د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۰

خبرونه

روسي ډرون الوتکې په اوکراین کې یو بس ویشتلی

په مارهانیتس کې د روسیې د ډورن الوتکې تر برید وروسته
په مارهانیتس کې د روسیې د ډورن الوتکې تر برید وروسته

د اوکرایني چارواکو په وینا یوې روسۍ ډرون الوتکې د دنیپروپیتروفسک په سیمه کې د مارهانیتس په ښارګوټي کې د کارګرانو یو بس ویشتلی دی چې لږ تر لږه نهه تنه یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپيان کړې دي.

د دنیپروپیتروفسک والي نن سهار وختي اندیښنه ښکاره کړه چې د تلفاتو شمیر په زیاتیدو دی.

روسیي ځواکونو د اوکراین په نورو سیمو کې هم ملکي تاسیسات په نښه کړې دي.

د دې بریدونو له امله د اوکراین په پولتاوا او اودیسا ښارونو کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوې دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې وویل، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز تاسیسات، ګودامونه او ګراجونه زیانمن شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ په کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې ترهګریز او نه بښونکی عمل دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هند تر ولکې لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو ډزې یو ترهګریز او نه بښونکی عمل بللی دی.

وړاندې دغه وزارت ویلي، حالات څاري او د پېښې عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.

د سه شنبې په ورځ د هند تر واک د کشمیر په یوه تفریحي سیمه وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړئ چې ۲۶ کسان يې ووژل.

فرانس پریس خبري اژانس وايی، له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا په سیمه کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

تراوسه د برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.

د طالب مخالفو ډلو ترمنځ د تګلارو په پلي کیدو کې اختلاف پیدا شوي او د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره يې پریکون کړی دی

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو یوه مخالفه جبهه او د جمعیت اسلامي ګوند وايي، د افغانستان د ژغورنې د ملي شورا په هیڅ ډول پریکړه کې شامل نه دي.

د ملي مقاومت جبهې مشري احمد مسعود او د جمعیت اسلامي ګوند مشري د صلاح الدین رباني کوي پرون سه شنبې په جلا اعلامیو کې ویلي، "د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره ځکه پرېکون کوي چې د دې شورا له جوړښت، تګلارې او د مدیریت کړنلارې سره مخالفت لري او له دې شورا سره يې په دې برخه کې خپلې انديښنې شریکې کړې وي چې په پام کې نیول شوي نه دي.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د ۱۴۰۳کال د ثور په ۱۶مه د تیرحکومت د یو شمیر سیاسي څیرو په شتون کې په انلاین ډول تاسیس شوه.

د دې شورا بنسټګرو ویلي، هڅه يې دا د طالبانو د "استبدادي او نامشروع" حاکمیت د دوام مخه ونیسي.

د طالبانو مخالفې جبهې په داسې حال کې له یو بل سره پریکون اعلانوي چې وخت ناوخت د ملي مقاومت په نوم جبهه په یو شمیر ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبره کوي.

طالبان بیا دا مخالفې جبهې جګړه خوښونکې ګنلي او وايي، دوی د افغانانو د خوښې خلاف اقدامات کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ را روانه میاشت منځني خیتځ ته سفر کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ راتلونکې اونۍ منځني خیتځ ته ځي او له دریو هېوادونو لیدنه کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویت د سه شنبې په ورځ کړې ده.

تمه ده ټرمپ د شنبې په ورځ واتیکان ته لاړ شي څو د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي.

لیویت په سپینه ماڼې کې په یوې خبري ناسته کې وویل،"ټرمپ به د مې میاشتې له۱۳ تر۱۶مې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي".

اغلې لیویت د ټرمپ د سفر په اړه نور جزیات ور نه کړل.

طالبان؛ له قزاقستان سره مو د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت پرون ناوخته پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،" ۱۷ سوداګریز او ۳ د همکارۍ هوکړه لیکونه د قزاق-افغان د سوداګریزې مجموعې تر نامه لاندې په یوې ناسته کې لاسلیک شول".

د سه شنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین ګډون درلوده او دواړو خواوو د هوکړه لیکونو د عملي کیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د قزاقستان پلاوی تازه کابل ته راغلی او غواړي په افغانستان کې د تیلو، ګازو، معدنونو او نورو زیربنايي برخو کې پانګونه وکړي.

روسيې پر اوکرایین تازه بریدونه کړي چې د ماشومان په ګډون شل کسان په کې ټپیان دي

روسیې یو ځل بیا د سه شنبې په ورځ د اوکرایین په یو شمیر ښارونه کې د استوګنې ودانۍ په نښه کړي دي.

په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او د ماشومان په ګډون شل نور ټپیان دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه "عمدي ترور" بللي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د زاپوریژریا د والي ایوان فیدوروف په حواله لیکلي، " د سه شنبې په ورځ په دوو بریدونو کې چې هدایت شوي بمونه وو، یو ښځه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي".

د فیدوروف په ټکو، په ټپیانو کې یو څلور کلن ماشوم او یوه امیندواره ښځه هم شامل دي.

د اوکرایین پر خارکیف ښار د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه راپورونه ورکړل شوي خو د بریدونه له کبله د احتمالي مرګژبلې په اړه څه ویل شوي نه دي.

روسي ځواکونو بیا د شپې له خوا د اودیسا پر بندري ښار د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو د استوګنې ودانۍ په نښه کړي چې له کبله يې پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

روسیه پر اوکرایین په داسې حال کې پراخ بریدونو ته دوام ورکوي چې په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره ډیپلومایټکي هڅې هم روانې دي.

د سوات په بریکوټ کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا د سوات پولیس وايي، په بریکوټ سیمه کې دوه کسان د "ناموس په نوم" وژل شوي دي.

پولیسو پرون سه شنبې د ازادي راډیو مشال برخې سره په خبرو کې ویلي، " یو تن هغه مهال ووژل شو چې د شپې له خوا یو کور ته ننوته او د کور خاوند پرې ډزې وکړې".

د پولیسو په ټکو، په ډزو کې د کور د خاوند زوی هم وژل شوی دی.

پولیسو وړاندې ویلي، " ډزې کوونکی کس د هغې نجلۍ خسر دی چې په تورن ډول يې يو بل کس ليدو ته ورغلی وو".

د نجلۍ خسر پولیسو ته ویلي، " وژل شوي کس د هغه له نږور سره "نامشروع اړیکې" لرلې".

دا لومړی ځل نه دی چې د خیبرپښتونخوا په سوات کې د ناموس په نوم خلک وژل کیږي، د همدې روانې اپریل په ۱۷مه یوه ۱۲کلنه ماشومه د خپل تره او ماما له خوا د ناموس په نوم وژل شوې وه.

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د ژوندي سارو د تصویرونو خپریدل منع شول

Afghanistan Timeline
Afghanistan Timeline

په بامیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د خوځنده موجوداتو د تصویرونو خپریدل منع کړل.

په دې ډول بامیان د افغانستان پنځلسم ولایت شو چې د ژوندي سارو د تصویرونو د اخیستو د ممانعت اعلان پکې کیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې دا امر د وري میاشتې په نهه ویشتمه اعلان شوی دی. دغه مرکز په دې برخه کې خپل جدي اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د ژوندي سارو د تصویرونو نه خپریدل د رسنیو پرکار منفي اغیز کوي او خبریالان له دې ګرځوي چې سم او کره اطلاعات راغونډ کړي.

ولسمشر ټرمپ د پاپ د خاورته سپارلو په مراسمو کې ګډون کوي

Pope Francis is mourned
Pope Francis is mourned

واتیکان اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د تدفین مراسم به د راتلونکې شنبې په ورځ د واتیکان په سن پیټر میدان کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ له بیلابیلو سیمو جګپوړي چارواکي په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

په دې ترڅ کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ کې اعلان کړی دی چې له خپلې میرمنې ملانیا ټرمپ سره به د پاپ د خاورته سپارلو په مراسمو کې برخه واخلي.

دا به وروسته تر دې چې د جنوري په شلمه ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، بهر ته د ده لومړی سفر وي.

څلور چکي پوځیان د یوه افغان پر وژلو تورن شوي

افغانستان- ناټو پوځیان-ارشیف
افغانستان- ناټو پوځیان-ارشیف

د چک د ځانګړیو ځواکونو څلور غړي د یوه افغان سرتیرې د وژلو په تړاو په برنو ښار کې محاکمه کیږي.

چکي رسنیو نن راپور ورکړ چې دا قضیه د دوه زره اتلسم کال له پيښې سره ارتباط لري. هغه وخت د هرات په شینډنډ کې د خان په نوم یوه افغان د چک د پوځي ځواکونو د سپیو یو روزونکی پروخازکا په ډزو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

خان تر تحقیقاتو لږ موده وروسته ساه ورکړه.

د چکي رسنیو د راپورونو له مخې دا څلور سرتیرې په ورته وخت کې د بډو په اخیستو او له پوځي احکامو په سرغړونو تورن شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG