه، د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ایران او درې اروپايي هېوادونو ترمنځ لومړۍ ناسته وه.

د افغان کارګرو د ایستلو له امله په ایران کې ساختماني چارې ټکنۍ شوي

د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې رئیس ایرج رهبر، وایي چې د افغان کارګرانو د ایستلو له امله، ساختماني صنعت په تېره بیا په تهران کې له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

نوموړي د ایران له (ایلنا) خبري آژانس سره په مرکه کې، چې پرون یې خپره کړې، ویلي چې په تهران کې تر ۵۰ سلنه زیات ساختماني کارګر افغانان وو، او اوس چې هغوی له هېواده وتلي، ځینې پروژې ځنډېدلي او د کار تولید کم شوی دی.

رهبر زیاتوي چې افغان کارګرو د سمینټ اچولو، سنګ‌کارۍ، بنايي او عادي کارګرۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، او اوس د دغو مسلکونو لپاره د ایراني کارګرو پیدا کول وخت غواړي.

هغه دا هم وویل چې ایراني کارګر ساده ساختماني کار ته دومره لېوالتیا نه لري، ځکه چې اجوره یې کمه ده، خو افغان کارګر د کمې اجورې په بدل کې او بې له ټولنیزې بیمې ډېره خواري کوي، نو له همدې امله کارفرمایان هغوی ته لومړیتوب ورکوي.

د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې مشر دا هم وویل چې د یوه ایراني کارګر مزد د دوو افغان کارګرو هومره دی.

طالب چارواکو د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د واګې بندر پر بندولو اعتراض کړی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.

پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.

افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.

د چیچنیا مشر له ډوبېډو وژغورل شو

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف د ترکیې په بودروم ښار کې له ډوبېدو وژغورل شو.

د ترکیې رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې پېښه د پنجشنبې په ورځ د بودروم ښار د کاینار ولسوالۍ په یوه پنځه ستوریز هوټل کې هغه مهال وشوه، چې رمضان قدیروف اوبو ته ځان واچاوه او لږ وروسته بې‌هوشه شو.

د راپورونو له مخې، هغه د لامبو لپاره اوبو ته ننوت، خو ناڅاپه یې کنټرول له لاسه ورکړ او تر اوبو لاندې شو.

د ترکیې ساحل ساتي ځواک او د هوټل کارکوونکو د هغه د خراب حالت له لیدو وروسته سمدستي مداخله وکړه او هغه یې له اوبو راوایست.

سعودي عربستان په سوریه کې له ۴ تر ۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان یو لوی سوداګري پلاوی دمشق ته تللی چې په سوریې کې له څلور تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د پانګونې موافقې لاسلیک کړي.

دا پلاوی چې مشري یې د سعودي د پانګونې وزیر خالد بن‌عبدالعزیز الفالح کوي، د شاوخوا ۱۳۰ سترو سعودي سوداګرو په ملتيا روانه اوونۍ (د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه) دمشق ته ورسېد او د سوریې د دوه ورځني پانګونې په کنفرانس کې یې ګډون وکړ.

سعودي عربستان، ترکيه او متحده عربي امارات د سوریې د مؤقت حکومت تر ټولو مهم ملاتړي بلل کېږي.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر، حمزه المصطفی، ویلي چې سعودي پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د سوریې له حکومت سره له ۴ تر ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسلیک کړي. خو د سعودي رسمي خبري آژانس د څلور میلیارد ډالرو د موافقو یادونه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG