د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۳

خبرونه

پاکستان؛ په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو شتون د اړیکو د ښه کولو پر وړاندې لویه ننګونه ده

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري غونډه کې (آرشیف)
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري غونډه کې (آرشیف)

پاکستان یوځل بیا ادعا کړې چې د دې هېواد مخالف وسله وال په افغانستان کې دي او دا یې لویه ننګونه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون په اسلام آباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، که څه هم د افغانستان او پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې د ډیپلوماتیکو تماسونو له لارې د اړیکو د ښه کېدو په هدف خبرې پیل کړي خو دی زیاتوي چې بیا هم په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو فعالیت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سیمه ایزې همکارۍ د پرمختګ پر وړاندې مهم خنډ دی.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د تروریستانو د ځالو د شتون له کبله خپله اندېښنه واکمنو طالبانو ته څرګنده کړې او هغوی یې هڅولي دي چې د دې ډلو پرضد مشخص اقدامات وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په اوومه نېټه د طالبانو د حکومت او پاکستان استازو په اسلام آباد کې سره وکتل. ښاغلي شفقت وویل چې د دې خبرو په اجنډا کې سوداګري، د کډوالو ستنېدل، سیمه ایز تماسونه او امنیتي همکاري شامله وه.

اسلامیک ریلیف خیریه ټولنه؛ د افغانستان په لویدیځ کې راستانه شوي کډوال خوړو او سرپناه ته اړتیا لري

د هرات د اسلام کلا بندر له لارې راستانه شوي افغان کډوال
د هرات د اسلام کلا بندر له لارې راستانه شوي افغان کډوال

اسلامیک ریلیف ټولنه وايي چې له ایرانه ایستل شوي زرګونه افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې د افغانستان په لویدیځ کې بند پاتې دي.

دې خیریه ټولنې پرون په یوه بیان کې د خپلې یوې تازه څېړنې په اساس وویل چې ډېری ایستل شوې کډوالې کورنۍ خوړو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري خو وايي د راستنېدونکو کډوالو ګڼه ګوڼه ډېره او سیمه ایز امکانات کم دي.

د اسلامیک ریلیف د څېړنې له مخې په تېره یوه میاشت کې نژدې نیم میلیون کډوال له ایرانه په جبري ډول ایستل شوي دي او هره ورځ ۳۵ زره نور کسان هم ایستل کېږي.

له دې مخکې نورو نړیوالو موسسو او له هغې ډلې ملګروملتونو هم له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر پر چټکولو انتقاد کړی دی.

د یو ان ایچ سي آر مشر وايي، سږکال ښايي شاوخوا درې میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي

افغان کډوال هېواد ته د ستنېدو پرمهال (آرشیف)
افغان کډوال هېواد ته د ستنېدو پرمهال (آرشیف)

د افغانستان لپاره د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ مشر وايي چې سږکال ښايي شاوخوا درې میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

عرفات جمال پرون (د چنګاښ ۲۰مه) له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه څه چې موږ وینو له دواړو هېوادونو یعنې ایران او پاکستانه په بې عزته، بې نظمه او پراخ ډول د افغان کډوالو ایستل دي.

ښاغلي عرفات زیاته کړه چې د کډوالو دا ډله ایز ستنېدل پر افغانستان چې له پخوا څخه هم له بشري بحران سره مخامخ دی، لوی فشار راولي.

ښاغلي عرفات یادونه وکړه چې تردې دمه ۱،۶ میلیون افغانان له پاکستانه او په ډېر شمېر نور له ایرانه خپل هېواد ته لېږل شوي دي. د نوموړي د اټکل له مخې د کال تر پایه ښايي دا شمېر درې میلیونو ته ورسېږي.

ملګروملتونو له دې مخکې هم ویلي و، چې ډېری افغان کډوال په جبري ډول له ایرانه ایستل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز؛ د کال په لومړۍ نیمایي کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو سرغړونې ۵۶ سلنه زیاتې شوي

آرشیف
آرشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د روان ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې یې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونو لږترلږه ۱۴۰ موارد ثبت کړي دي.

دې مرکز نن (د چنګاښ ۲۰مه) پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا د تېرکال د همدې مودې پرتله شاوخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

بیان په تېرو ۶ میاشتو کې د طالبانو له لوري د لږترلږه ۲۹ خبریالانو نیول، چې ډېری له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ له وجې د طالبانو پرضد په تبلیغاتو تورن شوي، د رسنیو او خبریالانو پر حقونو د تېري د مهم مثال په توګه یاد کړي دي.

په دې ډله خبریالانو کې ځینې یې له څو ساعتونو نیولې تر څو ورځو پورې په موقت ډول او ځینې نور د څو میاشتو لپاره په بند کې ساتل شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو یولړ محدودیتونه ولګول چې د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو پراخ غبرګونه یې پارولي دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، یوشمېر کارکوونکي به یې ډېرژر له دندو د لیرې کېدو مکتوبونه ترلاسه کړي

د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزارت (آرشیف)
د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزارت (آرشیف)

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت رسما خپلو یوشمېر کارکوونکو ته ویلي چې هغوی ته به ډېرژر له دندو د لیرې کېدو مکتوبونو ورواستول شي.

دا د ولسمشر ډونالډټرمپ د هغه اقدام یوه برخه ده چې غواړي د دولتي ادارو د کارکوونکو شمېر کم کړي.

د مدیریت او سرچینو په چارو کې د بهرنیوچارو وزارت معین مایکل ریګاس پرون په یوه بیان کې وویل چې د دې وزارت یوشمېر کارکوونکي به ډېرژر د خپلو دندو د پای ته رسېدو مکتوبونه ترلاسه کړي. بیان د ښاغلي ریګاس له قوله زیاتوي چې دا وزارت به په نژدې راتلونکي کې له هغو کسانو سره چې له دې اقداماتو څخه اغېزمن کېږي، تماس ونیسي.

تراوسه روښانه نه ده چې د بهرنیوچارو وزارت په کوم شمېر کارکوونکي له دندو لیرې کوي. د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزارت په پام کې لري چې ځینې څانګې له منځه یوسي. په دې کې هغه دفتر هم شامل دی چې له امریکايي پوځیانو سره د همکارو افغانانو د مېشتېدنې چارې سمبالوي.

په بلوچستان کې د نهو یرغمل شویو پنجابي مسافرو مړي موندل شوي دي

پاکستاني پولیس له یوې چاودنې وروسته د پېښې په سیمه کې (آرشیف)
پاکستاني پولیس له یوې چاودنې وروسته د پېښې په سیمه کې (آرشیف)

پاکستاني چارواکي وايي د هغو نهو مسافرو جسدونه یې ترلاسه کړي چې وسله والو په بلوچستان ایالت کې له یوه بس څخه یرغمل کړي وو.

یوه حکومتي چارواکي نوید علم وویل چې د دې کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي تېره شپه په څېرمه غرونو کې وموندل شول او یوه ایالتي ویاند شاهد رِند وویل چې دا مسافر پرون له یوه بس څخه یرغمل شول. ښاغلي رند زیاته کړه چې د پېښې قربانیانو په ناامنه بلوچستان کې د کارګرانو په توګه کار کاوه او په پنجاب کې خپلو کورونو ته روان وو.

د دې وژنې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو بلوڅ بېلتونپالو له دې مخکې په ورته پېښو کې د پنجاب ایالت د اوسېدونکو د وژنو مسوولیت منلی دی.

۱۸ تنه افغان حاجیان د حج په سږنیو مراسمو کې په حق رسېدلي دي

هرکال د حج پرمهال د سختې تودوخې له کبله یوشمېر حاجیان مړه او یوشمېر ناروغه کېږي (آرشیف)
هرکال د حج پرمهال د سختې تودوخې له کبله یوشمېر حاجیان مړه او یوشمېر ناروغه کېږي (آرشیف)

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روان کال د حج د مراسمو پرمهال د ۱۸ حاجیانو د مړینې خبر ورکوي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) له سعودي عربستانه د افغان حاجیانو د ستنېدو د بهیر په پای کې وویل چې سږکال ۱۸ تنه افغان حاجیان تر ډېره د ډېر عمر، ناروغیو یا ترافیکي پېښو په نتیجه کې په حق رسېدلي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له دې مخکې ویلي و، چې سږکال له افغانستانه شاوخوا ۳۰ زره حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د هرات- تورغونډۍ د وسپنې د پټلۍ د رغونې موافقه لاسلیک شوه

د افغانستان اورګاډی (آرشیف)
د افغانستان اورګاډی (آرشیف)

افغانستان او قزاقستان پرون (د چنګاښ ۱۹مه) د هرات تورغونډۍ د اوسپنې د پټلۍ د رغونې موافقه لاسلیک کړه.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا پرون په یوه بیان کې وویل چې دا پروژه به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ورغول شي.

د بیان له مخې نوموړې موافقه چې دواړو لورو مهمه بللې، د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د قزاقستان د مرستیال صدراعظم او د بهرنیوچارو د وزیر مورات نور تلیو د کتنې پرمهال په کابل کې لاسلیک شوه.

باختر همداراز خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل قزاق سیال مورات نورتلیو سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، ترانزیتي پروژو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

جاپان په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې پنځه میلونه ډالر لګوي

جاپان د خپلې نړیوالې همکارۍ د ادارې (JICA) له لارې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ته پنځه میلیونه ډالره نوې مرسته ورکړه، چې په افغانستان کې به د پولیو ناروغۍ د ختمولو لپاره ولګول شي.

په افغانستان کې د یونسیف ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا پروژه د ۱۲ میاشتو لپاره پلان شوې او موخه یې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۱۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین رسول او د واکسیناسیون د بهیر پیاوړي کول دي.

یونیسف وایي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د ماشومانو د روغتیا له اړخه په تر ټولو ناوړه وضعیت کې دی او پولیو یې یوه له جدي روغتیایي ستونزو څخه ده.

افغانستان د نړۍ په هغو دوو وروستیو هېوادونو کې دی چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې لا هم په کې شته او په وروستیو کې ددې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یونیسف په دې خبرپاڼه کې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا له خولې ویل شوي، چې هېواد یې د پولیو ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکوي او له افغان ماشومانو سره د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لپاره خپله همکاري جاري ساتي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین د جاپان دا مرسته افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو لپاره خورا مهمه ګڼلې او ویلي یې دي چې دغه مرسته به هغو سیمو ته د واکسین په رسولو کې مرسته وکړي چې لاهم له واکسین څخه بې برخې پاتې دي.

جاپان له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د یونیسف له مهمو همکارانو څخه دی او په ځانګړې توګه د روغتیایي خدمتونو د پراختیا لپاره له دې ادارې سره مالي مرستې کوي.

وسله والو باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال مولانا خانزیب وژلی دی

پاکستاني پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال او ولسي مشر مولانا خانزېب او د هغه یو ملګری وژلی او درې تنه یې ژوبل کړي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل، نوموړی د باجوړ په مرکز خار کې په موټر کې روان وو چې په شنډي موړ کې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

دی زیاتوي، مولانا خانزېب ځای پر ځای وژل شوي خو په موټر کې ورسره سپاره درې کسان ژوبل شول.

اخوا د باجوړ د مرکزي روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې له خانزېب سره په موټر کې ناست یو بل کس هم وژل شوی او درې تنه ژوبل دي چې درملنه یې روانه ده.

په پاکستان او افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ څارونکې ناحکومتي ادارې خراسان ډایري پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې مولانا خانزېب په سیمه کې د راتلونکي "سولې مارچ یا لاریون" لپاره په کیمپېن بوخت وو.

پر نوموړي د برید مسولیت لا چا نه دی منلی.

مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.

هغه په ناوګۍ تحصیل کې زېږېدلی وو او د عوامي نیشنل ګوند د پخواني ضلعي مشر شیخ جانزاده کشر ورور وو.

مولانا خانزېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې له خپلې ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته د عوامي نیشنل ګوند نوماند وو.

عوامي نیشنل ګوند پر نوموړي د برید "سخته غندنه" کړې او د هغه پر وژنه یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

ګوند پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د صوبايي مشر میا افتخار حسین له خولې لیکلي دي چې په راتلونکو درې ورځو کې د ګوند ټولې چارې ځنډوي.



نور راوښيه

XS
SM
MD
LG