خبرونه
د امریکا ولسمشر د اسراییلو له صدراعظم سره ګوري
په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ نن (د فبروري ۴مه) د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري.
تمه ده چې دواړه مشران به د اسراییلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د ایران د اټومي پروګرام له پلوه د اندېښنو په اړه خبرې وکړي خو دوی د خبرو د اجنډا په سر کې به په غزه کې د اوربند د موافقې له مخې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو د دوهم پړاو په اړه بحثونه وي.
دا په داسې حال کې ده چې نتنیاهو د خپل ښي پالي ائتلافي متحد تر کلک فشار لاندې دی چې له حماس سره موقت اوربند پای ته ورسوي.
د ملګروملتونو د وګړو صندوق، موثرو مرستو ته د افغان مېرمنو د نه لاسرسي له پلوه اندېښنه لري
د ملګروملتونو د وګړو صندوق UNFPA خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې ښځې، خوندي او اغېزمنو صحي خدماتو ته د نه لاسرسي له کبله له زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د افغان ښځو لپاره د خوندي او موثرو روغتیايي خدماتو پر نه شتون اندېښنه ښودلې ده. په ویډیو کې د ننګرهار ولایت له یوشمېر ښځو سره چې روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي خبرې شوي.
UNFPA په افغانستان کې ښځو ته د خوندي روغتیايي مرکزونو په برخه کې د پانګونو پر اړتیا ټینګار کړی.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت؛ د USAID لګښتونه د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره USAID له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریت څخه وتلې ده.
دې وزارت بېګا شپه په یوه بیان کې وویل چې د USAID د تمویل لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه لري.
د بیان له مخې د دې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه سمون په هدف ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د دې ادارې موقته مشري د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو ته سپارلې ده.
ښاغلي روبیو د USAID د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.
په عین حال کې د کانګرس یوشمېر ډموکراټ غړي د USAID په ملاتړ د دې ادارې مخې ته راټول شوي وو. د راپورونو له مخې پرون د USAID کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.
د تاجکستان د بهرنیوچارو وزیر او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په اړه خبرې کړي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن پرون( د سلواغې ۱۵مه) د تاجکستان د بهرنیوچارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.
د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو او د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د بیان له مخې د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو. تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی چې د طالبانو له حکومت سره یې نژدې اړیکي نه دي ټينګ کړي.
د سرطان پرضد د مبارزې نړیوال ورځ؛ سږنی شعار یې د سرطان پرضد د ګډې مبارزې پر هڅو ټینګار دی
نن د فبروري ۴مه د سرطان پرضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. سږکال د دې ورځې شعار له سرطان سره د مبارزې په برخه کې پر ګډو نړیوالو هڅو ټینګار دی.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله وروسته پاتې دی.
د سرطان پرضد د مبارزې د بنسټ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د سرطان د ناروغانو شمیر شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو ته رسیده. د لازمو روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي له وجې له دې ډلې د مړینو شمېر نژدې ۷۶ سلنه راپور شوی دی.
په افغانستان کې په اوسط ډول هرکال شاوخوا شل زره تنه په سرطان اخته کېږي چې اکثر د سینې، معدې او سږو سرطانونه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي یو.اس.اېډ له ډېر وخته له خپل اصلي مسیر وتلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده ایالتونو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریته وتلې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې بېګا شپه ویلي چې د یو اس اېډ د تمویل یوه لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه خوري.
د بیان په اساس د یادې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه پوهاوي په هدف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د دې ادارې موقته مشري هم سپارلي ده.
ښاغلي روبیو د یو اس اېډ د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي دا باید ډاډمنه شي چې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ د امریکا د لومړیتوب له اجنډا سره سمون وخوري او د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر ضایع نه شي.
له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرس ځینو ډموکراټ غړیو د یو اس اېډ په ملاتړ د یادې ادارې مخته ور ټول شوي وو.
د راپورونو په اساس پرون د یو اس اېډ کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.
احمد الشرع نن له رجب طیب اردوغان سره ګوري
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع نن سې شنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري. احمد الشرع له سعودي عربستان څخه ترکیې ته ځي او تمه ده چې غرمه مهال پلازمینې انقرې ته ورسیږي.
سوریه او ترکیه شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه اوږده پوله لري.
د سوریې د بشار اسد له رژیم سره ترکیې اړیکې نه درلودې او د اسد د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ یې کاوه.
تمه ده د الشرع او اردوغان تر منځ په ناسته کې د سوریې په بیارغونه او د کُردانو په حساسه مسله باندې بحث وشي.
د سرطان نړیواله ورځ؛ افغانستان کې هر کال څه باندې ۲۰زره تنه په سرطان اخته کېږي
نن د فبروري ۴مه نیټه، د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده. سږ کال د دې ورځې شعار له سرطان سره د مبارزې په برخه کې په ګډو نړیوالو هڅو ټینګار دی.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي په سبب وروسته پاتې دی.
په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په دې هیواد کې د سرطان د ناروغانو شمیر شاوخوا ۵ لکو ته رسیده.
د لازمو روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي په سبب له دې ډلې د مړینو شمېر نږدې ۷۶ فیصده راپور شوی دی.
په اوسط ډول هر کال شاوخوا شل زره تنه په افغانستان کې په سرطان اخته کېږي چې اکثر د سینې، معدې او شش/سږو سرطانونه دي.
د تاجکستان یو زندان کې د بندیانو بلوا ؛ درې تنه وژل شوي
د تاجکستان پلازمینې ته نږدې، په وحدت زندان کې د بندیانو د خونړۍ بلوا په پایله کې لږ تر لږه درې بندیان مړه او څو ساتونکي ټپیان شوي دي.
د "خاور" خبري آژانس د راپور له مخې، دا پېښه پرون دوشنبې د پلازمینې دوشنبې په لس کیلومترۍ کې، د وحدت ښار په زندان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې څو بندیانو د تېرو شویو وسیلو په وسیله د زندان پر ساتونکو برید وکړ.
د راپور له مخې، شاوخوا نهو بندیانو، چې له امرونو یې سرغړونه ته دوام ورکړ او د تېښتې هڅه یې کوله، د ساتونکو د وژلو نیت یې درلود، درې تنه یې په ډزو ووژل شول او پاتې شپږ تنه ژوندي ونیول شول.
په پېښه کې درې ساتونکي هم ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، له دې پېښې وروسته، په زندان کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
پاکستان وايي سعودي عربستان تر یو کال پورې ترې د تېلو پیسې نه غواړي
د پاکستان د صدراعظم دفتر وایي، چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې دې هېواد ته اجازه ورکوي، چې تر یوه کال پورې سعودي عربستان ته د تیلو د وارداتو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالره ور نه کړي.
دغه تړون پرون دوشنبې د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف، او دې هېواد ته ورغلي د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق د اجرایوي رئیس، سلطان بن عبدالرحمن المرشد، ترمنځ لاسلیک شو.
د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شهباز شریف د تیلو د وارداتو د تمویل په برخه کې د دغې اسانتیا هرکلی وکړ او هیله یې وښوده، چې دغه اقدام به د پاکستان د اقتصاد له ثبات سره مرسته وکړي او هم به پر دې هېواد مالي فشارونه کم کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې په پام کې ده د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په مارچ میاشت کې، پاکستان ته د اوو میلیاردو ډالرو پور د لومړنۍ ارزونې په ترڅ کې، د دې هېواد مالي وړتیاوې وڅېړي.