د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

خبرونه

WHO په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کوي

افغانستان- د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)
افغانستان- د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO په افغانستان او پاکستان کې د تېرکال په اوږدو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو د چټکې خپریدا په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په وړاندې یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

"په نړۍ کې د پولیو د له مینځه وړلو نوښت" په نوم بنسټ پرون (د سلواغې ۱۹مه) پر خپله ویب پاڼه په یوه راپور کې وویل چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اجراییوي بورډ په غونډه کې چې روانه اونۍ د سویس په جینوا ښار کې جوړه شوې وه، د نړۍ د هیوادونو د روغتیا وزیرانو په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د وایروس د چټکې خپریدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د مخنیوي لپاره یې باید د پام وړاقدامات وشي.

د دې غونډې په خپره شوې اعلامیه کې د پولیو د وایروس له خپریدو سره د مبارزې لپاره نه یوازې د لوړ خطر په لرونکو سیمو بلکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په نورو پرتو سیمو کې د څارنې د هڅو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوي او په پاکستان کې یې تیرکال شمیر له اویا اوښتی دی. د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یا پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

ډونالډټرمپ وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وویني

ډونالډټرمپ او ولودیمیر زیلینسکي
ډونالډټرمپ او ولودیمیر زیلینسکي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وویني.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې ګړندۍ شوې دي، او زیلینسکي ویلي، دا مهمه ده چې د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنې مخکې، دی له ښاغلي ټرمپ سره په مستقیم ډول د نظر تبادله وکړي.

ښاغلي ټرمپ پرون (د سلواغې ۱۹مه) وویل چې احتمال لري راتلونکې اونۍ له زیلینسکي سره وویني.

د فبروري په ۲۴مه د هغې جګړې څلور کاله پوره کیږي چې د روسیې ولسمشر په اوکرایین کې پیل کړې ده او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې پای ته به یې ورسوي.

په پام کې ده چې د اوکراین لپاره د ښاغلي ټرمپ ځانګړی استازی کیت کیلوګ راتلونکې اونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې چې د فبروري له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې پورې جوړېږي، ګډون وکړي. په دې کنفرانس کې به د اوکرایین د جګړې په اړه، چې له ۱۹۴۵ راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه ده، بحث وشي.

ډونالډټرمپ وايي په افغانستان کې د امریکا د میلیاردونه ډالره پوځي تجهیزاتو د پریښودلو لپاره هېڅ دلیل نه شته

۲۰۱۵ کال، کندهار- امریکا او د ناټو نورو غړو خپل پوځي تجهیزات افغانستان ته ورکړل
۲۰۱۵ کال، کندهار- امریکا او د ناټو نورو غړو خپل پوځي تجهیزات افغانستان ته ورکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا د ولسمشر جو بایډن د ادارې ساده ګي وه چې په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات پریښودل.

ښاغلي ټرمپ پرون(د سلواغې ۱۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د دومره ډېرو پوځي تجهیزاتو د پریښودو لپاره هیڅ دلیل نشته.

هغه زیاته کړه چې ده غوښتل د امریکا پوځ پیاوړی وي او پر وسلو لګښت کولو ته لیواله دی ځکه چې د پوځ ټول تجهیزات په امریکا کې جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې یې د امریکا پوځ پیاوړی کړ او په دې برخه کې یې ښه کار وکړ. خو د هغه په وینا د دې تجهیزاتو یوه برخه په افغانستان کې پاتې شوه.

ښاغلي ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدو نیوکه کړې ده.

هغه تېره میاشت له لوړې مخکې وویل چې له افغانستان سره د امریکا راتلونکې مرستې به په هیواد کې د پاتې امریکایي وسلو په بیرته ستنیدو پورې تړلې وي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، چې دا تجهیزات اوس د دوی د پوځ ملکیت دي او بیرته امریکایانو ته نه ورکول کیږي.

هیګسیت؛ امریکا د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ په مسایلو کې باید مسوولیت واخلي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وايي چې د افغانستان پیښو په امریکا کې د کمزورۍ احساس رامینځته کړی دی.

ښاغلي هیګیسټ پرون (د سلواغې ۱۹مه) د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کارکوونکو ته د وینا پرمهال وویل چې متحده ایالات باید د افغانستان د پیښو، پر اسراییلو د اکتوبر د ۷مې نیټې د برید او په اوکراین کې د پیل شوې جګړې په برخو کې یو څه مسؤلیت واخلي.

د هغه په وینا، دا مفکوره چې د امریکا ځواک کامل نه دی، ګډوډي رامینځته کوي.

هغه په دې وضعیت کې د بدلون لپاره د دریو محورونو په اړه خبرې وکړې؛ د پوځ د مورال بیرته راژوندي کول، په پوځ باور بیا رغول او د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د پوځي ځواکونو بیا رغونه.

په جرمني کې یو وار بیا د پناه اخیستو غوښتنې ډېرې شوي

په جرمني کې د کډوالو یو کمپ
په جرمني کې د کډوالو یو کمپ

جرمني وایي چې په جنوري کې د مخکینۍ میاشتې پرتله د هغو کسانو شمیر چې له دې هیواد څخه یې د پناه غوښتنه کړې، زیات شوی دی.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د کډوالو لپاره د جرمني د فدرالي ادارې د نویو شمیرو له مخې له سوریانو وروسته افغانان د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله ده.

د دې ادارې په وینا په جنوري میاشت کې ۱۴۹۲۰ کسانو په لومړي ځل په جرمني کې د پناه غوښتنې کړي چې دا د ډسمبرمیاشتې پرتله ۲۲،۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

له سوریه والو وروسته افغانان د ټولو پناه غوښتونکو ۱۳ سلنه جوړوي.

جرمني تر اوسه د هغو افغانانو چې د مختلفو دلایلو له امله افغانستان پریږدي او غواړي له قاچاقي لارو ځان اروپایي هیوادونو ته ورسوي، تر ټولو مهم منزل یا مقصد دی.

دا په داسي حال کې ده چې د جرمني د پناه ورکولو له سیاست سره د خلکو او سیاستوالو مخالفت ډېر شوی او مخالفتونو په انتخاباتو کې د مهاجرو د مخالفو ډلو د رایو له ډېرېدو سره مرسته کړې ده.

د هرات- کندهار د ریللارې د سروې او ډیزاین قراردادونه لاسلیک شول

په هرات ولایت کې ریللار
په هرات ولایت کې ریللار

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د هرات – کندهار د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین اړوند پنځه قراردادونه یې له پنځو ساختماني شرکتونونو سره لاسلیک کړل.


دې وزارت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې د دغو قراردادونو ټول ارزښت شاوخوا ۲۶۴ میلیون افغانۍ یاد کړی او ویلي یې دي چې د دې څه باندې ۷۳۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ د سروې چارې به په اتو میاشتو کې بشپړې شي.


د ریللار په پنځو برخو ویشل شوې. لومړۍ یې له هرات ترشینډنډ ولسوالۍ پورې غزیږي. دوهمه شینډنډ له فراه ولایت سره نښلوي، درېیمه یې تر زرنج ـ غور غوري پورې غږیږي، څلورمه یې ترلشکرګاه او پنځمه یې هم تر کندهارپورې غزول کیږي.

د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې پروژې عملي چارې به د هغې د سروې له بشپړیدو وروسته پیل شي.

د طالبانو حکومت له یوه ځنډه وروسته نن دولتي مامورینو ته معاشونه ورکوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ادارو کارکونکو ته د تنخواوو د ورکولو د پیل خبرورکوي.


ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دولتي مامورینو تنخواوې به سر له نن شنبې څخه پیل شي.

د هغه په خبره په لومړۍ ورځ به تنخواوې د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، سوداګرۍ او صنعت، دفاع، لوړو زده کړو، کانونو او پترولیم او مالیې وزارتونو کارکونکو ته توزیع شي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه ویلي چې د نورو وزارتونو او ادارو د کارکو,نکو معاشونه به په راتلونکو څلورو ورځو کې اجراشي.

تر دې مخکې د یوشمیر دولتي ادارو کارکو,نکو ازادي راډیو ته ویلي چې ان د مرغومې یا جدې میاشتې تنخواوې یې هم نه دي اخیستي.

د اروپايي ټولنې ویانده: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره له طالبانو سره تعامل کوي

د اروپایي ټولنې یوه چارواکې وایي، د افغان ښځو د لاسنیوي لپاره له طالبانو سره له تعامل پرته بله چاره نه لري.

دا څرګندونې د دې ټولنې د بهرني سیاست د مشرې ویاندې انیتا هیپر له یورو نیوز سره په تازه مرکه کې کړي دي.

نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ډیپلوماتیک حضور کولای شي چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره ښوونځیو ته د نجونو د ستنیدو په اړه خبرې مخ ته یوسي.

میرمن هیپرهمدارنګه ویلي چې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې په بشري مرستو کې هم دې ته پام کیږي چې دغه مرستې د زده کړې د کیفیت پرښه والي او ورته په ځانګړې توګه د نجونو د زیات لاسرسي پرچارو ولګول شي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشرې ویاندې ښځو ته د کاري بوختیاوو په برخه کې د دې ټولنې د هڅو یادونه کړې او ویلي یې یې دي چې په افغانستان کې یې ۳۵۰۰ سوداګرې میرمنې روزلې دي.

اروپایي ټولنې له کله چې طالبان پرافغانستان بیا واکمنان شوي، په کابل کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت ساتلی او په تیرو څه باندې درې نیمو کلونو کې یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د په لسګونو ملیون ایرو مرستې کړې دي.

خامنه يي وايي، له امریکا سره خبرې ستونزې نه حل کوي

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ‌‌یي د خپل هیواد د اټومي پروګرام په اړه له متحدو ایالتونو سره د خبرو احتمال ردکړ او ټینګار یې وکړ چې خبرې به د ایران ستونزې هوارې نه کړي.

خامنه یي د جمعې په ورځ د ایران د هوایي ځواک افسرانو ته په وینا کې وویل چې «موږ باید دا واقعیت درک کړو چې له امریکا سره خبرې اترې زموږ د ستونزو د حل لپاره اغیزمنې نه دي.»

هغه زیاته کړه، دا به عاقلانه او منطقي نه وي چې خبرې ترسره شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایراني چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې داسې نښې ښودلې چې ګواکې تهران چمتو دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي.

ټرمپ هم له ایران سره د نوي اټومي تړون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دی هم غواړي چې ایران په سوله ییز ډول وده وکړي او سوکالۍ ته ورسیږي خو په یو شرط چې اټومي وسلې ونه لري.

ترکیې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپايي ټولنې د پرېکړې هرکلی وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټیلفوني خبرو کې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپایي ټولنې د پریکړې هرکلی وکړ.

د اروپایي ټولنې ۲۷ غړیو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په مهال د بشار اسد پر رژیم پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت موافقه وکړه چې پر سوریې به د لګول شویو بندیزونو نرمول پیل کړي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر وویل چې اردوغان خپل فرانسوي سیال مکرون ته وویل چې اروپایي ټولنې د بندیزونو د نرمولو لپاره مناسبه پریکړه کړې خو دا مهمه ده چې له سوریې سره د یوه نوي پړاو د پیلیدو لپاره ټول بندیزونه لیرې شي.

ترکیه، د احمد الشرع په مشرۍ د هییت تحریرالشام ډلې له لوري د اسد رژیم د پرزولو اصلي ملاتړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG