خبرونه
جاپان د افغانانو لپاره د ماسترۍ سکالرشپونه اعلان کړي دي

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) هغو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې ماسټري وکړي.
د دې سفارت د اعلامیې له مخې به بریالي کاندیدان د څیړنیزو زده کونکو په توګه د جاپان حکومت د سکالرشپ پروګرام له لارې د ماسترۍ په کورسونو کې د 2026 کال لپاره زده کړې وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو راټولولو او لیکلي ازموینې پروسه به د آغا خان بنسټ، افغانستان سره په همکارۍ ترسره شي او هغه کسان چې غواړي ګډون وکړي، د نورو معلوماتو لپاره دې د دې سفارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.
برتانیا او اروپايي ټولنه د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي

ډیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د اروپايي اتحادیې او برتانیې مذاکره کوونکي د بریګزیت یا - له دغې اتحادیې د بریتانیې له وتلو- وروسته د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې چې د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر په لندن کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي.
د اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو وویل چې غړو هیوادونو په دې سرمشریزه کې د امنیت او دفاع، تجارت او د کبانو د ښکار، او د ځوانانو د میشتیدو په هکله د همکاریو په برخه کې درې سندونه د لاس لیک لپاره تصویب کړل.
په نهایی توافق کې، بریتانیا منلې چې په ۲۰۲۶ کال کې د اوسني تړون له پای ته رسیدو وروسته به د ۱۲ کلونو لپاره اروپایی کب نیونکو ته اجازه ورکړي چې ښکار وکړي؛ په بدل کې به یې، اروپايي اتحادیه له بریتانیا څخه د خوړو پر وارداتو اداري محدودیتونه کم کړي.
د ځوانانو د مېشتېدو په مسئله کې - د اختلاف یوه بله لویه خبره، د لندن دا اندیښنه وه چې دا ډول پلان به د اروپايي اتحادیې او بریتانیا ترمینځ د سفر آزادۍ ته د بیرته ستنېدو لامل شي خو مذاکره کوونکو پر یوه عمومي متن موافقه وکړه، چې جزئیات به یې په راتلونکو خبرو اترو کي وڅیړل شي.
د نورستان خلکو د وایګل ولسوالۍ د ټاکل شوي د مرکز پر سر اعتراض کړی دی

د نورستان د نوې تاسیس شوې وایګل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د والي د وروستۍ پریکړې پر وړاندې چې د ولسوالۍ د مرکز لپاره یې ځای ټاکلی دی، اعتراض وکړ.
دوی وايي چې والي زین العابدین په دې پریکړه کې له خلکو سره مشوره نه ده کړې، او هغه ځای یې چې د ولسوالۍ د مرکزلپاره ټاکلی دی، دې غرنۍ ولسوالۍ ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی.
خو، د نورستان د ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د "کوشمه" سیمه د خلکو د اختلافاتو د حل لپاره د پرله پسې بیاکتنو وروسته او د ریاست الوزراء د مقام د رسمي لارښوونې پر اساس د ولسوالۍ مرکز ټاکل شوې ده.
د قومي مشرانو او عالمانو په ګډون اعتراض کوونکو د وایګل او پارون - کنړ ترمنځ سړک هم بند کړی دی.
دوی د طالبانو د والي له خوا د خلکو سره د چلند او هغه څه په اړه هم شکایت کوي چې دوی یې "د سیمې د خلکو دودونو ته بې اعتنایي" بولي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د (د می په ۲۰مه) پیکنګ ته سفر وکړي چې د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې د دې سرمشریزې هدف د سیمه ییزې سولې او امنیت اندیښنو ته رسېدل دي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار چین ته روان شوی دی. د هغه د سفر هدف د لوړې کچې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستل دی.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۰مه په کابل کې د دې سرمشریزې اول دور غونډه جوړه شوه چې پکې طالبان، پاکستان او چین شامل وو.
د راپور له مخې دا درې اړخیزې خبرې به د ترهګرۍ ضد هڅې، اقتصادي همکارۍ او د زیربناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ موضوعاتو راوڅرخي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه چې متقي منلې وه.
د امریکا مخکینی ولسمشر جوبایډن د پروستات د سرطان په ناروغۍ اخته شوی دی

د امریکا د مخکیني ولسمشر جوبایډن دفتر اعلان کړی چې نوموړی د پروستات د سرطان په داسې یوه تهاجمي بڼه اخته شوی چې هډوکو ته رسېدلی دی.
د بایډن دفتر پرون یکشنبې (د ثور ۲۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د پروستات سرطان د جمعې په ورځ د هغه د بولو له معاینې وروسته تشخیص شو.
د بیان له مخې ۸۲ کلن بایدن او کورنۍ یې اوس د درملنې لارې چارې لټوي.
ولسمشر ډونالډټرمپ پر ټروت ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې ویلي دي چې دی او مېرمن یې میلانیا د بایډن د ناروغۍ د تشخیص د خبر په اورېدو خواشیني شول.
ټرمپ زیاتوي چې د بایډن مېرمنې جیل او نورې کورنۍ ته یې نیکې هیلې وړاندې کوي او د بایډن لپاره سمدستي روغتیا غواړي.
بایډن له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د امریکا ولسمشر و.
اسراییل د غزې تړانګې ته په محدوده کچه بشري مرستې ورپرېږدي

اسراییلو اعلان کړی چې له دریو میاشتو کلابندۍ وروسته به د غزې تړانګې ته په لږه اندازه بشري مرستې ورپرېږدي.
له دې څو ورځې مخکې د غذايي امنیت کارپوهانو خبرداری ورکړی و، چې غزې ته د خوړو پر پریښودو بندیز به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې په غزه کې د لوږې بحران به په دې سیمه کې د اسراییلو نوي پوځي عملیات له خنډ سره مخامخ کړي، نو ځکه د هغه کابینې دې تړانګې څه باندې دوه میلیون اوسېدونکو ته په محدوده کچه د اساسي خوراکي موادو پرېښودل تایید کړل.
تراوسه معلومه نه ده چې اسراییل به مرستې کله او څنګه غزې ته پرېږدي او د پوځ هغې څانګې چې دا چاره سمبالوي هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اسراییل د مرستندویو ټولنو له اعتراضونو سره سره د غزې لپاره د مرستو یو ځانګړی رژیم په پام نیولی او ښاغلي نتنیاهو ویلي دي چې اسراییل باید دا یقیني کړي چې دا مرستې د وسله والو لاس ته نه ورځي.
اسراییلو د مارچ په دوهمه نېټه د غزې ته پر بشري مرستو بندیز ولګاوه.
په نورستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په نورستان کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې په کامدیش ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یوبل ټپي شوی دی.
د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام الرحمان حیدي ویلي دي چې دا پېښه پرون (د ثور ۲۸مه) په میردیش نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پېکپ موټر سیند ته ولوېده.
د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه رعایت او د سړکونو خرابي هغه عمده عوامل دي چې په افغانستان کې اکثرا د ترافیکي پېښو سبب کېږي.
پاکستان د افغانستان پر ترانزیتي مالونو تعرفه لس سلنه زیاته کړه

د پاکستان د عوایدو فدرال ادارې FBR د افغانستان پر ترانزیتي تجارتي مالونو تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې FBR په یوه تازه مکتوب کې ویلي دي چې دا اضافي تعرفه د کرنیزو ماشینونو، جرثقیلونو، الکترونیکي وسایلو او بایلرونو په ګډون د افغانستان د لسګونه تجارتي مالونو پر هغو کتګوریو لګول شوي چې پخوا ترې معاف وو.
د افغان سوداګرو ترانزیتي مالونه د پاکستان له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته انتقالېږي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې کار هدف پاکستان ته د تجارتي مالونو د قاچاق مخنیوی دی.
پزشکیان متقي ته ویلي چې ایران په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
پزشکیان پرون (د ثور ۲۸) د تهران د خبرواترو په څنډه کې له متقي سره ولیدل.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر ویلي، تهران لېواله دی چې د ستونزو د حل لپاره د تفاهم په فضا کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي او له افغانانو سره مرسته د دیني او عقیده يي اصولو له مخې خپله دنده بولي.
له بلې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې متقي او پزشکیان د دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې د دېره افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي. متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې هم له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي وتلو غوښتنه کړې وه.