خبرونه
ټرمپ وايي، اوکراین ته پیټریات دفاعي سیستم ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي.
ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بېمانا دلایل" وړاندې کړي دي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره به وسلې استول کېږي او د دغو وسلو لګښت به ناټو ورکوي.
هغه وویل:
«موږ نن داسې یو توافق وکړ چې وسلې به اوکراین ته لیږل کېږي او لګښت به یې ناټو پرې کوي.»
ټرمپ دا هم وویل، که چېرې ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره اقدام و نه کړي، امریکا چمتو ده چې پر روسیې او هغو هیوادونو چې له مسکو سره راکړه ورکړه کوي، ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي. دا تعرفې ښايي په راتلونکو ۵۰ ورځو کې عملي شي.
ټرمپ زیاته کړه:
«موږ له روسیې خوشاله نه یوو، او ډېرې سختې تعرفې به پرې ولګوو … شاوخوا ۱۰۰ سلنه تعرفې.
موږ په دې جګړه کې ۲۵۰ میلیارد ډالر مصرف کړي دي … او موږ غواړو دا جګړه ختمه شي. زه له پوتین څخه مایوسه یم، ځکه ما فکر کاوه چې دوې میاشتې مخکې به موږ یو تړون ولرو.»
په امریکا کې د زرګونو افغانانو د موقت خوندیتوب حالت پای ته ورسېد

له پرون دوشنبې څخه د زرګونو افغانانو د موقت خوندیتوب حالت یا (TPS) پای ته ورسېد.
دغو افغانانو ته وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، د موقتي خونديتوب حالت په نوم په امریکا کې د اوسیدو اجازه ورکړل شوه، ځکه بېرته ستنیدا یې خطرناکه وه.
خو وووروسته له هغه چې یوه فدرالي قاضي د نژدې ۱۲ زره افغان کډوالو د “موقتي خونديتوب وضعیت (TPS) پروګرام ختم کړ، دا کسان له متحدوایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.
د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ پرېکړه وکړه چې د TPS لرونکو افغانانو قانوني وضعیت به د محکمې د پرېکړې تر بشپړېدو پورې تمدید نه شي.
د دې حکم پر اساس له پرونۍ دوشنبې څخه د نژدې ۱۱ زره ۷۰۰ افغان کډوالو د کار اجازه اخیستل کېږي او ممکن له امریکا څخه وایستل شي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هیواد د کورني امنیت وزارت په مې میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی، نو ځکه دا هېواد نور د TPS لپاره وړ نه دی. د کورني امنیت وزیرې، “کریستي نوم”، د دې پرېکړې ملاتړ کړی، خو د بشري حقونو سازمانونو پرې سخت عکسالعمل ښودلی دی.
د “هیومن رایټس واچ” په ګډون د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په زور د دې کسانو بېرته افغانستان ته استنول، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې، د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کولی شي.
له ایران او پاکستانه د بې ساري ډېر شمېر کډوالو پر ستنولو د م.م. د کډوالو د ادارې اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د ایران او پاکستان لهخوا په بې ساري ډول د ډېر شمېر افغان کډوالو پر ستنولو جدي اندېښنه څرګنده کړه او د هغو د عاجلو اړتیاوو لپاره یې د بېړني بشري ملاتړ غوښتنه وکړه..
د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې له ایران څخه یوازې په یوه ورځ تر ۴۳ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا چاره د افغانستان له مخکې څخه کمزورې زیربناوې او کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې راوړي.
دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړو سرحدي سیمو کې د کډوالو تمرکز پر ځایي ټولنو او شته سرچینو «غیر معمولي فشار» راوستی، په داسې حال کې چې دا سیمې له وړاندې د اقتصادي ستونزو او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دي.
د کډوالو لویې کمیشنري همداراز ټینګار کوي چې افغان ښځې او نجونې د راستنېدو پر مهال له سختو محدودیتونو او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي، چې دې وضعیت د دوی د تعلیم، روغتیا او کار کولو فرصتونه خورا محدود کړي.
په وروستیو میاشتو کې، هم ایران او هم پاکستان د هغو افغان وګړو د ایستلو بهیر چټک کړی چې د دوی په وینا بې اسناده دي.
اوتونبایوا: په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه د نړۍ تر ټولو هیوادونو لوړه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په دغه هېواد کې د سواد د کچې پر ټیټوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نالوستو وګړو شمېر پکې تر ټولو زیات دی.
نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې وویل چې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او شاوخوا ۲۰ سلنه افغان ښځې لوستلی او لیکلی شي.
اوتونبایوا له پانګهوالو او سوداګرو وغوښتل چې د سواد د پراختیا، او د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
له بلې خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال، حیاتالله مهاجر فراهي، وویل چې د دوی حکومت د مطالعې کلتور ته د ودې ورکولو هڅې پیل کړې دي.
فراهي همداراز وویل چې د دوی د مشر په سپارښتنه کتابونه له مالیې معاف شوي دي.
د اکثرو کتاب خپرندویو ټولنو مسوولان وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د کتابونو د چاپ او پلور بازار سوړ شوی دی.
په کابل کې د کتاب فیستوال، چې پرون پرانیستل شو، نن هم دوام لري.
نتانیاهو؛ ایران دې په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د امریکا او ایران له هغې احتمالي هوکړې ملاتړ کوي چې په کې د یورانیم پخول او د ۴۸۰ کیلومټره لیرې واټن ویشتونکو توغندیو تولید شامل نه وي.
د هغه په ټکو، "که چیرته داسې یو هوکړه کیږي چې د اسراییلو شرطونه په کې منل شوي وي، ترې ملاتړ کوي".
هغه وړاندې له ایرانه وغوښتل چې په سیمه کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تمه ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو شپږ پړاو په عمان کې پیل شي.
تراوسه د دې خبرو اترو دقیقه نیټه معلومه نه ده.
خو ایران د دې خبرو له پیل وړاندې ویلي، د یورانیم پخول نه دروي.
په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي

په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي.
رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، نښته په سویدا ولایت کې وروسته له هغې پیل شوه چې د تیرې جمعې په ورځ د دمشق او سویدا ترمنځ په غځیدلې لویه لار یو شمیر سوداګر وتښول شول.
دا لومړی ځل دی چې د سوریې په سویدا ولایت کې دغه ډول فرقه ییز نښته کیږي.
له دې وړاندې په تیره اپریل میاشت کې د دمشق په جنوب خیتځ کې د سني جنګیالیو او وسله والو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې وه.
چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو

چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو.
دغه لوبه چې پرون شپه د امریکا د نیوجرسي په مت لایف لوبغالي کې ترسره شوه، چلسي لوبډله وتوانیده درې د صفر پر وړاندې پاریسن ژرمن ته ماتي ورکړي او د ۲۰۲۵کال د کلبونو د نړیوال جام اتله لوبډله شي.
د لوبې په پای او اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ د جام د ورکړي پرمهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فیفا مشر اینفانتینور هم حاضر وو او غوره لوبغاړو ته يې د اتلولۍ جامونه ورکړل.
د ۲۰۲۵کال د کلبونو نړیوال جام ۲۱پړاو د فیفا له خوا د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د امریکا په کوربتوب ترسره شو.
ټرمپ؛ اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي، څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې له خپلې فضا دفاع وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې پرون ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړي دي.
هغه وړاندې وویل، "امریکا د ناټو له لارې اوکرایین ته دا دفاعي وسلې ورکوي او اوکرایین به يې د ناټو له لارې بیرته امریکا ته پیسې ورکوي".
ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سختې نیوکې وکړي او زیاته کړه چې "پوتین ښې خبرې کوي خو ماښام کې بیا پر خلکو بمبار کوي".
بل پلو، د ناټو سرمنشي مارک روته واشنګټن ته تللی څو د اوکرایین د جګړې په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.
تمه ده روته نن او سبا د امریکا د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ګانګرس له یو شمیر غړو سره هم وګوري.
د ناټو عمومي منشي د ناټو پر غړو د امریکايي وسلو د خرڅلاو او اوکراین ته د هغو د سپارلو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کوي

ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي مارک روتې به په روانه اونۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په واشنګټن کې وګوري او د نوموړې د هغه اعلان په اړه خبرې وکړي چې وايي امریکا غواړي خپلې وسلې پر ناټو وپلوري څو ناټو یې بیا اوکراین ته ورکړي.
روتې به نن او سبا سه شنبې په واشنګټن کې وي او په پام کې لري چې له ټرمپ، د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیت هیګسیت او همداراز د امریکا د کانګرس له غړو سره وویني.
ټرمپ تېره شپه په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته وویل چې دی به د ناټو له عمومي منشي سره وګوري او زیاته یې کړه چې امریکا به ناټو ته د پرمختللو وسلو بېلابېل ډولونه ورکړي او ناټو به یې سل په سلو کې بیه پرې کوي.
د ټرمپ یوه متحد جمهوریپال سناتور لیندسي ګراهام پرون وویل چې د اوکراین جګړه یوه نوي پړاو ته ننوځي ځکه د ده په وینا داسې ښکاري چې ټرمپ لېوالتیا ښودلې چې له اوکراین سره مرسته وکړي څو د روسیې پرضد جګړه پرمخ بوځي.
ټرمپ وايي، یله من دی چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ خبرې به راروانه اونۍ پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، دی هیله من دی چې په غزه کې د اوربند د ټینګولو په هدف د اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې ترمنځ خبرو ته به په راروانه اونۍ کې لاره اواره شي.
متحدوایالتونه د هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې یې په غزه کې شپېته ورځنی اوربند ټینګېږي، د اسراییلي برمته وو تدریجي آزادول پیلېږي، اسراییل د غزې له ځینو برخو خپل ځواکونه باسي او د دې کړکېچ د حل لپاره خبرې کېږي.
ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل چې خبرې روانې دي او دی هیله لري چې په راروانه اونۍ کې به په دې برخه کې پرمختګ وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې روغتیايي چارواکو پرون وویل چې اسراییل په یوه هوايي برید کې ۸ کسان چې ماشومان هم پکې دي، وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې دا ماشومان د اوبو د وېش په یوه مرکز کې وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی غوښتل په سیمه کې د اسلامي جهاد د ډلې یو وسله وال په نښه کړي خو وايي، د یوې تېروتنې له کبله دې میزایل هدف ونه ویشت او څو متره لیرې ولګېد.