په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د تعدیل طرحه د کابینې د قوانینو کمیټې به فوقالعاده غونډه کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ تېره ورځ سه شنبې د وږي په ۱۱ تأیید شوه.
د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو په دوام د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزارت یو ځل بیا روانه اوونۍ د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو خبره کوي.
د افغانستان د وینې مرکزي بانک وايي، د عاشورا په را نږدې کېدو سره هره ورځ لسګونه کسان د وینې ورکړې لپاره یاد بانک ته ورځي.
د روغتیا وزارت د طرحې پر بنسټ، د کابیني د تائید او پنځه میاشتيني قرنطنین وروسته نن د دولتي ښوونځیو یوولسم او دولسم او شخصي ښوونځیو ټولو ټولګیو کې حضوري زده کړې پیل شوي.
عبدالمنان نیازي تازه په یوه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د افغانستان هزاره توکم د فاطمیون وسلهوالې ډلې په ملاتړ تورنوي او د دوی د قتل ګواښ کوي.
په داسې حال کې چې د پوهنتونونو له بیا پیل نږدې دولس ورځې تېرېږي خو په یو شمېر پوهنتونونو کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په هدف روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کېږي.
دا کمپاین نږدې یوه اونۍ وړاندې، فیسبوک، ټویټر او یو شمېر نورو ټولینزو رسنیو کې د (د کونړ پر سیند د برښنا بندونه جوړېدل غواړو) له هشتګ سره پيل شو چې تر دې دمه یې د چارواکو تر څنګ د زرګونو عامو وګړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
محمد قاسم وفایي زاده د شنبې په ورځ کابل کې یوې خبرې ناستي ته وویل، د تېر کال د ایکو نړیوال سازمان د پلاوي له څېړنو وروسته هغه سپارښتنې چې د اروپايي ټولنې د تور نوملړ څخه د افغان هوايي شرکتونو د ویستلو په موخه ترسره شوې، تر ډېره عملي شوي دي.
د افغان حکومت یوه ډیپلوماټیکه سرچینه وايي، د قطر هېواد نه غواړي راتلونکو بینالافغاني مذاکراتو کې نړیوالی رسنۍ ګډون وکړي.
کریم اتل چې ادعا کېږي د عبدالغفار داوي سره یوځای د افغانستان بانک ته تللی زیاتوي، ښاغلی داوي د افغانستان بانک ته د خپل پور ادا کولو په موخه ورغلی و.
د افغانستان حکومت وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره د مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته چمتو دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو موسسه (فیفا) وایي افغان حکومت په تېرو څلور میاشتو کې افغان ښځو سره خپلې کړې ژمنې نه دي عملې کړي.
امر الله صالح وايي چې د ملي دسترخوان پروګرام دوهم پړاو کې ۳۴ ولایتونه، ۲۳۵ ولسوالۍ او څه د پاڅه ۲۱ زره کلي په پام کې نیول کېږي
په وزارتونو کې به د سرپرستی دوام د ولسي جرګې د اوړې د رخصتیو تر پایته رسېدو دغه شان روان وي.
د افغانستاند معلوماتو او احصایې ملي اداره وایي، د افغانستان د وګړو شمېر هر کال شا او خوا دوه سلنه زیاتېږي.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او سیاسي فعاله فوزیه کوفي وايي، په دولتي اسنادو او په ځانګړي توګه پېژند پاڼو کې د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم زیاتول حقوقي اړتیاده.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي مرکزونو کې د حضوري زده کړو د پیل لپاره چمتو شوې طرحه یې کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې ته سپارلې ده.
نور راوښيه