د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۶

خبرونه

ډونالډ ټرمپ؛ له ایران سره مو مذاکرات ښه وو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "له ایران سره مو مذاکرات ښه وو".

ټرمپ دا خبره، د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته کړې او زیاته کړې، " د ایران د اټومي پروګرام او په غزه کې د اوربند په تړاو د اسراییلو له صداعظم بنیامین نتانیاهو سره خبرې کوي".

د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ په عمان او ایټالیا کې له دوه ځلې خبرو اترو وروسته دا لومړی ځل دی چې ټرمپ دا ډول څرګندونې کوي.

بل پلو، ایراني چارواکو هم تایید کړې چې له امریکا يې سره "مذاکرات ښه" وو او "پرمختګ" په کې شوی دی.

د اکسیوس په نوم یويې امریکایي ویب پاڼې لیکلي، تمه ده د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ ټرمپ او نتانیاهو په ټیلفوني اړیکه د ایران او غزې په اړه خبري وکړي.

ټرمپ او نتانیاهو دوه وړاندې په سپینې ماڼې کې کتلي وو.

د امریکا له سفره تر ستنیدو وروسته د اسراییلو صداعظم په یوه ویډیو پیغام کې ویلي و، "دی او ولسمشر ټرمپ توافق کړی چې ایران باید اټومي وسله نه لري".

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سره مذاکرات دوه اونۍ وړاندې پیل شول.

امریکا وايي، ایران دې د یورانیمو له غني کیدو لاس واخلي، خو ایران بیا وايي، اټومي پروګرام يې سوله ییز اهداف لري.

نن په افغانستان او پاکستان کې د پولیو واکسین د کمپاین دویمه ورځ ده

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس پرضد د واکسینو کمپاین پرون دوشنبې رسما پیل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دا کمپاین به په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د څلورو او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې د دریو ورځو لپاره وي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي، په دې کمپاین کې به نژدې ۱۲میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ څاڅکي ورکړل شي.

بل پلو، د خیبرپښتونخوا روغتیايي چارواکو ویلي، د اپریل له ۲۱ تر۲۷ مې به په ۳۶ضلعو کې نژدې ۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ته د پولیو واکسین ورکړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تیرکال په افغانستان کې د پولیو څه باندې ۲۰ مبثتې پېښې ثبت شوې وې، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا رد شوې.

په خیبرپښتونخوا کې بیا تیرکال د دې ویروس ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پولیو یا ګوزڼ یو ویروسي ناروغي ده، چې تر ډیره پرې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي او د دایمي فلج سبب ګرځي.

افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده په جنسي ځورونې تورن او بندي شوی

احمد سهیل حسن زاده
احمد سهیل حسن زاده

د رزمي لوبو یو افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن زاده په امریکا کې د یوې وړې نجلۍ په جنسي ځورونې تورن او بندي شوی دی.

حسن زاده د کالیفورنیا په سکرمنتو ښار کې اوسېږي. د دغه ښار پولیسو تایید کړې چې د یکشنبې په ورځ یې حسن زاده نیولی دی.

د ۲۸ سهیل حسن زاده له خوا د یوې ۱۴کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې قضیه د روان کال له پیله څېړل کېده.

حسن زاده چې دمګړۍ په زندان کې دی څلور لکه ډالره جریمه شوی او راتلونکې محاکمه یې د سه شنبې په ورځ ده.

تمه وه حسن زاده راتلونکې شنبه د رزمي لوبو په معتبره سازمان یو اف سي کې لوبه هم وکړي خو ویل کېږي چې یو اف سي له پورتنۍ قضیې وروسته د هغه قرارداد لغوه کړی او پر ځای یې بل لوبغاړی راوستی دی.

ټرمپ: ښایي روسیه او اوکراین همدغه اونۍ یوې هوکړې ته سره ورسیږي

د امریکا او اوکراین ولسمشران
د امریکا او اوکراین ولسمشران

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله من دی چې روسیه او اوکراین به روانه اونۍ یوې هوکړې ته ورسیږي.

ټرمپ پرون ( یکشنبه د حمل ۳۱) پر خپلې ټولنیزې رسنۍ سوشیل تروت ولیکل چې یوې هوکړې ته له رسیدو وروسته به روسیه او اوکراین له امریکا سره لوی تجارت پيل او دواړه به شتمن شي.

دا چې کیف او مسکو به څنګه او د کومو شرایطو لاندې د اوکراین د جګړې په اړه هوکړې ته رسیږي، ښاغلي ټرمپ یې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په ۱۹مه د عیسویانو د پاک اختر یا ایستر په مناسبت د دواړو هېوادونو اوربند تر بیګا نیمې شپې پر ځای پاته و.

دغه اوربند د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اعلان کړی و.

د اوکراین ولسمشر د دې اوربند هرکلی وکړ خو روسیه یې تورنه کړه چې د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو په برید سره یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د غځولو غوښتنه کړې، خو کریملین ویلي، پوتین دوی ته د اوربند د غځېدو امر نه دی کړی.

طالبان وایي، د شانګهای سږنۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د سیمې د هېوادونو مشران، ارشیف
د سیمې د هېوادونو مشران، ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي‌ چې چین د دوی د حکومت استازو ته د شانګهای د همکاریو سازمان په سږنۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د دوی له مالي او ادارې معین محمد نعیم سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې.

ضیا احمد د چین د سفیر په حواله ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طالبانو سره تعامل لري او خپل هېواد کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.

ټاکل شوې د شانګهای سازمان سږنۍ غونډه د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې د چین په کوربه توب جوړه شي.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې د دغه سازمان څارونکی غړی و، خو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له راتګ وروسته د طالبانو غړو ته د دغه سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

پاکستان کې د کډوالو د ستونزو د هواري هڅې، ځانګړې خونه او شمېرې ورته فعالې شوي

د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې
د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې

پاکستان وایي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو لپاره یې یو لړ جدي ګامونه اوچت کړي دي.

دغه څرګندونې د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته پرون یکشنبه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر ټیلفوني خبرو کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر ولیکل چې پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو او هواري لپاره د کنټرول خونه او ځانګړې مبایل شمېرې فعاله کړي دي.

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له پيله پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د شمېرو له مخې د همدې میاشتې لومړیو ۱۶ ورځو کې ۸۵ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

په دوی کې د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۰ زره په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې د پاکستان ملي راډیو هم د دار او متقي د تیلفوني مکالمې راپور خپور کړی، خو د کډوالو د ستونزو د حل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د ملي راډیو د راپور له مخې، دار متقي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې چې دغه بلنه د ښاغلي متقي له خوا منل شوې ده.

د ناسا ستورمزلې د خپلې ۷۰مې کلیزې په ورځ ځمکې ته راښکته شو

ډان پټېټ - امریکايي ستورمزلی
ډان پټېټ - امریکايي ستورمزلی

د ناسا تر ټولو زوړ فعال ستورمزلی د خپلې زوکړې په ۷۰مې کلیزې ځمکې ته راستون شو.

امریکايي ستورمزلی ډان پېټيټ یکشنبه له دوو نورو روسي ستورمزلو سره په قزاقستان کې ځمکې ته راښکته شو.
ډان پټيټ او دوو نورو ستورمزلو الکسي اویچین او ایوان واګنر ۲۲۰ ورځې په فضا کې تېر کړل.

دوی په فضا کې د ځمکې له مداره ۳۵۲۰ واره تاو شول او ټول ټال یې څه باندې ۹۳میلیون مایله مزل وواهه.

روسیې او اوکرایین د عیسویانو د پاک اختر یا ایستر په درنښت یکشنبه د اوربند هوکړه کړې ده

د عیسویانو د پاک اختر د مناسبت یوه برخه
د عیسویانو د پاک اختر د مناسبت یوه برخه

په دې لړ کې دواړو خواوو څه باندې ۲۰۰ جنګي بندیان هم مبادله کړي دي.

د یکشنبې ورځې د اوربند وړاندیز د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین کړی وو.

د اوکرایین ولسمشر که څه هم دا وړاندیز ومانه خو روسیه یې تورنه کړه چې په ډرون او توغندیزو بریدونو یې دا اوربند مات کړی دی.

اوربند به د پوتین د وړاندیز په اساس د یکشنبې د شپې تر دولسو بجو نافذه وي.

د ایران او امریکا دویم پړاو خبرو کې د ( ښه پرمختګ) خبر ورکړل شوی، دریم پړاو خبرې بله اونۍ کیږي

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او څو نور ایراني ډيپلوماتان، ارشیف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او څو نور ایراني ډيپلوماتان، ارشیف

د متحده ایالتونو یو لوپوړی چارواکی وایي چې د تهران د اټومي تړون په اړه د ایراني او امریکایي استازو خبرو کې " ښه پرمختګونه" شوي دي.

د دغو استازو دویم پړاو خبرې پرون شنبه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شوې.

د امریکا دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د شنبې په ماښام یوه ډله خبریالانو ته ویلي " نن په روم کې په دویم پړاو خبرو کې چې څه باندې څلور ساعته یې دوام وکړ، په مستقیمو او غیر مستقیمو خبرو کې ښه پرمختګونه وشول".

د رویټرز او اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې ټاکل شوې د دواړو هېوادونو استازي راتلونکې اونۍ دریم پړاو خبرې وکړي.

امریکا تراوسه د پرونیو خبرو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د پرونیو خبرو تر پای ته رسیدو وروسته ویلي چې دریم پړاو خبرې به د ثور په شپږمه په عمان کې ترسره کیږي.

هغه ویلي چې پرونۍ خبرې رغنده وې.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي تړون په اړه د خبرو لومړی پړاو تېره اونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG