د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

خبرونه

په سوریه کې د موټر بم په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د سوریې د مدني دفاع د بنسټ د راپور په اساس دا بمي چاودنه د کرنې د کارګرانو په موټر شوې.

په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یو سړی شامل دي.

په چاودنه کې پنځلس ښځې ټپیانې شوې هم دي، چې د یوې یې حالت نازک دی.

په ورته وخت کې، په بریټانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې ویلي چې په دې پیښه کې ۱۸ ښځې او یو نارینه وژل شوي دي.

د حلب په شمال ختیځ ولایت کې منبج ښار د تیر کال په دسمبر کې د سوریې د پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو راهیسې د تاوتریخوالي شاهد دی.

په دې سیمه کې د ترکیې له ملاتړ برخمن د سوریې د ملي پوځ په نوم ډله د امریکا له ملاتړ برخمن د کُرد جنګیالیو له یوې ډلې سره چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) یادیږي جګړه کوي.

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د ۴.۵ ملیون ډالري تړونونو لاسلیک

د ازبکستان بیرغ
د ازبکستان بیرغ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

وزارت د قراردادونو د لاسلیک اعلان پرون ناوخته په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې خپور کړی پرته له دې چې جزئیات ورکړي.

د ازبکستان د پانګونې د مشر عزیز بیک صلاح الدینوف په مشرۍ یو ازبکستانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسید.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد د یکشنبې په ورځ له پلاوي سره وکتل ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی؛ خو ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې ډیپلوماټ یې منلی دی.

د بشري حقونو مدافعان: د طالبانو منتقد دیني عالمان دې خوشي شي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې د هغو دیني عالمانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د طالبانو منتقدین دي.

دغې ټولنې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، دیني عالمانو د نجونو د زده کړو، د یو بل منلو، په ټولو باندې د قانون یو شان حاکمیت، د اتباعو ترمنځ د تبعیض له منځه وړلو او په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په ملاتړ خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دیني عالمانو له خوا دا غوښتنې د ټولو افغانانو غوښتنې دي او هیڅوک حق نلري چې د خلکو ارادې او غوښتنو ته سپکاوی وکړي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو استخباراتو تېره سه شنبه د طالبانو دری منتقد دیني عالمان عبدالقادر قانت، محمود حسن او عبدالعزیز شجاع په کابل کې نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د محمود حسن ورور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی حسن شکنجه شوی او په نازک حالت کې دی.

هغه د بشري حقونو پر سازمانونو غږ وکړ چې د هغه د ورور د خوشې کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

نامعلومو وسله والو نن یو پاکستانی پولیس وژلی

د پاکستاني پولیسو انځور
د پاکستاني پولیسو انځور

په پاکستان کې د پولیو د واکسیناتورانو یو ساتونکی پولیس نن سهار نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی. یوه پولیس چارواکي جمشیدخان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خیبرپښتونخوا په جمرود سیمه کې برید شوې.

په پاکستان کې پرون د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد سراسري واکسین پیل شو.

پاکستان د پولیو د واکسیناتورانو د ساتنې لپاره هر کال زرګونه پولیس ګماري څو له هغوی سره د کور په کور واکسیناسیون په سم تطبیق او امنیت کې مرسته وکړي.

په دغو ساتونکو پولیسو باندې تر دې مخکې هم ګڼ بریدونه شوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه وروستي هېوادونه دي چې پولیو پکې لا نه ده ختمه شوې.

پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

تېره میاشت څه باندې ۴ لکه ټنه مواد د افغانستان له رېل لارو انتقال شوي

د افغانستان - ازبکستان تر منځ رېل ګاډي
د افغانستان - ازبکستان تر منځ رېل ګاډي

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي چې په جدي/مرغومي میاشت کې څه باندې ۴۰۰ زره متریک ټنه توکي د افغانستان د اورګاډي له لارې لیږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې دا توکي د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او هرات-خاف د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.

د هغه په خبره نفتي او غیر نفتي مواد او نور محصولات صادر او وارد شوي.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، شاوخوا ۳.۲ میلیونه میټریک ټنه مواد د هیواد د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.

ډبلیو اف پي وايي ګڼ کلي د وچکالیو له کبله په کنډوالو بدل شوي

د ډبلیو اف پي مشره
د ډبلیو اف پي مشره

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي Hsiao-Wei Lee ویلي چې د وچکالیو په خاطر ګڼ کلي له خلکو خالي او په کنډوالو بدل شوي.

هغې پرون د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

مېرمن لي ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالی په سبب پرېښي یا په هېواد دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.

هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري.
د ډبلیو اف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.

افغانستان د نړۍ له لسو هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.

شهبازشریف ویلي له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوي

د ماشوم واکسین شېبه
د ماشوم واکسین شېبه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي له افغانستان سره په همغږۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي. شریف دا خبره د یکشنبې په ورځ د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده.

د شریف په خبره چې یواځې د ګډو هڅو له لارې د دې ویروسي ناروغۍ شنډول ممکن دي.

هغه نه دي ویلي چې افغانستان سره په کومه بڼه د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري یا همغږي کوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یواځیني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا پکې نه ده ختمه شوې.

پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې هم تېره اوونۍ د پولیو د له منځه وړلو په هدف د واکسیناسیون یوه دوره پیل شوه څو شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د امریکا د مرستو په ځنډېدو د پولیو د واکسین د تطبیق هڅې هم له خطر سره مخ شوي خو د پاکستان صدراعظم ډاډ ښوولی چې د سعودي عربستان او د بېل او میلنډا ګېټس بنسټ په مرسته به د پولیو ضد هڅې جاري وساتل شي.

ایراني پوځیانو یو افغان کډوال وژلی او یو یې ټپي کړی

د ایران یوه سرحدي پوسته
د ایران یوه سرحدي پوسته

د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د افغان کډوالو په یوه موټر باندې په ډزو سره یو کډوال وژل شوی او یو بل ټپي دی.

دا خبره د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان حال وش د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې کړې ده.

د حال وش د راپور په اساس موټر له سراوان څخه خاش سیمې ته روان وو چې ایراني پوځيانو پرې ډزې وکړې.

د سرچینو په خبره موټرچلوونکی له سیمې تښتېدلی او روغتون ته د ټپیانو د انتقال لپاره هېڅ ګام نه وو پورته شوی.
په ایران کې مخکې هم په ځینو موټرو چې افغان کډوال پکې سپاره وو ایراني پوځیانو ډزې کړي.

د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د ایران په یزد ښار کې په یوه موټر د ایراني پوځیانو په ډزو سره موټر اور اخیستی وو چې لږ تر لږه درې افغان پکې مړه او څلور نور ټپیان شول.

هغې پېښې په پراخه کچه عکس العملونه درلودل او له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره یې د ایراني پوځيانو چلند ظالمانه او غیرانساني بللی وو.

د سوریې موقت مشر په لومړني بهرني سفر سعودي ته لاړ

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، نن (یکشنبې) په په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ورسید.

د خبري آژانسونو د راپور له مخې، دا ګام د سوریې به پخواني متحد ایران څخه د سوریې د لېري کېدو یوه بله نښه انګېرل شوې ده.

الشرع، چې پخوا له القاعده سره اړیکې درلودې، د خپل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره یو ځای د سعودي عربستان په یوه الوتکه کې ریاض ته لاړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې په هوایي ډګر کې د سوریې د درې‌رنګه نوی بیرغ د سعودي د بیرغ تر څنګ درول شوی و. ټاکل شوې چې نوموړی د سعودي له ولیعهد، محمد بن سلمان، سره وویني.

سعودي عربستان، چې پخوا یې د بشار اسد پر ضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.

الشرع له نړۍ سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي او په دې لړ کې یې له ایران او روسیې څخه خپلواکدریځ خپل کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG