د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۷

خبرونه

د اعتراف په بدل کې د خالد شیخ محمد د نه اعدامېدو پرېکړه رد شوه

د امریکا د استناف یوې فدرالي محکمې د جمعې په ورځ هغه هوکړه لغوه کړه چې له مخې یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو اصلي طراح، خالد شیخ محمد، ته د اعتراف په بدل کې د اعدام له سزا څخه د ژغورنې امکان برابرېده.

خالد شیخ محمد، چې د اسامه بن لادن نژدې ملګری بلل کېږي او په پراخه کچه د ۹/۱۱ د بریدونو اصلي معمار ګڼل کېږي، د ۲۰۰۳ کال د مارچ پر ۱مه نېټه په پاکستان کې ونیول شو او بیا د ګوانتانامو مشهور زندان ته ولېږدول شو.

په واشنګټن ډي‌سي کې د فدرالي استیناف محکمې درې کسیز پلاوي دا پرېکړه وکړه.

د محکمې دې پرېکړې هغه معامله پای ته ورسوله چې د دوو کلونو خبرواترو په نتیجه کې شوې وه او د پوځ څارنوالانو او د پینتاګون چارواکو تایید کړې وه او پر اساس یې د اعتراف په صورت کې خالد شیخ محمد له اعدامه ژغورل کېده.

پر شیخ محمد تور دی چې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر اسمانڅکو ودانیو او پر پنتاګون د الوتکو په وسیله د بریدونو پلان یې جوړ کړی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایراني چارواکو تایید کړه چې د اسراییل د برید په ترڅ کې یو شمېر بندیان تښتېدلي

ایراني چارواکو تأیید کړې چې په تهران کې د اسرائیل د برید پر مهال، یو شمېر بنديان د ایوین له زندانه تښتېدلي دي.

د ایران د قضائیې قوې ویاند، اصغر جهانګیري، نن شنبه، د سرطان ۲۱مه وویل: «محدود شمېر بندیان شاوخوا درې اوونۍ مخکې تښتېدلي دي»، خو هغه د تښتېدلو بنديانو کره شمېر ونه ښود.

جهانګیري همداراز تأیید کړه چې پر ایوین زندان د اسراییل په برید کې ۷۱ کسان ووژل شول چې د هغو په منځ کې ۵ بندیان هم شامل وو.

اسرائیل دغه برید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۲ ورځني جنګ په ترڅ کې وشو، یو «سمبولیک برید» وباله چې د ایران د حکومت پر ضد ترسره شوی دی.

په ایوین کې د بشري حقونو فعالان، د حکومت سیاسي مخالفان، هنرمندان، او لیکوالان بندیان دي.

د جرمني خبري آژانس DPA راپور ورکړی چې یو شمېر اروپايي اتباع هم دا مهال په دې زندان کې بنديان دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپل ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۱۳۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو لیرې کړي دي.

دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي حکومت کوچنی او اغېزمن کړي.

منتقدان وایي دا تګلاره به د امریکا د مشرتابه نړیوال موقف کمزوری کړي او له بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې وړتیا به یې زیانمنه کړي.

د هغو کسانو په منځ کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې د برطرفۍ لیکونه ترلاسه کړي، ۱۱۰۷ امریکايي کارکوونکي او ۲۴۶ بهرني کارکوونکي شامل دي چې په امریکا کې یې دنده ترسره کوله.

د دې پرېکړې په غبرګون کې، لسګونو کسانو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخې ته مظاهره وکړه.

پخواني دپلوماتان، سفیران، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي او د کانګرس غړي هم د معترضانو په ډله کې شامل وو.


په خیبرپښتونخوا کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ په بمونو والوزول شوه

ارشیف
ارشیف

نا پېژاندو وسله والو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نجونو لپاره د یو جوړېدونکي ښوونځي ودانۍ د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړه کړې ده.

په خیبرپښتونخوا کې پولیسو د جمعې په ورځ وویل، په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځکه چې د چاودنې پر مهال ودانۍ خالي وه.

دا چاودنه د بنو ولسوالۍ د بکه خېل د «اذان جاوېد» په ایتداییه ښوونځي کې شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

امریکا او ناټو اوکراین ته د هوايي دفاع پیټریاټ سیستم ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د ناټو له لارې د وسلو یوه بسته، چې پکې د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیسټمونه هم شامل دي، واستوي.

ټرمپ د امریکا له سي پی ایس تلویزیوني چاینل سره په خبرو کې وویل: «موږ به پېټریاټ سیسټمونه ناټو ته ورلېږو، او بیا به ناټو دا وسلې ووېشي.» هغه زیاته کړه چې د دغو سیسټمونو لګښت به ناټو پرې کوي.

د پېټریاټ سیستم کولای شي د د ډېر شمېر هوايي بریدونو، په ځانګړي ډول د پرمختللو بالستیک توغندیو، مخه ونیسي. دا سیستم د نړۍ له غوره دفاعي وسایلو څخه ګڼل کېږي، په داسې حال کې مسکو د شپې په مخه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله پر اوکراین بریدونه زیات کړي، چې دا جګړه اوس څلورم کال ته داخله شوې ده.

د پنجشنبې په ورځ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په روم کې د اوکراین د بیا رغونې غونډې ته د وینا پر مهال، وویل چې جرمني به د دوو پېټریاټ سیسټمونو لګښت پر غاړه واخلي، او ناروې هم د یوه سیسټم ورکولو ته چمتو شوې ده.

په اروپايي اتحادیې کې تر نویو زېږدلو د مړو شویو شمېر بیا هم لوړ دی

په اروپا اتحادیې کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال د مړینو شمېر تر نویو زېږېدلو ډېر ثبت کېږي.

خو له دې سره سره مهاجرت یوازینی عامل دی چې په دې لویه وچه کې د وګړو شمېر زیاتوي.

د جمعې په ورځ د یوروستات (Eurostat) له‌خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د مهاجرت له امله د اروپا د اتحادیې نفوس تېر کال یوې نوې لوړې کچې ته رسېدلی او ۴۵۰.۴ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یوروستات وایي: «د نفوس په وده کې تر ډېره هغه زیات شوي مهاجرتي حرکتونه رول لري چې د کرونا وبا له پای ته رسیدو وروسته رامنځته شول.»

په ۲۰۲۴ کال په اروپايي اتحادیې کې ۱.۰۷ میلیونه نوي اوسېدونکي زیات شول. مثبت خالص مهاجرت ۲.۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، چې د وګړو د طبیعي کمښت – یعنې ۱.۳ میلیونه کسانو د کمېدو – جبران یې کړی دی.

تېر کال، د مړینو شمېر ۴.۸۲ میلیونه و، حال دا چې د زیږونونو شمېر یوازې ۳.۵۶ میلیونه و، چې طبیعي کمښت ته دوام ورکوي.

د امریکا یوې محکمې د افغانانو د موقت خوندیتوب حالت د لغوه کېدو ځنډ رد کړ

د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغان وګړو لپاره د «موقتي خونديتوب حالت» (TPS) د لغوه کېدو د ځنډ غوښتنه رد کړه.

د محکمې د دې پرېکړې معنا دا ده چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۱۴مې نېټې وروسته، ډېری افغانان ښايي د کار اجازه له لاسه ورکړي او له ایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ شي.

دغه پرېکړه د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ، وکړه. هغه وویل، که څه هم قانوني قضیه لا هم روانه ده، خو د TPS لرونکو افغانانو قانوني وضعیت به د محکمې د پرېکړې تر بشپړېدو پورې تمدید نه شي.

دا حکم نژدې ۱۱ زره ۷۰۰ افغان کډوالو اغېزمن کوي.

دغو افغانانو ته وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، د موقتي خوندي حالت اقامت ورکړل شوی و، ځکه بېرته ستنیدا یې خطرناکه وه.

د کډوالو د حقونو مدافع ډلې د حکومت دغه پرېکړه محکمې ته وړې، دوی استدلال کوي چې د TPS ختمېدا ظالمانه او سیاسي انګیزه لري. دوی وایي، حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ستونزې، په ځانګړې توګه د زیان‌منو ټولنو لپاره، له پامه غورځولي دي.

د بشري حقونو مدافعان خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د افغانانو، په تېره بیا د ښځو او نجونو، بېرته استول ډېر خطرناک دي. د طالبانو تر واک لاندې، ښځې له تعلیم، کار او بنسټیزو ازادیو څخه تقریباً بیخي بې‌برخې دي.

پنټاګون تایید کړې چې د قطر پر العدید اډې د ایران په برید کې د امریکا پوځي اډه څه ناڅه زیانمنه شوې

په قطر کې د امریکا د پوځي اډې یوه څنډه (آرشیف)
په قطر کې د امریکا د پوځي اډې یوه څنډه (آرشیف)

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تاییدکړې چې د قطر پر العدید اډې د ایران په برید کې یو توغندی د امریکا پر پوځي اډه لګېدلی او څه ناڅه زیان یې اړولی دی.

د پنټاګون ویاند شان پانل پرون (د چنګاښ ۲۰مه) رسنیو ته په لیکلي پیغام کې وویل چې د چنګاښ د دوهمې نېټې په حمله کې د ایران ډېری توغندي د امریکا او قطر د هوايي مدافعې سیسټمونو شنډ کړل او څوک زیانمن نه شول.

دا لومړی ځل دی چې پنټاګون پر دې اډې د توغندیو لګېدل تاییدوي.

ایران د چنګاښ په دوهمه نېټه پر خپلو دریو اټومي تاسیساتو د متحدوایالتونو د برید په غبرګون کې د قطر پلازمېنې دوحې ته نژدې د العدید پر هوايي اډې څو توغندي وویشتل.

همدا حمله د ولسمشر ډونالډټرمپ په منځګړتوب د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند سبب شوه او د ایران او اسراییلو ۱۲ ورځنۍ جګړه یې پای ته ورسوله.

په سره سمندرګی کې پر یوه کشتۍ د حوثي ډلې په برید کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۱ نور تري تم دي

آرشیف
آرشیف

په منځني ختیځ کې د اروپايي ټولنې سمندري ماموریت وايي چې په سره سمندرګي کې پر یوه کشتۍ د یمن د حوثي ډلې د برید په نتیجه کې څلور تنه مړه او یوولس نور تري تم شوي دي.

د اروپايي ټولنې ماموریت پرون په یوه بیان کې وویل، حوثي وسله والو پر دې کشتۍ چې د لایبریا بیرغ پرې رپېده ډزې وکړې.

دا ماموریت وايي چې مرستندویو ډلو لس تنه چې اته یې د کشتۍ فلپینۍ عمله او په دوو نورو کې یو یونانۍ او بل هندی وګړي دي ژغورلي دي. په بیان کې راغلي دي چې ټول ۱۵ تنه تري تم دي چې له دې ډلې څلور تنه په مړو کې شمېرل شوي.

حوثي ډلې ویلي دي چې د دې کشتۍ د عملې ځینې کسان دوی نیولي دي.

په یمن کې د متحدوایالتونو سفارت چې له نژدې یوې لسیزې راهیسې له سعودي عربستان څخه فعالیت کوي ویلي دي چې حوثي ډلې دا کسان یرغمل کړي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به پر ناټو وسلې پلوري او ناټو دې یې اوکراین ته ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

ولسمشر ډونالډټرمپ او د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې متحدایالات به پر ناټو وسلې وپلوري څو اروپايي متحدان یې دا وسلې پر اوکراین، چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د حملو د شنډولو هڅه کوي، وپلوري.

ښاغلي ټرمپ پرون له ان بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د دې وسلو سل په سلو کې پیسې به ناټو ورکوي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون وویل چې په امریکا کې جوړې شوې ځینې وسلې چې اوکراین اړتیا ورته لري ناټو ته ورکړل شوي دي. او ناټو کولای شي دا وسلې اوکراین ته ورکړي او اروپايي هېوادونه یې پرځای له امریکا څخه نورې وسلې وپېري.

روبیو د مالیزیا پلازمېنې کوالالامپور ته د سفر پرمهال په یوه خبري غونډه کې د مثال په توګه یادونه وکړه چې د امریکا پرتله له جرمني څخه اوکراین ته د وسلو لېږد ډېر چټک او آسانه کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین ویلي، د روسیې د بالستیک او کروز توغندیو د شنډولو لپاره امریکايي وسلو له هغې ډلې د هوايي مدافعې پاټریوت سیسټم ته ډېره اړتیا لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG