خبرونه
طالبان: تېرو دوو مياشتو کې له ايرانه نيمرزو ته د افغان کډوالو ۱۰۰جنازې لېږدول شوي
په نیمروز کې د طالبانو چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.
د نیمروز لپاره د طالبانو د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، کلهکله په ورځ کې څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي، چې اکثریت کسان په ډزو ویشتل شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده، چې له ایرانه د پاکستان پهڅېر د افغان کډوالو ډلهییز اخراج روان دی.
د ایران د کورنيو چارو وزارت تر دغه اعلان وروسته چې ویلي یې وو، تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به شا و خوا دوه ميلیونه غیرقانوني افغانان له ایرانه وایستل شي، پهدې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.
د امنيتي همکارۍ په موخه د اوکراين دفاع وزير جنوبي کوريا ته تللی
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي وايي، له جنوبي کوریا سره د دغه هېواد دفاع د وزیر رستم عمروف خبرې د اوکراین او جنوبي کوریا ترمنځ پر امنیتي همکاریو متمرکزې وې.
نوموړي ويلي، دغه خبرې د اوکراین پر خلاف د روانې جګړې پر مهال په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په رڼا کې وشوې.
زيلینسکي پرون ویلي، چې عمروف د ده په لارښوونه، پهدې جګړه کې د شمالي کوریا د دخالت په باب د بحث لپاره جنوبي کوریا ته تللی دی، څو دا وڅېړي چې د دواړو ملتونو او سیمو د خوندیتوب لپاره په ګډه څه کولی شو.
تر دې مخکې عمروف ویلي وو، چې د جنوبي کوریا له ولسمشر یون سوک یول سره یې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې کړې دي.
د اوربند له موافقې سره سره اسراييل د حزبالله د اووه وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی
د اسرايیل وسلهوالو ځواکونو د لبنان د حزبالله ډلې د اوو جګړه مارو د وژلو خبر ورکړ.
دغو ځواکونو ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې دغه وسلهوال پرون د اوربند له موافقې سرهسره وژلي دي.
د حزبالله او اسرايیل ترمنځ دغه موافقه له پرون چهارشنبې نافذه شوه.
د اسرايیل د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، په سیمه کې د دغو جګړه مارو حضور له موافقې څخه سرغړونه وه او د اوربند له موافقې هره موافقه به په ډزو سره ځوابېږي.
د اوربند د موافقې لهمخې باید د حزبالله ځواکونه د لیتاني سیند چې د اسرايیل او د لبنان د سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له څنډو ووځي.
نن د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلونو د بهېدلو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې، په تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات کې نن له پنځلسو تر پنځهدېرش ملي متره پورې د ورښتونو امکانات شته.
د دې خبرپاڼې لهمخې په لوړو او سړو سیمو کې ممکن نن واورې ووریږي.
پهدې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې لس ورځنی اوربند وشو
جرګې پرېکړه وکړه چې، سر له ننه به شیعه او سني وسلهوال له مورچو راکوزیږي او پر یوه بل به ډزې نهکوي.
چارواکي وایي چې، دواړه لورې به د یوه بل برمته شوي کسان خوشې کوي، خو د ټل او پاړه چنار ترمنځ به د لارې د پرانیستلو چارې څه وخت ونیسي.
په کورمه کې د دولتي چارواکو په وینا د نومبر له یوویشتمې راپهدې خوا د فرقهيي شخړو له امله ۱۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ ټپيان شوي دي.
په کورمه کې تر دې مخکې هم د شیعهو او سنيانو ترمنځ جګړې شوې دي، خو سږکال دې جګړو زور اخیستی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په وینا سږکال د جولای او اکتوبر ترمنځ په دې سیمه کې د فرقهيي شخړو پرمهال ۷۹ کسان وژل شوي وو.
ترکيې ۱۲۸ کډوال نيولي چې افغانان هم پهکې شامل دي
د ترکیې سمندري ځواکونو یوسل او اتهویشت کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي.
ترکیي رسنیو پرون راپور ورکړ چې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي چې، شاوخوا پنځهدېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي.
ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي.
د ترياکو د توليد په برخه کې طالبانو د ملګرملتونو راپور رد کړ
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کې رد کړ.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه بیان کې وویل چې، د دوی د ارزونو لهمخې د تېر یوه کال په ترڅ کې په افغانستان کې د مخدر موادو په تولید کې د پام وړ کمی راغلی دی.
له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې پرون وویل، په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کې زیات شوی دی.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوې دي چې، سږکال په افغانستان کې څلور سوه درې دېرش ټنه اپيوم تولید شوې دي.
د کرکټ نړيواله شورا سبا د اتلانو جام پر برخليک خبرې کوي
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیواله شورا سبا د کرکټ د اتلانو د جام پر برخلیک خبرې وکړي.
له مهالوېش سره سم تمه ده چې دا لوبې د فبروري له نولسمې د مارچ تر نهمې په پاکستان کې وشي، خو هند ویلي دي چې لوبډله یې پاکستان ته نهځي.
د راپورونو لهمخې داسې اټکل کېږي چې، د کرکټ نړیواله شورا به دا وړاندیز وکړي چې د کرکټ د اتلانو د جام لس لوبې په پاکستان کې وشي او پاتې پنځه نورې دې په متحده عربي اماراتو کې وشي.
لهدې وړاندیز سره مخکې پاکستان مخالفت کړی و.
مولوي يعقوب مجاهد د پاکستان له سفير سره د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن پر خپلې ایکسپاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، ښاغلي مجاهد نن په خپل دفتر کې له نظاماني سره وکتل.
د مجاهد په حواله راغلي، د دواړو هېوادونو د پایداره اړیکو په موخه طالبان د پاکستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
وړاندي راغلي، نظاماني هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا تاکید کړی دی.
دا لیده کاته پهداسې حال کې دي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو په لاریونونو کې د شاوخوا شل تنو افغانانو د نیولو کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه ټيټه شوې ده
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (UNODC) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه په پرلهپسې ډول له دوو کلونو راهیسی راټيټه شوې او د ۲۰۲۴ کال تر پایه به ۴۳۳ ټنو ته ورسېږي.
خو په ورته وخت کې د دغې ادارې په اعلامیه کې، چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۷ مه) خپره شوې راغلي چې، دا شمېره د ۲۰۲۳ کال پرتله دېرش سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګروملتونو په باور د دې زیاتوالي سربېره بیا هم د ۲۰۲۲ کال د تولید له کچې اوسنۍ کچه ۹۳سلنه ټیټه ده.
د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د دغه سازمان د اجراییوي رییس غدا ولي له قوله ویلي، نړیوالې هڅې باید همغږي شي، څو د کوکنارو د کښت لپاره قانوني او اقتصادي بدیلونه لکه په زېربناو، کرنیزو سرچینو او د افغان کلیوالو د ژوند پر بنسټيزو برخو پانګونه وشي.
د دغه سازمان د معلوماتو لهمخې، د کوکنارو کښت او تولید د افغانستان له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی، چې د تریاکو د تولید دوه پر درېیمه برخه متمرکزه ده.