د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

خبرونه

د بریتانیا حکومت: د افغان ښځو حق دی چې کرکټ وکړي

د بریتانیا د کلتور وزیر پرون (پنجشنبې) وویل چې افغان ښځې حق لري کرکټ وکړي او د برېیتانیا حکومت هڅه کوي په دې برخه کې تر ممکنه حده فشار راوړي.

د سټندرډ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د انګلستان لوبډلې ته ویل شوي و، له افغانستان سره د اتلانو په اتلولیو یا چمپینز ټرافي کې سیالۍ بایکاټ کړي.

د چمپیونز ټرافي له پېلېدو سره، د انګلستان د نارینه‌وو کرکټ لوبډله تر فشار لاندې ده، چې د چهارشنبې په ورځ په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې لوبې ته حاضر نه شي. دا غوښتنه د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د حقونو پر سرغړونو د اعتراض په توګه شوې.

په افغانستان کې د ښځو ټول ورزشونه منع اعلان شوي، چې له امله یې د افغانستان د ښځینه کرکټ ټیم ډېری لوبغاړې اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

د بریتانیا د کلتور وزیره لیسا نینډي وايي، چې د لوبې بایکاټ به برعکس اغېز ولري.

په کویټه کې د بلوڅانو په برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان پولیس وايي، د پوځ پرضد په خونړیو بریدونو کې د لاس لرو په تور يې۳۰ کسان نیول دي.

پولیسو ویلي، دا کسان د پاکستان په شمالي لودیزو سیمو کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې نیول شوي.

پولیس د دې شکمنو کسانو د نیولو خبره داسې مهال کوي، چې د پاکستان په جنوب لودیز کې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې دوه پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي دي.

د پولیسو په خبره، دا برید د پنج شنبې ماښام د بلوچستان په مرکز کویټه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.

له دې برید څو ساعته مخکې بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بلوچستان کې د سه شنبې د ورځ د برید مسولیت منلی وو.

د سه شنبې په ورځ د مسافر پر یوه بس په برید کې اووه تنه وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو د ډیرو بریدونو مسولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ په غاړه اخلي.

پیړۍ وروسته په مصر کې د یو فرعون مقبره موندلی شوی دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

پیړۍ وروسته په مصر کې د یو فرعون مقبره موندلی شوی دی.

لرغون پوهان وايي، د توت عنخ امون د قبر له موندلو وروسته، په سلو کالونو کې دا لومړی ځل دی چې د یو بل فرعون مقبره موندل کیږي.

لرغون پوهانونو ویلي، د شاه توتموس دویم مقبره د مصر د اتلسمي لړۍ یوازینۍ سلطنتي مقبره ده چې تراوسه نه وه موندل شوې.

دا مقبره د سلطنتي کورنۍ د ښځینه غړو د دفن له ځای سره تړاو لري او د مقبرې داخلي برخه د فرعونیانو په ځانګړو نقشوتو او ښکلاو ښایسته شوې وه.

په دې مقبره کې موندل شوی مومیايي د مصر د تمدن په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوی دی.

د اټکل له مخې شاه توتموس دویم د توت عنخ امون له نیکونو څخه و چې له ۱۴۹۳ څخه تر ۱۴۷۹له میلاده مخکې کالونو کې يې پر مصر واکمني کوله.

له دې مخکې د توت عنخ امون مقبره یو بریتانوي لرغونپوه کشف کړې وه.

په باجوړ کې یوه پنځه کلنه ماشومه د جنسي تیري وروسته په ډبرو وژل شوې ده

د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې یوه پنځه کلنه ماشومه د جنسي تیري وروسته په ډبرو وژل شوې ده.

سیمه ییزو پولیسو د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ۲۰مه) په یو بیان کې ویلي، "پېښه د چهارشنبې په ورځ په مومندو کې شوي او په تړاو يې یو شل کلن ځوان نیول شوی دی".

پولیسو ویلي، "ځوان ماشومه د خوړو ورکولو په چل بیولې، تیری پرې کړی او بیا يې وژلې ده".

پر ټولنیزو رسنیو خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې ماشومه پر ځمکه پرته ده او لوی ټیږې پرې پرتې دي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوي وې چې پراخ غبرګونونه يې راپاولي وو.

په پاکستان کې د جنسي تیري پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې یو سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې تر څلور زرو زیات د ماشومانو د ځورونې قضیې يې ثبت کړي وې چې سلګونه يې د جنسي ځورونې او تیري قضیې وې.

پاکستان په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ کړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د پنجاب په قصور سیمه کې د زینب په نوم پر یوې شپږکلنې ماشومې د جنسي تیري او وژنې موضوع پراخ لاریونونه راوپاول.

عزیزي ګروپ په کابل کې د طبي اسانتیاو ښارګوټی جوړوي چې خدمات به يې وړیا وي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، په کابل کې د "فرشتې عزیزي" په نوم طبي ښارګوتی جوړوي.

عزیزي د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ۲۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت طبي ښارګوتي کې به، د سرطان د درملنې، زیږنتون، یتیم خانه، طبي پوهنتون، د قابلګي انیستیوت، د محصلینو لیلیه او د داکټرانونو او استادانو د استوګني کمپلیکس شامل وي".

د عزیزي په ټکو، د دې مرکز ټول خدمتونه به په وړیا توګه وړاندې کیږي.

فرشته عزیزي د میروس عزیزي لور وه، چې د سرطان ناروغۍ له کبله تیرکال مړه شوه.

ښاغلي عزیزي وړاندې په افغانستان کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید په برخه کې خپله پنځه کلنه پروژه هم اعلان کړې ده.

د عزیزي په ټکو، د دې پروژې چارې نن پیلږي او لومړنۍ چارې يې د کابل ښار لپاره د ۲۰۰ میګاواټه لمریزي برېښنا د تولید پلان دی چې په اتو میاشتو کې به بشپړه شي.

عزیزي وړاندې ویلي، "زموږ ژمنه دا ده چې په ټول افغانستان کې لسګونه د برېښنا د تولید مرکزونه چې مجموعي ظرفیت به يې ۱۰۰۰۰ میګا واټه برېښنا ته رسیږي، جوړ کړو.

عزیزي په افغانستان کې د دغو دوو لویو پروژه اعلان کابل ته په یو سفر کړی او د طالب چارواکو له میلمه پالنې يې مننه هم کړې ده.

د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره د یو شمېر افغان فعالانو کتنه

له توماس نیکلسن سره د افغان فعالانو کتنه
له توماس نیکلسن سره د افغان فعالانو کتنه

یو شمېر افغان فعالانو، نن (پنجشنبې) په بروکسل کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره ولیدل.

دا فعالان تېر کال کابل ته په جرګه تللي وو چې د طالبانو مشران د ښځو خلاف له بندیزونو راوګرځوي.

د دې کتنې یوې برخوالې زرکې ملیار ازادي راډیو ته وویل، د غونډې تمرکز د افغانستان پر راتلونکې، دیپلوماتیکو اړیکو، د پوهنې ستونزو ته په توجه، او د حقونو او امنیت په پیاوړتیا و.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او ښځې د کار په شان له لومړنیو بشري حقونو محرومې کړي او دې مسلې د افغانانو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې اندېښنې پارولي دي.

په چک جمهوریت کې د چاقو برید؛ دوه ښځې وژل شوې دي

د چک جمهوریت چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ په یوه سوداګریز مرکز کې د چاقو په وسیله برید کې دوه ښځې وژل شوې دي.

اسوشیټید پریس د پولیسو له قوله وايي، چې دوی د پراګ په ختیځ کې د هرادیک کرالو په ښار کې په یوه پلورنځي کې د چاقو برید په تړاو یو شکمن ځوان نیولی دی.

د وژل شوو ښځو هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو د برید له ځایه شاوخوا یو کیلومتر لرې یو ۱۶ کلن چکي وګړی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د چک جمهوریت لومړي وزیر پیټر فیالا د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او یاده پېښه یې "په بشپړ ډول د نه پوهیدو وړ او وحشتناک عمل" بللې ده.

د برید انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه شوې.

بلوڅ بېلتونپالو په خپل ایالت کې د ۷ تنو د وژلو مسوولیت ومانه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اوو مسافرو د وژنې مسوولیت بلوڅ بېلتونپالو ډلي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ په غاړه واخیست او ویې ویل چې قربانیانو د پوځ او استخباراتي سره تړاو درلود.

دا برید د سې شنبې په شپه ناوخته په رخني نومې سیمه کې هغه مهال وشو چې وسله والو یو بس چې له پنجاب څخه کوټې ته روان و، په لویه لاره کې ودراوه، اووه تنه یې راکښته کړل او په ډزو یې ووژل.

د اسوشیتد پریس خبری آژانس د خبر له مخې بلوڅ بیلتونپالو ډلي په یوه بیان کې ويلي چې د دوی جنګیالیو په بسونو برید وکړ او د پوځ اووه تنه یې ووژل.

خو ځايي چارواکو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو چې له امنیتي ځواکونو سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وخت ناوخته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کېږي چې مسوولیت یې یا د پاکستاني طالبانو تحرک، ټي ټي پی او یا د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بلوڅ بیلتون پاله ډله په غاړه اخلي.

د بشري حقونو سازمانونه: ایران تېر کال ۹۷۵ تنه اعدام کړي

د بشري حقونو دوو سازمانونو په خپل کلني راپور کې ویلي چې د ایران حکومت د تېر میلادي کال (۲۰۲۳) په ترڅ کې ۹۷۵ کسان اعدام کړي دي.

ایران، له چین وروسته، تر ټولو ډېر کسان اعداموي.

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې په ناروې کې مېشت دی، او فرانسوي سازمان، چې «په ګډه د اعدام د مجازاتو پر وړاندې» نومېږي، دا راپور د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۰مه) خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې، چې د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران د اعدامونو د ثبت کار پیل کړی، دا تر ټولو لوړه شمېره ده.

دواړه سازمانونه ادعا کوي چې د ایران اسلامي جمهوري حکومت د خپل حاکمیت په اوږدو کې اعدام د «سیاسي ځپنې د اصلي وسیلې» په توګه کارولی دی.

د ۲۰۲۳ پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د اعدامونو شمېر ۱۷ سلنه زیات شوی دی. په ۲۰۲۳ کال کې ۸۳۴ کسان اعدام شوي وو خو په ۲۰۲۴ کې ۹۷۵ اعدام شوي دي.

د راپور پر اساس، په اعدام شویو کې ۳۱ ښځې هم شاملې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG