خبرونه
عراق له سوریې سره د غنمو مرسته کوي

عراق غواړي چې له سوریې سره د دوه لکه شل زره ټنه غنمو مرسته وکړي.
د سوریې د غله دانې د عمومي ریاست په وینا، د دې غنمو لومړی بار اوس دیر الزور ولایت ته رسیدلی دی.
عراق په داسې وخت کې دا مرسته کوي چې سوریې د مارچ په پنځه ویشتمه نژدې یولک ټنه غنم واخیستل. ویل کیږي چې د پروسږ میلادي کال په وروستیو کې په سوریې کې د رژیم تر بدلیدو وروسته دا لومړۍ لویه سودا وه چې له بهیره یې کوله.
د سوریې د پخواني ولسشر بشار الاسد له رژیم سره روسیې او ایران د غنمو او سون موادو په برخو کې مرسته کوله او دا مرستې وروسته تر دې بندې شوې چې وسله والو په ډسمبر کې میاشت کې دمشق ونیو او بشارالاسد مسکو ته وتښتید.
ولسمشر ټرمپ د پاپ فرانسس د تدفین د مراسمو لپاره روم ته رسیدلی

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر د تدفین مراسم نن د ایتالیا په پلازمینه روم کې ترسره شي.
پاپ فرانسس د اته اتیا کلونو په عمر د دوشنبې په ورځ ومړ. د پاپ فرانسس د تدفین په مراسمو کې د نړۍ په سلګونو مشران د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون برخه اخلي.
وروسته له دې چې ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، دا بهر ته د ده لومړی سفر دی.
د روسیې یو ډګر جنرال مسکو ته څيرمه ووژل شو

د روسیې تحقیقاتي کمیټې نن وویل چې د دغهَ هیواد یو جګپوړی پوځي افسر د ماسکو په لمن کې ووژل شو.
ډګر جنرال یاروسلاو موسکالیک د روسیې د وسله والو ځواکونو د عمومي درستیز د عملیاتي ریاست مرسیتال و.
دا جنرال نن په موټر کې د نیستروف پر سړک روان و چې د ریموټ کنټرول له لارې په ترسره شوې چاودنه کې ووژل شو.
د روسیې د تحقیقاتي کمیټې په وینا د ډګرجنرال یاروسلاو موسکالیک د وژلو د پيښې تحقیقات روان دی.
پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې جنرال ایګور کیريلوف هم په ماسکو کې په یوې چاودنه کې وژل شوی و، د هغې چاودنې مسوولیت د اوکراین استخباراتو منلی و.
د موسکالیک د وژلو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.
ولسمشر ټرمپ د ایټالیا په لور روان شو

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایتالیا ته په سفر روان شوی دی.
وروسته تر دې چې د جنوري په شلمه ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه دا د ښاغلي ټرمپ لومړی بهرنی سفر دی.
ټاکل شوې ده چې ولسشمر ټرمپ سبا، شنبه په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د تدفین په مراسمو کې برخه واخلي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنه شوې

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې څلور سرتیرې وژل شوي.
اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستان په دغهَ ایالت کې اکثر وخت د بلوچانو بیلتون غوښتونکي ډلې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
هندي افسران وایي چې له پاکستاني پوځیانو سره یې ډزې تبادله کړي

هندي چارواکو نن وویل چې د کشمیر په متنازعه سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لنډه نښته شوې ده.
دا خبر وروسته تر دې خپور شوی دی چې د سې شنبې په ورځ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو نژدې شپږ ویشت تنه ووژل. هند پاکستان تورن کړ چې په دې ترورستي برید کې لاس لري. پاکستان دا تور رد کړی دی.
اسوشیتد پریس اژانس د دریو هندي افسرانو په وینا ویلي دي چې پاکستاني پوځیانو په سپکو وسلو تیره شپه د هندي ځواکونو پر مورچو ډزې وکړې، دغو افسرانو چې په دې شرط یې خبرې کولې چې نومونه به یې نه اخیستل کیږي، څرګنده کړه چې هندي پوځیانو ځوابي برید وکړ او تر اوسه یې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ترلاسه کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د دې نښتې راپور نه تایید کړ او نه یې رد کړ. د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان خبرې کنفرانس ته وویل چې دې ته انتظار کوي چې پوځ دا پښه رسما تایید کړي.
اوکراین نن ماتم اعلان کړی

کییف نن د هغو دولسو کسانو لپاره د ماتم ورځ اعلان کړې چې د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو کې پرون په اوکراین کې ووژل شول.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کییف او بهر کې به د اوکراین په دیپلوماتیکو ماموریتونو کې بیرغونه نیم ځوړند شي.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وویل، په داسې حال کې چې د کییف اوسیدونکي د قربانیانو ویر کوي او انبارونه پاکوي، د اوکراین استخبارات د دې لټه کوي چې وګوري په دې بریدونو کې په شمالي کوریا کې جوړ شوي توغندي استعمال شوې دي که نه دي.
زیلینسکي زیاته کړه، که دا ثابته شي دا به د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د ګډ جرم بل ثبوت وي.
د کیوبا د جاسوسۍ یو افسر چې امریکا ته په جاسوسۍ تورن وو تر ۲۷ کاله بند وروسته خوشې شو

ارنستو بورخس فرانسپرس ته وویل له خپلې ازادۍ خوشاله دی که څه هم د سترګو عملیات باید وکړي.
بورخس ویلي ژر غواړي له کیوبا ووځي او امریکامتحده ایالتونو ته لاړ شي.
دا کیوبايي افسر په ۱۹۹۹ کال کې امریکايي ډپلوماټانو ته د پټو معلوماتو د لېږد د هڅې پر مهال نیول شوی وو او د هاوانا د یوې پوځي محکمې له خوا په ۳۰ کلونو بند محکوم شو.
هغه په ځلونو د دې حکم په وړاندې اعتراض کړی وو او ویلي یې وو داسې حکم ورباندې شوی چې ګواکې ده واقعاً هغه کار کړی وو.
بورخس ۵۹ کلن دی او یوه ۲۱ کلنه لور یې په کاناډا کې اوسیږي.
هغه ویلي چې د زندان ۱۱ کاله یې په کوټه قلفۍ کې تېر کړي دي.
اروپايي ټولنې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي.
دا خبره د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمیسیون مشر اندریاس پاپاکونستانټینو په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې کړې ده.
دا پیسې به د ښاغلي اندریاس په وینا د سرپنا، روغتیایي خدماتو، خواړو او اوبو د برابرولو لپاره ولګول شي.
اندریاس د اروپايي ټولنې په استازولۍ پرون د خیبر پښتونخوا له یوه لوړ پوړي اداري چارواکي شهاب علي خان سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي.
پاکستان د اپریل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ایستلي دي. ځینو دغو کډوالو ازادي راډیو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د اخراج پرمهال له ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.