په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال
د بهرنیو چارو د پخواني وزیر صلاح الدین رباني له استعفا نږدې دوه اوونۍ وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو د راوستو خبره کوي.
د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي، د پناه ورکونې د قانون د نشتوالي له امله نشي کولی چې د بهرنیو پناه غوښتونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د چین په ناسته کې د افغانستان په استازېتوب د ګډون کوونکو کسانو د نوملړ د چمتو والي خبر ورکوي. تردې مهاله د دغې ناستې د ترسره کېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې.
د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون د غړو په غوراوي کې سیاسي مداخلو د يو شمېر مدني او حقوقي بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې (میک) چارواکي وايي، دوی د کانونو او پټرولیم وزارت نږدې ۲۰۰ سپارښتنې کړې وې، خو د تېره یوه کال په موده کې یې یوازې ۳۰ سپارښتنې عملي کړې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د يوه تازه راپور موندنې ښيي چې د روان میلادي کال په تېرو درېیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په روان کال کې یوازې په سړو سیمو کې ۹ فیصده زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي.
له يو کلنډ ځند وروسته په کابل کې يو ځل بیا د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له نویو رنګونو سره پیل شوې. په شپږیزه لیګ کې په لومړي سر کې پنځو لوبډلو سیالي کوله خو اوس یې شمېر شپږو ته لوړ شوی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رأی اچونې له مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر به تر راتلونکو دریو ورځو پورې بشپړ شي.
د طالبانو له ګواښونو وروسته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ورځ او د رأیو د شمېرنې د بهیر پر مهال د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له احتمالي بندېدو اندېښنه ښيي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، نن تر ماښامه پورې به د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی پای ومومي.
د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه مرکزونه د ناامنیو او نورو عواملو له امله تړلي وي چې له امله به یې له نیم میليون زیات کسان د رأیې ورکونې له حقه بې برخې پاتې شي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن په ناوړه روغتیايي وضعیت کې د کابل په نظارت خونه کې ده.
دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم ټینګار کوي چې په افغانستان کې د موقت حکومت پلویان پاتې راغلل او دغه هېواد د انتخاباتو او د جمهوریت د پیاوړتیا په لور روان دی.
په افغانستان کې ورزشي چارواکي، له ورزشي ادارو سره د مالي امکاناتو له پلوه حکومت په توپیري چلند تورنوي او وایي چې دغه کار د ځینو رشتو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د انتخاباتي حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنه ښيي.
د دغه مرکز د ابتدائیه محکمې مشر شیر اقا منیب وویل چې دغو کمېشنرانو له خپلې دندې څخه ناوړه استفاده کړې او د کنړ ولایت د ولسي جرګې د پایلو پاڼې يې تغییر او تبدیل کړې دي.
پر کندز ښار د طالبانو د تېرې شپې له حملې وروسته د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي دغه ولایت ته تللي دي.
د هند تحصیلي سکالرشپونو ته په ازموینه کې يو شمېر بریالي شوي کسان ادعا کوي چې ښايي تحصیلي بورسونه یې د پیسو او واسطو په بدل کې نورو ته ورکړل شي.
د ثبات او همپالنې ټیم مشر يو ځل بیا له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالي کېدو په صورت کې به د ځوانانو او ورزش وزارت جوړوي.
نور راوښيه