د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

خبرونه

روسۍ محکمې له کورسک د تېرېدو پر مهال د یوه فرانسوي تلوېزیوني چینل د خبریالې د نیولو حکم ورکړی

د کورسک سیمې یوه څنډه
د کورسک سیمې یوه څنډه

د روسیې یوې محکمې له کورسک سیمې څخه د تېرېدو پر مهال د فرانسې د یوه تلوېزیوني چینل د خبریالې کاترین نوریس ترنټ د نیولو حکم ورکړی.

رویټرز خبري آژانس نن د لیندۍ ۶مه د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله خبر ورکړ چې د فرانس ۲۴ تلوېزیوني چینل دا خبریاله د اوکراین له پوځ سره دې سیمې ته ننوتې وه.

روسیې د هغو لوېدیځو خبریالانو پر وړاندې جنايي دوسیې پرانیستې دي چې له کورسک څخه راپورونه ورکوي.

کورسک د روسیې هغه سیمه ده چې اوکراین د سږني کال په اګست میاشت کې د هغې ۱۴۰۰ مربع کیلومتر ساحه ونیوله.

د تارس د خبر له مخې، په محکمو کې دا قضیې په غیابي ډول څېړل کېږي او که دا خبریالان د روسیې قلمرو ته ننوځي، نو وبه نیول شي.

بینېټ: طالبان د نویو قوانینو په وسیله پر ښځو، اقلیتونو او نارینه‌وو ظلم کوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبان د نویو قوانینو په وسیله نه یوازې پر افغان ښځو بلکې پر اقلیتونو، هغو خلکو چې جلا فرهنګونه لري او حتی پر نارینه‌وو لا ظلم کوي.

ریچارد بینېټ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په پیل کې په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن یې پر خپله ایکس‌پاڼه خپور کړ، ویلي چې که دا قوانین له منځه ولاړ نه‌شي نو د افغانستان راتلونکي نسلونه به اغېزمن کړي.

نوموړی زیاتوي چې باید هغه لارې چارې وموندل شي چې طالبان قانع شي چې خپل سیاستونه بدل کړي، ځکه د ده په وینا په افغانستان کې د راتلونکې سولې او پخلاینې لپاره حساب کتاب مهم دی.

د بینېټ په وینا، داسې یوه پلان ته اړتیا لیدل کېږي چې یوازې سزا ورکول نه بلکې د انتقالي عدالت نورې لارې چارې هم په‌کې وي.

بینېټ ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید په خاص ډول ښځو او نجونو ته هم ونډه ورکړل شي څو د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې د زده‌کړو او کار په ګډون پر افغان نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د امربالمعروف هغه قانون نافذ کړ چې له مخې یې د ښځو غږ عورت بلل کېږي او حتی ښځو ته په لوړ غږ د قرآنکریم د تلاوت اجازه لا نه ورکوي.

کرکټ؛ د افغانستان نولس‌کلنو ځوانانو پاکستان ته ۲۵۱ منډې هدف ورکړ

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د نولس‌‌کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن سه‌‌شنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پای‌لوبه پيل شوې ده، چې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه.

افغان نولس‌‌کلنو ځوانانو په پوره پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۵۰منډې وکړې.

د افغان توپوهونکو له ډلې برکت ابراهیم‌زي ۷۹، نظیف‌‌‌الله امیري ۵۶ او فیصل خان شینوزاده ۴۱ منډې وکړې.

د پاکستان د توپ اچونکو له ډلې علي رضا او عبدالسبحان درې‌درې لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

يوناما افغانستان کې د رسنيو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

له ارشيفه د خبريالانو يو انځور
له ارشيفه د خبريالانو يو انځور

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

یوناما نن په یوه بیان کې وویل، دا راپور په افغانستان کې د خبریالانو، د رسنیو د کارکوونکو او رسنیزو ادارو پر وړاندې زیاتېدونکې ننګونې مستندوي.

یوناما وايي، د سانسور او معلوماتو ته د لاس‌رسي پر وړاندې تر سختو بندیزونو لاندې چاپیریال کې خپلې چارې پرمخ بیايي.

په راپور کې چې د طالبانو د واکمنېدو له پیله د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي، راغلي دي چې، خبریالان او په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له زیاتو بندیزونو او تبعیضي چلند سره مخامخ دي، چې د مسلکي کار پر مهال د دوی وړتیاوې اغېزمنوي.

د یوناما او د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر په راپور کې په‌‌دې ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستندې شوي چې د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد په‌کې شامل دي.

طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه‌‌دي ویلي، خو له‌‌‌دې مخکې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ازادې لري.

پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ اسلام‌اباد کې نور سرتيري ځای پر ځای کړي

اسلام‌اباد کې د مظاهرو له بهيره يو انځور
اسلام‌اباد کې د مظاهرو له بهيره يو انځور

داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.

ویل کېږي چې تېره شپه پر امنیتي ځواکونو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې سرتېري او يو ملکي ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.

همداراز لسګونه پولیس له مظاهره‌‌‌چیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.

پرون په‌‌‌داسې حال کې چې د اسلام‌اباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.

د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلام‌اباد کلابند کړی او مظاهره‌چیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

طالبانو په يوشمېر ولايتونو کې محلي ښوونځي تړلي

د يو محلي ښوونځي انځور
د يو محلي ښوونځي انځور

راپورونه وايي چې، طالبانو د هېواد په ځینو ولایتونو کې هغه سیمه‌يیز ښوونځي بند کړي دي، چې د نړیوالو مؤسسو په مرسته یې فعالیت کاوه.

سرچینې وايي، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې دا سیمه‌يیز ښوونځي د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د امر پر اساس تړل شوي دي.

یونېسف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو شورا، نړیوال بانک او یوشمېر نورو نړیوالو مؤسسو د دې ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه سیمه‌يیز ښوونځي تمویلول.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو مخکې له‌‌دې هم په کندهار کې یوشمېر سیمه‌يیز ښوونځي چې نړیوالو مؤسسو تمویلول، بند کړي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی

کابل کې طالبان عسکر
کابل کې طالبان عسکر

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن‌رایټس‌‌‌واچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی.

په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېب‌پاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.

په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونه‌‌‌لري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا کار یې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.

له افغانستانه د وروستي وتلي امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو ارتقاع ځنډول شوې

له افغانستانه وروستی وتلی امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو
له افغانستانه وروستی وتلی امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو

جنرال کریستوفر دوناهو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وروستی امریکايي پوځي وو چې، الوتکې ته وخوت او په‌‌‌دې ترتیب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې شل کلن حضور رسماً پای ته ورسېد.

رویټرز ته پرون د امریکا دفاع وزارت ویاندې سبرینا سنګ ویلي، د جنرال دوناهو د ارتقاع د ځنډېدو په مسئله باندې خبر دي.

د راپورونو له‌‌مخې د امریکا جمهوريپاله سناتور مارکوین لیون د جنرال کریستوفر ارتقاع ځنډولې.

جنرال کریستوفر تورن جنرال دی او د امریکا ولسمشر جوبایدن وړاندیز کړی چې ستر جنرالۍ یا څلور ستوریز جنرال ته ارتقاع وکړي او اروپا او ختیځه افریقا کې د امریکا د پوځ قومانده په لاس کې واخلي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او متحدینو یې له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو په پروسې کلکې نیوکې کړي او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملین به تعقیب کړي او منفک کړي.

پاکستاني پوليسو پر مظاهره‌چيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

پاکستان کې مظاهرې
پاکستان کې مظاهرې

د راپورونو له‌مخې سه‌شنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهره‌‌چیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.

لږ تر لږه د یوه مظاهره‌‌چي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهره‌‌‌چیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په پاکستان کې د مظاهره‌‌‌چیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.

د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهره‌‌چیانو سره په اخ‌ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.

د سه‌‌شنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهره‌‌‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.

د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلام‌ا‌‌‌‌‌باد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.

د طالبانو د پوهنې وزير: تر شپږم ټولګي مو د نوي تعليمي نصاب کار بشپړ کړی

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا
د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا

د طالبانو د پوهنې وزیر پرون په خوست ولایت کې وویل چې، وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.

مولوي حبیب‌الله اغا چې د زده‌کوونکو د کلنیو ازموینو د بهیر د کتلو لپاره خوست ته تللی و، د نوي او پخواني تعلیمي نصاب د توپیر په اړه وویل، په نوي کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پر ځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.

تر دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې، طالبانو په نوي نصاب کې د افغانستان د تاریخ د ځینو مشاهیرو لکه غازي امان‌الله خان په اړه معلومات حذف کړي او په نصاب کې یې دیني برخه دومره زیاته کړې چې د مدرسې او ښوونځي توپیر په ګرانه شي.

خو د طالبانو د پوهنې وزیر په‌دې اړه ډېر جزیات څرګند نه‌کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG