د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

نړۍ

د اروپا دریو هېوادونو د روسیې د برېښنا شبکه پرېښوده

د بالتیک هېوادونه
د بالتیک هېوادونه

د بالتیک حوزې دریو هېوادونو لاتویا، لیتوانیا او استونیا د شنبې په ورځ (د فبروري په ۸مه) خپل د برېښنا سیسټمونه د روسیې له شبکې څخه قطع کړل.

په دې کار سره د شوروي دورې د بریښنا لیږد شبکې څخه چې روسیه، بیلاروس او د روسیې کالینینګراد سیمه سره نښلوي، د دغو دریو هېوادونو ارتباط پرې شو.

د یادو دریو هیوادونو لپاره، چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د خپلواکو دولتونو په توګه راڅرګند شول او په ۲۰۰۴ کې د اروپایي اتحادیې او ناټو سره یوځای شول، د بریښنا دا شبکه د روسیې سره یوازینۍ پاتې اړیکه وه.

د اروپايي ټولنې درې غړي هېوادونه، لاتویا، لیتوانیا او ایستونیا، د اروپايي برېښنا شبکې سره یوځای کېدو ته چمتو دي، چې د اروپا ډیره برخه پکې شامله ده. د اروپا د بریښنا شبکه په لویدیځ کې له پرتګال څخه په ختیځ کې تر ترکیې او اوکرایین دا هېوادونه پکې نغاړي.

د بالتیک حوزې یاد هېوادونه د اروپا د بريښنا له شبکې سره د لا ښه اتحاد او امنیت په هدف یوځای شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راشدخان د ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټیم اتلولۍ ته ورساوه

راشدخان - د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی
راشدخان - د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی

د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله د جنوبي افریقا د شل اووریز لیګ اتلولي وګټله.
د کېپ ټاون ټيم د شنبې په شپه د جنوبي افریقا په شل اووریز تجارتي لیګ کې له سنرایزر ایسټرن کپ سره مخ وو.
د راشدخان ټیم خپلې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ‍۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو.

ایسټرن کېپ لوبډله هدف ته په رسېدو پاتې راغله. دغه ټیم د ۷۶ منډو په توپیر لوبه وبایلوده او ټول لوبغاړي یې په ۱۰۵ منډو وسوځېدل.

د جنوبي افریقا د شل اووریز تجارتي لیګ کې شامل ټیمونه د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.

په همدې سبب هم د دغو ټيمونو د نومونو په سر کې د هند د غوره لیګ د شاملو ټيمونو نومونه راځي.

د راشدخان تر څنګ په ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټيم کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.

آیت الله علي خامنه یي په تهران کې د حماس ډلې له مشرانو سره ولیدل

آیت الله علي خامنه یي له خليل الحية سره د لیدنې پرمهال
آیت الله علي خامنه یي له خليل الحية سره د لیدنې پرمهال

د ایران سترمشر ایات الله علي خامنه یي نن (د سلواغې ۲۰مه) په تهران کې د فلسطینۍ حماس ډلې له سرپرست مشر خليل الحية او د دې ډلې له دوو نورو چارواکو سره وکتل.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د دغې کتنې په اړه نورجزیېات نه دي خپاره شوي خو یوازې له الحية، د حماس د مشرتابه شورا له مشر محمد درویش او د دې ډلې له بل چارواکي نزار عوض الله سره د خامنه یي تصویرونه خپاره شوي دي.

ایران له اسراییل سره په جګړه کې د حماس ملاتړ کړی او دا فلسطینۍ ډله پر منځني ختیځ د اسراییل او لویدیځ د نفوذ پر وړاندې د خپلې پراخې ستراتیژۍ یوه اصلي متحده بولي.

د حماس ډلې مشران له تهران څخه داسې مهال کتنه ترسره کوي چې د دې ډلې پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ مه په تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې نوموړی د دې لپاره تهران ته تللی و، چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز د تیرکال په ډسمبر میاشت کې په ښکاره دا ومنله چې د اسماعیل هنیه په وژلو کې اسراییل لاس درلود.

په بنو کې د وسله والو تازه حملو مرګ ژوبله اړولې ده

بنو- د ۲۰۲۴ کال سپټمبر میاشت، د ناامنیو پرضد د خلکو اعتراض (آرشیف)
بنو- د ۲۰۲۴ کال سپټمبر میاشت، د ناامنیو پرضد د خلکو اعتراض (آرشیف)

د خيبر پښتونخوا په بنو کې پرون (د سلواغې ۱۹مه) په دوو بېلا بېلو بريدونو کې د دوو پوليسانو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د بنو د پوليسو وياند حنظله نن مشال راډيو ته وویل چې وسله والو تېره شپه ناوخته د بنو د فتح خېل سیمې د پولیسو پر تاڼې بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دوه پوليس سرتيري وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي.

ځايي اوسیدونکو او پوليس چارواکو همداراز وویل چې د وسله والو په یوه بل برید کې چې د بنو ګربز په سيمه کې یې د امن کميټۍ دفتر په نښه کړی و، دري کسان وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي.

د دې کميټۍ يوه غړی د نوم نه خپرولو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وويل چې له ۳۰ تر ۴۰ پورې وسله والو د دوی پر دفتر بريد کړی و.

د دواړو بريدونو مسولیت تراوسه پورې کوم کس یا وسله والې ډلې نه دی منلی خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمیرسخت دریځې ډلې فعالې دي چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان د حکومت اړوند هدفونو باندې بریدونه زیات کړي دي.

ټاکل شوې چې حماس ډله او اسراییل نن نور اسیران تبادله کړي

غزه، د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۳۰مه، د حماس وسله وال یوه اسراییلۍ برمته بدرګه کوي (آرشیف)
غزه، د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۳۰مه، د حماس وسله وال یوه اسراییلۍ برمته بدرګه کوي (آرشیف)

ټاکل شوې چې فلسطینۍ حماس ډله نن (د سلواغې ۲۰مه) درې نور یرغمل آزاد کړي چې اسراییل به یې هم په بدل کې لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي پرون د دې یرغملو نومونه اعلان کړل او د اسراییل د صدراعظم دفتر تایید کړه چې د یرغملو نومونه ورسپارل شوي او د هغوی کورنیو ته هم خبر ورکړل شوی دی.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې خوشې کیدونکي یرغمل ټول نارینه او عمرونه یې د ۳۴ او ۵۶ کلونو ترمنځ دي.

د اسیرانو نننۍ تبادله به د حماس او اسراییل ترمنځ د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پنځم پړاو وي چې په غزه کې د جنوری په نولسمه د نافذ شوي اوربند د موافقې له مخې ترسره کیږي.

اسراییل به هم په بدل کې نن له خپلو زندانونو ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د فلسطیني بندیانو یوې مدافع ټولنې ویلي چې د اسراییل له خوا په خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو کې ۱۸ تنه هغه بندیان هم دي چې په عمري بند محکوم شوي وو، ۵۴ تنه یې د اوږده قید بندیان ښودل شوي او ۱۱۱ تنه نور یې د غزې هغه اوسیدونکي دي چې پراسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر د اومې له برید وروسته د اسراییل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

د دواړو لورو ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې د تیرو څلورو پړاوونو په ترڅ کې حماس ۱۳ تنه اسراییلي او ۵ تنه ټایلنډي یرغمل او اسراییلو شاوخوا ۵۸۳ تنه فلسطیني بندیان آزاد کړي دي.

ډونالډټرمپ وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وویني

ډونالډټرمپ او ولودیمیر زیلینسکي
ډونالډټرمپ او ولودیمیر زیلینسکي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وویني.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې ګړندۍ شوې دي، او زیلینسکي ویلي، دا مهمه ده چې د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنې مخکې، دی له ښاغلي ټرمپ سره په مستقیم ډول د نظر تبادله وکړي.

ښاغلي ټرمپ پرون (د سلواغې ۱۹مه) وویل چې احتمال لري راتلونکې اونۍ له زیلینسکي سره وویني.

د فبروري په ۲۴مه د هغې جګړې څلور کاله پوره کیږي چې د روسیې ولسمشر په اوکرایین کې پیل کړې ده او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې پای ته به یې ورسوي.

په پام کې ده چې د اوکراین لپاره د ښاغلي ټرمپ ځانګړی استازی کیت کیلوګ راتلونکې اونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې چې د فبروري له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې پورې جوړېږي، ګډون وکړي. په دې کنفرانس کې به د اوکرایین د جګړې په اړه، چې له ۱۹۴۵ راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه ده، بحث وشي.

هیګسیت؛ امریکا د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ په مسایلو کې باید مسوولیت واخلي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وايي چې د افغانستان پیښو په امریکا کې د کمزورۍ احساس رامینځته کړی دی.

ښاغلي هیګیسټ پرون (د سلواغې ۱۹مه) د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کارکوونکو ته د وینا پرمهال وویل چې متحده ایالات باید د افغانستان د پیښو، پر اسراییلو د اکتوبر د ۷مې نیټې د برید او په اوکراین کې د پیل شوې جګړې په برخو کې یو څه مسؤلیت واخلي.

د هغه په وینا، دا مفکوره چې د امریکا ځواک کامل نه دی، ګډوډي رامینځته کوي.

هغه په دې وضعیت کې د بدلون لپاره د دریو محورونو په اړه خبرې وکړې؛ د پوځ د مورال بیرته راژوندي کول، په پوځ باور بیا رغول او د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د پوځي ځواکونو بیا رغونه.

خامنه يي وايي، له امریکا سره خبرې ستونزې نه حل کوي

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ‌‌یي د خپل هیواد د اټومي پروګرام په اړه له متحدو ایالتونو سره د خبرو احتمال ردکړ او ټینګار یې وکړ چې خبرې به د ایران ستونزې هوارې نه کړي.

خامنه یي د جمعې په ورځ د ایران د هوایي ځواک افسرانو ته په وینا کې وویل چې «موږ باید دا واقعیت درک کړو چې له امریکا سره خبرې اترې زموږ د ستونزو د حل لپاره اغیزمنې نه دي.»

هغه زیاته کړه، دا به عاقلانه او منطقي نه وي چې خبرې ترسره شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایراني چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې داسې نښې ښودلې چې ګواکې تهران چمتو دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي.

ټرمپ هم له ایران سره د نوي اټومي تړون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دی هم غواړي چې ایران په سوله ییز ډول وده وکړي او سوکالۍ ته ورسیږي خو په یو شرط چې اټومي وسلې ونه لري.

ترکیې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپايي ټولنې د پرېکړې هرکلی وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټیلفوني خبرو کې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپایي ټولنې د پریکړې هرکلی وکړ.

د اروپایي ټولنې ۲۷ غړیو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په مهال د بشار اسد پر رژیم پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت موافقه وکړه چې پر سوریې به د لګول شویو بندیزونو نرمول پیل کړي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر وویل چې اردوغان خپل فرانسوي سیال مکرون ته وویل چې اروپایي ټولنې د بندیزونو د نرمولو لپاره مناسبه پریکړه کړې خو دا مهمه ده چې له سوریې سره د یوه نوي پړاو د پیلیدو لپاره ټول بندیزونه لیرې شي.

ترکیه، د احمد الشرع په مشرۍ د هییت تحریرالشام ډلې له لوري د اسد رژیم د پرزولو اصلي ملاتړې وه.

اوکراین په کورسک کې د خپلو عملیاتو شپږمه میاشت ولمانځله

د اوکراین ولسمشر د روسیې په کورسک سیمه کې د خپل هیواد د عملیاتو شپږمه میاشت ولمانځله.

ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه، د فبروري په شپږمه، وویل چې شپږ میاشتې کیږي چې جګړه د روسیې خاورې ته راوړل شوې ده.

دا عملیات له روسیې سره د سولې په خبرو اترو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره اوکراین ته یوه ښه وسیله کیدی شي.

اوکراین د اګست په شپږمه د روسیې په کورسک سیمه کې عملیات پیل کړل او د سودژه Sudzha ښار په ګډون ځینې برخې یې ونیولې.

خو زیلینسکي په سیمه کې د روسیې له خوا د ځوابي عملیاتو په اړه څه ونه ویل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG