د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

ټرمپ سکاتلنډ ته په سفر کې کډوال د اروپا لپاره (لوی ګواښ) بللی دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پنځه ورځني سفر بریتانیا ته تللی دی. هغه د سفر په لومړي ګام کې پرون سکاټلنډ ته ورسید او هلته یې له خبریالانو سره په خبرو کې کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی.

ټرمپ به د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسلا فون دیرلاین سره پر سوداګریزو اړیکو او یوشمیر نورو مسلو خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ کې د سفر لومړۍ ورځ د " ټرمپ انټرنشنیل سکاټلنډ" په نوم خپل ګلف میدان کې تیره کړه.

د ټرمپ له خوا د ګلف لوبې پر مهال د میدان شاوخوا ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د ګلف میدان ته د ټرمپ له تګ مخکې ګڼ شمیر پولیسو او پوځیانو دغه سیمې وپلټلې.

میدان ته غځیدلې لارې بندې شوي او خلکو په او خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.

ټرمپ به د سه شنبې تر ورځې خپل سفر ته دوام ورکړي او اسوشیتد پریس خبري اژانس لیکي چې هغه به د بریتانیا له صدر اعظم، د سکاټلنډ له لومړي وزیر او نورو چارواکو سره پر سوداګریزو مسلو خبرې وکړي.

له ټرمپ سره په دې سفر کې د سپینې ماڼۍ سلاکاران، استخباراتي اجنټان او امریکایي خبریالان ملګرتیا کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې تیلور راجرز دا یو کاري سفر بللی دی.

ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسلا فون دیرلاین سره هم وګوري.

ټرمپ داسې مهال بریتانیا ته تللی چې د هغه دولت پر اروپایي تولیداتو تعرفې لوړې کړي او کتوونکي وایي، د سوداګریزو بحثونو یوه مسله به د همدې تعرفو کمول وي.

د جمعې په ورځ د سکاټلنډ په ایرشایر هوایي ډګر کې له الوتکې تر ښکته کېدو وروسته ټرمپ خبریالانو سره خبرو کې کډوال د اروپا لپاره یو لوی خطر وباله.

هغه ویلي، اروپایي ټولنه باید د کډوالو په ضد لاس سره یو کړي که نه، کډوال به دغه لویه وچه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG