د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

خبرونه

د اوکراین ولسمشر: له روسیې سره د اوربند مستقیمو خبرو ته چمتو یو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند په خاطر د لیدو لپاره چمتو دی.

زلنسکي زیاته کړې چې د جګړې پای ته رسولو په خاطر د مستقیمو خبرو اترو لپاره د مسکو غوښتنه "مثبته" بولي.

زلنسکي د می په ۱۱مه وویل چې دا "یوه مثبته نښه ده چې روسانو بالاخره د جګړې د پای ته رسولو په اړه غور پیل کړی دی او په وینا یې دې لور ته لومړی ګام اوربند و.

پوتین څو ساعته مخکې په مسکو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپایي مشرانو او اوکراین دا غوښتنه له پامه وغورځوله چې د اوکراین په جګړه کې دې ۳۰ ورځنی چټک اوربند وکړي او پرځای یې وړاندیز وکړ چې له کیېف سره"پرته له قید او شرطه" د سولې مستقیمې خبرې اترې غواړي چې احتمالاً د می په ۱۵مه به په استانبول کې وي.

د اوربند غوښتنې ته په مستقیم ډول پرته له غبرګونه، پوتین د سولې خبرو اترو د "بیا پیلولو" وړاندیز وکړ چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د روسیې او اوکراین تر منځ ترسره شوې وې. دا یو څو اوونۍ وروسته له هغه و چې روسیې په فبرورۍ میاشت کې پر خپل ګاونډي - اوکران -بشپړه یرغل وکړ.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شطرنج لوبه تر نامعلومې مودې وځنډوله

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شطرنج لوبه تر نامعلومې مودې وځنډوله.

د طالبانو د سپورت څانګې ویاند اتل مشواڼي د دې لامل د شطرنج فدراسیون د مشرتابه پر کچه ستونزې او د دې برخې په اړه مذهبي ملاحظات وبلل.

ښاغلي مشواڼي د یکشنبې په ورځ (د می ۱۱مه) یوې ځايي رسنۍ ته وویل چې د شطرنج لوبې په اړه د دیني مطالعاتو ترسره کولو او د شطرنج فدراسیون د مشرتابه پر کچه د بې نظمیو له پای ته رسولو وروسته به د سپورت ادارې تر چتر لاندې د شطرنج لوبې د بیا پیلولو په اړه پریکړه وشي.

طالبانو نژدې څلور کاله مخکې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو راهیسې پر سپورت باندې ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي.

په افغانستان کې ښځې او نجونې له سپورت څخه منع دي، او د بدن جوړونې لوبغاړي حق نلري چې د قضاوت کولو لپاره د سیالیو په جریان کې داورانو او لیدونکو ته خپلې پښې وښيي.

طالبانو د تېر کال په سپتمبر میاشت کې پر فري سټایل ورزشونو هم بندیز ولګاوه.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن د خبرو څلورم پړاو په مسقط کې پیلېږي

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف
د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف

ټاکل شوې چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو نن په عمان کې پیل شي.

د عمان په پلازمېنه مسقط کې په دې غیرمستقیمو خبرو کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ په چارو کې د ولسمشر ډونالډټرمپ ځانګړی استازی ستیف ویټکاف برخه واخلي.

که څه هم دواړو لور ویلي چې غواړي اختلافونه د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي، خو د مهمو غوښتنو په اړه د دوی اختلاف پرځای پاتې دی او مرکچیان باید یوه نوي اټومي توافق ته ورسېږي څو د پوځي اقداماتو مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر په دې مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کړې او ویلي یې دي چې ښکېل لوري په تدریجې ډول جزییاتو ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ ویلي، که د تهران د اټومي پروګرام په اړه ډیپلوماسي ناکامه شي نو پوځي اقدام به وکړي.

ټاکل شوې وه چې د خبرو دا پړاو د مې په دریمه پیل شي خو د لوژستیکي ستونزو له کبله تر نننۍ ورځې پورې وځنډېدلې.

په پلخمري ښار کې یوې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په نتیجه کې هرکال سلګونه انسانان مړه او ټپیان کېږي
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په نتیجه کې هرکال سلګونه انسانان مړه او ټپیان کېږي

د بغلان سیمه ایزو چارواکي په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې، د دوو نورو د ټپي کېدو او د یوه تن د تري تم کېدو خبر ورکوي.

ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، د بغلان د امنیه قوماندانۍ د ویاند مولوي شېراحمد برهاني له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، پېښه پرون هغه مهال وشوه چې یو مسافروړونکی موټر په پلخمري ښار کې د اجمیر نهر ته ولوېد.

د لویو لارو او سړکونو خرابوالی، د مقرراتو نه رعایت او بې احتیاطي د ډېری ترافیکي پېښو عمده علتونه بلل کېږي. په دې پېښو کې هرکال سلګونه افغانان مړه او ټپیان کېږي.

په هند او پاکستان کې د کرکټ د لیګونو له ځنډېدو وروسته بهرني لوبغاړي خپل هېوادونو ته ولاړل

د آی پي ایل له ځنډېدو وروسته په لکنهو کې د اتل بیهاري واچپايي سټوډیوم
د آی پي ایل له ځنډېدو وروسته په لکنهو کې د اتل بیهاري واچپايي سټوډیوم

د هند او پاکستان په اړیکو کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د هند او پاکستان د کرکټ لیګونه وځنډېدل او بهرني لوبغاړي یې خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

هند د جمعې په ورځ د یوې اونۍ لپاره د پریمیر لیګ لوبو یا IPL د ځنډولو اعلان وکړ خو د پاکستان سوپر لیګ نژدې ۲۴ ساعته وروسته له هغه وځنډول شو چې د پاکستان کرکټ بورډ وویل هڅه کوي د دې لیګ پاتې اته لوبې په ډوبی کې ترسره کړي.

د دواړو لیګونو ګډونوالو بهرنيو لوبغاړو لا مخکې له دواړو هېوادونو څخه وتل پیل کړي دي. د هند د کرکټ د کنټرول بورډ تراوسه د IPL د لوبو د بیاپیل نېټه نه ده اعلان کړې. په IPL کې د راشدخان په ګډون د افغانستان او نورو هېوادو ۶۵ لوبغاړي ګډون لري.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د IPL تنظیموونکو د لیګ د پاتې ۱۶ لوبو لپاره د هند درې جنوبي ښارونه، بنګلور، چینای او حیدر آباد په پام کې نیولي دي او د لوبو د بیاپیلولو طرح یې د تایید لپاره حکومت ته چمتو کړې ده.

ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د ترکیې په استانبول ښار کې د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار وختي په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار وختي په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د یو میاشتني اوربند طرحې ته له پام پرته له اوکراین سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی.

ښاغلي پوتین نن سهار وختي په یوه خبري غونډه کې د وینا پرمهال غوښتنه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

دا خبرې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه څو اونۍ وروسته پیل شوې وې.

پوتین وویل، موږ جدي خبرو ته ژمن یو. د خبرو هدف دا دی چې د دې کړکېچ اصلي جرړې له منځه ولاړې شي او تاریخي حقایقو ته په پام سره تلپاتې سوله رامنځ ته شي.

پوتین یادونه وکړه چې ډېرژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي څو په استانبول کې د خبرو منځګړتوب وکړي.

طالبانو او نوې ډېلي، د افغانستان پر خاور د هندي توغندیو د برید په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې

د هند له حملې وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یو کور
د هند له حملې وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یو کور

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړه چې ګنې د هند پوځ پر افغانستان توغندویي برید کړی دی.

د طالبانو پلوي رسنۍ حریت راډیو د دفاع وزارت د ویاند عنایت الله خوارزمي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د افغانستان پر خاوره د هند توغندیر برید په اړه ادعاوې حقیقت نه لري.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف نن ادعا وکړه چې هند پر دې هېواد د راکټي حملو په دوام د افغانستان پر لور هم څو توغندي ویشتلي دي خو هند هم دا اعا رد کړه. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په بهرنیوچارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري دا یوه بې مفهومه ادعا بللې، ویلي یې دي د افغانستان خلک ډېر ښه پوهېږي چې په تېر یوه نیم کال کې یې کوم هېواد پر وګړو او تاسیساتو حملې کړې دي. د هند پوځ هم دا ادعا رد کړې ده.

د آزادۍ راډیو مشال څانګې د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړ. د مشال خبریال ویلي چې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د یوې چاودنې په غږ له خوبه راویښ شو او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول چې نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.

د مشال راډیو خبر زیاتوي چې خلک د چاودنې د غږ په اورېدو له خپلو کورونو راووتل. هند او پاکستان په تېرو دریو ورځو کې پر یوبل حملې کړې دي.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسله والو په برید کې ۲۶ تنه سیلانیان چې ډېری هندوان وو، ووژل شول. نوې ډيلي پر پاکستان تور لګولی چې د دې وسله والو ملاتړ کوي خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

د طالبانو استخباراتو په غزني ولایت کې د خوشال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل نیولی دی

د غزني د سیمه ایزې خوشال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل
د غزني د سیمه ایزې خوشال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل

د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني ولایت کې د خوشال راډیو په نوم د یوې سیمه ایزې رسنۍ د مسوول مدیر، سلیمان راحل د نیول کېدو خبر ورکوي.

د خبریالانو دا مدافع ټولنه وايي چې راحل د غویي یا ثور په ۱۵مه په غزني ښار کې د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ونیول شو خو علت یې معلوم نه دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د طالبانو پر سیمه ایزو چارواکو غږ کړی چې ښاغلی راحل سمدستي او بې له قیدو شرطه خوشې کړي.

په تېره یوه اونۍ کې دا د خبریالانو د نیولو څلورمه پېښه ده. د تېرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې هم درې تنه خبریالان نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور ونیول شول.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې اوس مهال ۱۳ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یا د طالبانو د حکومت په توقیف ځایونو کې دي او یا په حبس محکوم شوي.

هند د افغانستان پر لور د توغندويي حملو په اړه د پاکستان د پوځ ادعا رد کړه

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري
په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري

هند د پاکستان هغه ادعا رد کړې ده چې ګنې هندي پوځ پر افغانستان توغندي ویشتلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف نن ادعا وکړه چې هند پر دې هېواد د راکټي حملو په دوام د افغانستان پر لور هم څو توغندي ویشتلي دي خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په په بهرنیوچارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري دا یوه بې مفهومه ادعا بللې او وايي، د افغانستان خلک ډېر ښه پوهېږي چې په تېر یو نیم کال کې یې کوم هېواد پر وګړو او تاسیساتو حملې کړې دي.

د هند پوځ هم دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د آزادۍ راډیو د مشال څانګې نن د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړ. د مشال خبریال ویلي چې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د یوې چاودنې په غږ له خوبه راویښ شو او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول چې نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.

د مشال راډیو خبر زیاتوي چې خلک د چاودنې د غږ په اورېدو له خپلو کورونو راووتل. هند او پاکستان په تېرو دریو ورځو کې پر یوبل حملې کړې دي.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسله والو په برید کې ۲۶ تنه سیلانیان چې ډېری هندوان وو، ووژل شول. نوې ډيلي پر پاکستان تور لګولی چې د دې وسله والو ملاتړ کوي خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي، له دواړو خواوو یې غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي او خپلې ستونزې د ډيپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG